تاند- د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره خبرې پیل کړي دي.

د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم نن وویل چې ښاغلي عبدالله وروسته له دې چې ضیاالحق امرخېل د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له ریاسته استعفا ورکړه له دغه کمیسیون سره د ځنډولې همکارۍ د بیا پیلولو په اړه خبرې پیل کړي دي.

د عبدالله د انتخاباتي کمپاین غړي فاضل سانچارکي رسنیو ته وویل چې د انتخاباتو له کمیسیون سره د ملګروملتو تر څارنې لاندې خبرې روانې دي.

عبدالله پرون د امرخېل د استعفا له اعلانېدو وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل چې د انتخاباتو له کمیسیون سره د خبرو د پیلولو لپاره لاره اواره شوه.

ده مخکې ویلي و چې د انتخاباتو بهیر دې د ملګرو ملتو تر څارنې لاندې وي. ملګروملتو، د عبدالله سیال ټیم او د انتخاباتو کمیسیون د عبدالله له دې غوښتنې سره موافقه اعلان کړه.

سانچارکي وویل، عبدالله د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له ۹ کمیشنرانو او په افغانستان کې د ملګروملتو له خاص استازي یان کوبیش سره نن شپه خبرې پیل کړې.

ده دا هم وویل چې په خبرو کې تراوسه پوري کومه ستونزه حل شوې نه ده خو ټول د دې غوښتونکي دي چې د انتخاباتي بهیر په لاره کې رامنځته شوی خنډ باید لېري شي.

د سانچارکي په وینا عبدالله وویل، مخکې تر دې چې له کمیسیون سره بشپړه همکاري پیل کړي باید د درغلیو د قضیو پوره څېړنه وشي او په دوهم ځلي انتخاباتو کې د زیاتو رایو د اچول کېدو په اړه د ده شکونو ته ځواب وویل شي.

عبدالله وايي، ممکن ۲ ملیونه رایې سمې نه وي.

ده پخوا یوملیون رایې ناسمې بللې وې.

په همدې حال کې د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم یوه غړي طاهر زهیر وویل چې هیڅ راز خبرې به د انتخاباتو نتیجه بدله نه کړای شي.

ده همداراز وویل:«خبرې ښې دي، خو خبرې د انتخاباتو پایله نه شي بدلولی. د افغانستان خلکو د جوزا په ۲۴مه /جون۱۴مه/ خپله پرېکړه کړې ده.»

0 thoughts on “عبدالله د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره خبرې پیل کړې”
  1. اوس چی امرخیل له دندی کوشه شو نو ددفاع وزیر او د شوراي نظار نور سپیان لکه عطا محمد نور دی هم له دندو ګوشه کړای شي ځکه هغوی هم بربنډ د انتخاباتو په چارو کې لاس وهنه کړې او اوس يي هم کوي. کرزی خو دومره بی غیرته دی چې خدای پوهیږي. دی خو دا ټول قوانین تنها په پښتنو پلې کوي اوخپل اندری ورونه د شوراي نصوار خائینه ډله تمامه ورځ خپلو غلوو او لوټماریو ته پریښې ده او کرزی ګل ورته وازه خوله چپ ناست دی که دی هم غیرت لری دا نور دې هم له دندو لرې کړي

  2. Salam to all!
    Mr. Abdullah is a traitor, war criminal and power grabber. Before he talks about Mr. Amerkhel, he better look into hid own past…

    Mullah Habibullah

  3. De fgghanistan de ihsae la makhe pakhtana på afghanitan ke 65/70% nafos lari kho de BE GHEATA mashrano de lasa 7% qodrat hom na lari hata tar de che khpal haq hom nashi ghokhtae. NAN pa Nigrahar ke pakhwani ghla aw patakian hom ratol shawe wo aw de abudalah pa taraf ye ghwnda wakra, mara pokhtano sharam wakray akher ba darna da khalk khaze boze aw wata ba goray!!!

  4. هر څه د پښتنو د اتفاق پوری تړلی دی. لکه څنګه مو چی ډاکټر صاحب اشرف غنی ته رایه ورکړه نو اوس یی باید دفاع هم وکړو او بابا جان یوځلی ارګ ته ورسوو نور بیا بابا جان ددغو سپو سره د عمل کولو ښه پلان او طرح لری او پوهیږی چی ورسره څه وکړی

  5. پښتانه په ریښتیا بغیرته دی، عبدالله دری نفر په خیمه کی اچولی او وایی چی ملت اعتصاب کړی دی ایا د ۵ ملیونه رایه چی اشرف غنی وړی دی دا ملت ندی که څنګه؟ بل داچی عبدالله او دهغی مرستیال محقیق چی کله پښتنو ته د ځارویو خطاب او کله د انتحاریانو خطاب کوی یو هم څه نه وایی. اوبل داچی کرزی ښه سړی دی خو د پښتون توب هیځ علامه نشته ؟ د کرزی دو وروټه دوه طرفه وهی او د فاحشه یی چی د عبدالله سره یو ځای دی عبدالله و ته سپکاوی کوی دوی د شخصی ګټو له له عمله ورته هرڅه زغمی ډیر د شرم ځای دی.
    یو بله جالبه خبره وروڼو د اجهاد تنها پنجشیریانو کړی دی او که دا نور افغانانو هم ؟

    مننه
    په امید د دی چی زما له خبری څوک خفه نشی دا حقیقت دی که چیری اشتباه وی لطفا راته یی په جمله کی ولیکی

  6. زما په ګمان دا جهاد یواځی پنجشیریانو کړی دی او هغه رښتیا جهاد دی یعنی له روسانو سره ملګرتیا ، د کابل ښاریانو بی ګناه 72000 زره خلکو وژل ، ښار په کنډوالو بدلول، د ملی اردو ورانول د افشارو قتل عام او …. د دوی په نزد جهاد دی .البته نورو به هم لږ او ډیر داسی جهاد کړی وی خو هغه دومره مشهور نه دی لکه دوی چی کړی . د بی 52 په زور یی د ملت پر ضد بل جهاد شروع کړ چی تر نن پوری دوام کوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *