تاند (دوشنبه، د حمل ۱۸) پخواني اجرايي رييس عبدالله عبدالله د منځګړو له لارې ولسمشر اشرف غني ته وړاندیز کړی چې نوموړی دې اجرايي ريیس یا صدراعظم پاتې شي او د دې په څنګ کې چې د سولې په پروسه کې دې د مشرتابه رول ورکړل شي، د کابینې په سلو کې ۴۰ چوکۍ ورکړل شي.
پخوانی جهادي مشرعبدالرب رسول سیاف او پخوانی ولسمشر حامد کرزی د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د روغې جوړې لپاره د منځګړتوب هڅه کوي.
دوی ته نژدې سرچینو تاند ته وویل چې عبدالله د صدراعظم په شان د اجرايي ریاست غوښتونکی دی چې په حکومت کې له ۴۰ تر ۴۵ سلنې ونډه ولري او په عین حال کې د سولې د مصالحتي شورا ریاست په غاړه ولري.
تر دې وړاندې ولسمشر غني پخواني اجرايي رييس عبدالله ته، چې د انتخاباتو پایلې نه مني، یوازې د مصالحتي شوراد ریاست وړاندیز کړی دی.
د سولې مصالحي شورا به له طالبانو سره د سولې د پروسې مشري په غاړه لري.
په همدې حال کې د عبدالله عبدالله یوه ویندوی فریدون خوځون د کابل تصویري رسنیو ته ویلي چې باید اجراییه ریاست احیا شي او هیله لري چې په دې توګه به کړکېچ حل شي.
ولسمشر غني پرون د ښاغلیو سیاف او کرزي په غوښتنه تر ۵ ورځو پورې د کابینې د غړیو ګومارنې وځنډولې.
پرون (یکشنبه/ د اپریل ۵) عبدالرب رسول سیاف، حامد کرزي، کریم خلیلي او یونس قانوني په یوه اعلامیه کې له ولسمشر غني څخه وغوښتل چې د څه مودې لپاره د دولتي چارواکو ګومارنې ودروي.
د دوی له اعلایمې وروسته د ولسمشر غني ویندوی صدیق صدیقي وویل چې ولسمشر امر کړی چې د کابینې د غړیو د نومونې بهیر دې د ۵ ورځو لپاره ودرول شي څو سیاسي خبرواترو ته زیات فرصت برابر شي.
زوی د مړ شه چرګه لا پدې تونده شوروا ، هم اجړائیه ریاست ، هم د سولې او مصالحې مشرتوپ او 40- 45 سلنه په دولت کې سهم.
دا زوی مړی لکه چې دشپې خوب کې هم دا پخوانی عاطل او باطل غیر قانوني اجړائیه ریاست په خوب ویني .
په رښتیا چې دوی ته ولس ، ملي منافع ، قانون او انسانیت هېڅ ارزښت نه لري او یواځې جنګ د څوکۍ او امتیاز لپاره دی.
آخر دغه صلاحیتونه خو ددوکانداراو مشتری د چنه بازی په قسم ډرامه جوړه کړی ، ولی د اساسی قانون د مخی هغه څو کسان چه قانون اساسی یی تر پښو لاندی کړی او د موازی حکومت په اعلانولو یی ملی امنیت ته یی لوی خطر پلان کړی ؤ نه محاکمه کیژی ؟ دا خو پریږده چه دوی دی فرمایشی چوکی غواړی ، د چوکی ورکولو حق خو بیخی نه لری ، باید مستقیمآ زندان ته ولاړ شی ، تر څو په آینده کی څوک چوکی د ملی امنیت د ګډوډکولو په قیمت ونه غواړی او دغه د لنډه غری او بدماشی فرهنګ د افغانستان په سیاست کی نور اجازه ورنکړل شی .