اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي، هیله لري چې د بلخ ولایت څخه د عطامحمد نور د لیرې کولو ستونزه به په سوله ییز ډول حل شي.
ښاغلي عبدالله نن دوشنبه /د ډسمبر ۲۵مه/ د وزیرانو شورا په غونډه کې د خبرو پر وخت وویل، «۱۵ ورځې مخکې لومړی ځل ما موافقه وکړه چې دا کار دې وشي. په پام کې وه چې د استعفا قبولي یوه اونۍ وروسته اعلان شي،»
عبدالله زیاته کړه، «د جمعیت رهبري له مونږ سره یوځای وو. عطامحمد نور پخپله خپله استعفا وړاندې کړې وه، دا چې په دې برخه کې څه شرایط مطرح شوي که نه هغه زما کار نه دی. زه اجرائیه رییس او د ټولو خدمتګار یم.هرې خبرې او وعدې چې شوي دي هغه هغوی پورې تعلق لري چې د تېر وخت خبرې دي.»
عبدالله وویل، په پام کې و چې د جمعیت مشران بلخ ته د سفر په ترڅ کې دا ستونزه په یوه اونۍ کې دننه حل کړي خو چې بېرته راستانه شول نظر یې بدل شوی و.
د جمهوري ریاست ماڼۍ تېره دوشنبه /د ډسمبر ۱۸مه/ اعلان وکړ چې ولسمشرغني د بلخ ولایت څخه د پخواني والي عطامحمد نور استعفا منلې او انجنیر داود د نور پرځای د بلخ والي ټاکل شوی خو عطامحمد نور په خپل غبرګون کې وویل چې هغه ته خپله استعفا د منلو وړ نه ده او د ولسمشرغني او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په شمول هیڅوک نشي کولی چې نوموړی له بلخ ولایت څخه لیرې کړي.
د بلخ پخواني والي هم لکه چې په دې څوکۍ او خپله مبارکه … حلفي سریښ وهلی دی.
که عطامحمد بیا هم پدې اصرار کوي چې د بلخ والي دی خو ولسمشر او اجراییه رییس د دې صلاحیت نه لري چې دی برطرفه کړي نو د چا په امضا مقرر شوی؟
آیا والیان پدې څوکیو موروثي پاته کېداشي؟
که څوک د ګوند رهبر وي آیا دا به ضرور وي چې د یوه ولایت والي هم وي؟
یوڅوک چې قوانینو ، د هېواد ولسمشر او نورو مشرانو ته درناوي ونه لري ، آیا د هغه په دندو پاته کېدل اخلاقا او قانونا مناسب کار دی؟