تاند-  د ولسمشرۍ کاندید عبداله عبدالله د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري د ابتدايي پایلو د ځنډېدو هرکلی وکړ، ویې ویل دا به فرصت برابر کړي چې د درغلیو د ادعاوو په اړه څېړنې وشي.

عبدالله عبدالله په کابل کې په خپله کلکه ساتل کېدونکې ماڼۍ کې فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې باید د درغلیو په اړه تحقیقاتو ته وخت ورکړای شي.

ټاکل شوې وه چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن /چهارشنبه/ د جوزا د څلرویشتمې نېټې د دوهم ځلي انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان کړي خو کمیسیون پرون وویل چې د شاوخوا ۱۹۰۰محلونو رایې بیا شمېري او د دغو محلونو د رایو په اړه د څېړنو په خاطر د ابتدايي پایلې اعلان ځنډوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له دې اعلانه وروسته عبدالله فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«اوس د ابتدايي پایلو د اعلان د ځنډېدو له کبله وخت او فرصت شته. موږ د داسي اقداماتو په اړه خبرې کوو چې په وسیله یې څېړنې په قوت سره وشي او د جعلي رایو چاره وشي.»

عبدالله همداراز وویل:«تقریباً هرڅوک موافق دي چې په پراخه پیمانه درغلي شوې ده نو که ناپاکې رایې تصفیه نه شي د انتخاباتو په پایله کې به مشروعیت رامنځته نه شي.»

ده دا هم وویل:«که موږ وایو چې درغلي شوې ده، مقابل لوری هم وايي چې درغلي شوې ده نو ښه دا ده چې ټول لاسونه سره ورکړو او مشکل حل کړو.»

د انتخاباتو له کمیسیون سره د پرېکون د پای ته رسولو لپاره د عبدالله شرطونه

0 thoughts on “عبدالله د انتخاباتو د ابتدايي پایلو د اعلان د ځنډېدو هرکلی وکړ”
  1. سلامونه دوستانو
    دا د انتخاباتو کمیسیون نه نر شو او نه ښځه دا بیغیرته بچی دا هم نشی کولای دا بیغیرته کرزی هم همدا غواړی الله مو حلاک کړه دافغانانو په مال او ژوند لوبی کوی

  2. تاسو که دوطن اصلی با چیان وای لږ به مو دا حا لاتو ته په کتو پو ورڅی مخته پا یلی اعلان کړیوه خلک په څه کی دی او تاسو په کومو ناروا درد او رنج دخلکو نوره هم زیاتوی حیران دیته یم چه ! عبدالله دباطلو دفاع کوی او اشرف غنی دحق غوښتنه نشی کولی لکه چه وډار شو داسی ډاریدل چه وی بهتره ده ورته پریږدی نوره زموږ وخت هم مه ضایع کوه دډارن ملاتړ پکار نده په نارو سارو هلو څلو ستړی شو او ته سیل کوی هیڅ اواز دنه راوزی ختمی زیر کا سه نیم کاسه است نوره زموږ طمعه نشته بهتره ده وطن پریږدو .

  3. ډیر افسوس په داسی مشر او داسی سیاست: دیوی خوا څخه کمیسیون نه منم او د بل لوری د کمیسیون دا پریکړه چې لومړنۍ پایلی و ځنډیدی هر کلی کوم. نور څه ویل نه غواړم قضاوت خپله وکړی

  4. پشتنو تاسو ته مرگ په كار دي چى د عبدالله په شان يو جيگيلو له تاسو نه حق اخلي. له داكتر صاحب اشرف غني نه هيله كوو چى د كرزي په شان د پشتنو په وينو ملندي و نه وهي. مونز اول له خدايه او بيا له تا نه ددي مظلوم ولس حق غوارو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *