تاند، یکشنبه، د اسد ۱۳مه: اجرائیه رئيس ټینګار کړی چې امنیتي او دفاعي بنسټونه باید په راتلونکو ټاکنو کې خپله بې طرفي وساتي، ګني پر دغو بنسټونو به د خلکو باور ډېر زیات کم شي.
ښاغلي عبدالله د پولیسو د همغږۍ بورډ ناستې ته په وینا کې وویل، ټاکنې تېرېږي خو که امنیتي او دفاعي بنسټونه په دې مشهور شي چې له یو نوماند یا نوماندانو یې ملاتړ کړی دی نو دا به پر پولیسو د خلکو باور ته سخته صدمه ورسوي: ((زما دکورنیو چارو وزارت پر مسوولانو غږ دی دی چې پولیس یې باید په ټاکنو کې بې طرفه او مسلکي برخورد وکړي.))
عبدالله دغه راز ویلي، د امنیتي او دفاعي سرتېرو هر غړی د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکولی شی، خو د امنیتي او دفاعي منسوبینو هیڅ غړی او چارواکی دا حق نه لري چې خلک یو خاص کس ته په رایه اچولو مجبور کړي یا یې وهڅوي: (( دا ددوی مسوولیت دی چې د رڼو، عادلانه او ازادو ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي.))
عبدالله ویلي، راتلونکې ټاکنې به د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره یو امتحان وي تر څو ثابته کړي چې دوی د هیچا طرفداري نه ده کړې او یوازې د ټاکنو امنیت یې خوندي کړی دی.
ښاغلي عبدالله دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې ولسمشر غني تر ده وړاندې په ځلونو ملي ځواکونو ته امر کړی چې راتلونکو ټاکنو کې بې طرفه پاتې شي.
ولسمشریزې ټاکنې د راروانې میزان میاشتې په ۶مه ټول هېواد کې ترسره کېږي.