تاند- د افغانستان اجرايي ريیس عبدالله عبدالله د پېښور په ورسک روډ کې پر یوه ښوونځي د وسله والو طالبانو حمله وغندله، ویې ویل چې د افغانستان خلک په دې غم کي د پاکستان د دوست هیواد له خلکو سره شریک دي او ټولو خوږمنو ته د خدای له درباره د جمیل صبر غوښتنه کوي.

عبدالله په عین حال کې ویلي:«دې پېښې یو ځل بیا وښوده چې افغانستان او پاکستان دواړه د ترهګرۍ قرباني هېوادونه دي. ترهګرۍ د سیمې او نړۍ لپاره ستر ګواښ رامنځته کړی چې د افغانستان او پاکستان ولسونه په کې سوځي.»

د وروستیو راپورونو له مخې تراوسه پوري په دې برید کې د ۱۲۶ تنو وژل کېدا تایید شوې او تر سلو ډېر نور ژوبل دي.

افغانستان تل پاکستان له تروریزم څخه د خپلو جیوپولیټیک او سیاسي ګټو لپاره په کار اخیستلو تورن کړی او ویلي یې دي چې له تروریزم څخه د نورو پر ضد کار اخیستل په خپله پاکستان ته هم خطرناک دي.

عبدالله عبدالله هم دې موضوع ته په اشارې ویلي:«له ترهګرۍ نه د حربې په توګه استفاده کول، د هیچا په ګټه نه ده او که له دې پدیدې سره، چې اوس یې افغانستان او پاکستان له ګواښ سره مخ کړی، رښتینې او جدي مبارزه ونشي؛ نو دا بل شوی اور به ټوله سیمه لاندې کړي.»

ده همداراز ویلي:«زه په دې پېښې له زړه خواشینی یم او په دې باور یم، چې ترهګري د سیمې ګډه ستونزه ده او په کار ده چې د سیمې هېوادونه یې پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي. هیڅوک باید په دې فکر نه وي، چې له دې اوره په امن دی.

په دې غمجنې پېښې خپه یم، د پاکستان ولسمشر جلالتماب ممنون حسین، لومړي وزیر جلالتماب محمد نوازشریف او د پاکستان ملت ته د دې پېښې په اړه د خواخوږۍ مراتب څرګندوم. »

د پاکستان صدراعظم نوازشریف پېښور ته تللی او هلته یې خبریالانو ته وویل چې تر څو په ټول پاکستان کې تروریزم له منځه نه وي تللی، دا ډول بریدونه به دوام لري. ده دا هم وویل چې له افغانستان سره یې خبرې کړي چې هغوی هم د ترهګرو پر ضد مبارزه وکړي.

پاکستان یوازې د خپلو طالبانو حملې تروریستي بولي او له افغانستان څخه هم غواړي چې د هغو طالبانو پر ضد اقدامات وکړي چې په پاکستان کې حملې کوي او په افغانستان کې پناهځایونه لري.

خو د افغانستان اجرايي رييس وايي، د ترهګرۍ خلاف د سیمې د هېوادونو په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ګډه، رښتینې او صادقانه همکاري به وکولای شي، چې نور د افغانستان او پاکستان ولسونه له دې ډول وژنو، چاودنو او بریدونو وژغورل شي.

One thought on “عبدالله: د افغانستان او پاکستان ولسونه په ترهګرۍ کې سوځي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *