تاند، جمعه،د حوت ۲۳مه: د عبدالله عبدالله دفتر وايي، پخوانی ولسمشر حامد کرزی او عبدالرب الرسول سیاف یې تېره شپه میلمانه وو اوله عبدالله سره یې لیدنه کړې ده.

عبدالله پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي په دې لیدنه کې د هیواد په روان وضعیت او موضوعاتو بحث شوی دی.

حامد کرزی چې له اشرف غني سره د عبدالله په لانجه کې د ملي یووالي غوښتونکی و، له یوې مودې راهیسې د غني او عبدالله تر منځ د منځګړیتوب په هڅو بوخت و خو په اړه یې وړمه ورځ د ولسمشر غني سلاکار شاه حسین مرتضوي لیکلي وو چې د حامد کرزي غشی په کاڼي لګېدلی دی.

حامد کرزي او عبدالرب الرسول سیاف په داسې حال کې له عبدالله سره کتلي دي چې منتخب ولسمشر غني د لوړې مراسم پر ځای کړي او له عبدالله سره د غني د لانجې په حل کې زلمی خلیلزاد هم پاتې راغلی دی.
عبدالله عبدالله په ۳۹ سلنه رایو له ولسمشر غني غوښنه د واک ونډه غواړي او ولسمشر غني ورسره هیڅ ډول معامله نه مني بلکې اجرائیه ریاست یې هم ورته لغوه کړ.

One thought on “عبدالله: حامد کرزی او استاد سیاف مې دفتر ته راغلي وو”
  1. د ډاکتر عبدالله او د هغو د ملګرو اتهام په ملي خیانت
    عبدالله عبدالله چې د افغانستان له اساسي قانون ، د ولسمشرۍ د له قانون او د انتخاباتو کمیسیون د پرېکړو ، جزا قانو ، مدني قوانینو او د نړیوالې دموکراسي اصول سرغړونه کړې ، د افغانستان د اکثریت خلکو رایې او تصمیم ته غاړه نه ږدي او برعکس هغوی ته اهانت کوي ، یواځې خپلو پلویانو ته « مردم » وایی ، په خپل سر یې ځان « د افغانستان د غلو او زورواکانو ټول شموله جمهور رئیس » اعلان کړی . د هغه دا کار د افغانستان د ورونو قومونو ترمنځ اتحاد ، اعتماد او دوستي له منځه وړي. د افغانستان ملي ګټو او د د مځکني بشپړتیا ته یې هم د دښمن په نفعه تاوان رسولی ، د ولسمشر له اوامرو او هدایاتو یې سرغړونه کړيده . بنا ډاکتر عبدالله او مرستیالان یې افغانستان ته په ملي خیانت او له ټولو قوانینو د سرغړونکوپه توګه متهم او باید د یوې خاصې محکمې له خوا په اشد مجازات محکوم شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *