تاند- د افغانستان اجرايي رييس نن /پنجشنبه/ په نوي ډیلي کې د هند له صدراعظم نریندر مودي سره په کتنه کې د دوو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو او په پرمختیایي چارو کې د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
هند د افغانستان یو له څو مهمو مرستندویو هیوادونو څخه دی او په تېرو ۱۶ کلونو کې یې له افغانستان سره په پرمختیايي چارو کې ۳ ملیارد ډالره مرسته کړې ده.
عبدالله عبدالله نن هند ته ورسېد چې د افغانستان – هند د سوداګرۍ او پانګونې نندارتون د هند له مالیې وزیر ارنون جایتلي سره پرانیزي او له هندي چارواکو سره د دوو هیوادونو د اړیکو د لا پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، صدراعظم مودي د افغانستان اجرايي ريیس ته تود هرکلی ووایه.
دواړو خواوو د افغانستان او هند ترمنځ د څو اړخیز ستراتیژیک مشارکت پر لا پیاوړتیا او لا نژدېتوب ټینګار وکړ.
دواړو خواوو په نوي ډیلي کې د دوه اړخیز ستراتیژیک مشارکت شورا په وروستۍ غونډه کې د شویو پرېکړو هرکلی وکړ.
عبدالله عبدالله له هنده په دې مننه وکړه چې د افغانستان په پرمختیا او بیارغونه کې یې فعاله برخه اخیستې او لا هم له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي.
ټاکل شوې وه چې ښاغلی عبدالله پرون /چهارشنبه/ هند ته تللی وای خو د کابل پر حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د راکټي برید له کبله د ده سفر یوه ورځ وځنډېده.
هند وايي چې پرون د دغه هیواد د هوايي شرکت یوه الوتکه چې کابل ته روانه وه له نیمايي لارې بېرته نوي دیلي ته وګرځېده.