تاند- د ولسمشرۍ کاندید عبداله عبدالله له انتخاباتي پروسې سره د پرېکون د پای ته رسولو لپاره شپږ شرطونه وړاندې کړي چې اکثره د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري رد شوي دي.
د عبدالله عبداللله لومړی شرط دا دی چې په هغو سیمو او ولایتونو کې دې له سره انتخابات وشي چې د دوی په نظر پراخه درغلي پکې شوې او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخواني مشر ضیا الحق امرخېل ته په منسوبو اډیوګانو کې یې یادونه شوې ده.
د عبدالله عبدالله دوهمه غوښتنه دا ده چې د هغو ټولو نویو محلونو رایې دې باطلې شي چې د دوهم ځلي انتخاباتو «جوزا ۲۴مه» لپاره زیات شول.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د عبدالله دا غوښتنه هم رد کړې ده.
عبدالله عبدالله، چې په دوهم ځلي انتخاباتو کې تر خپل سیال ډېر وروسته دی، غوښتنه کړې چې د دواړو کاندیدانو د استازو په ګډون دې د یوه نوي پلاوي له لوري د شکمنو محلونو رایې وڅېړل شي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د عبدالله عبدالله له درېمې غوښتنې سره په دې شرط موافقه کړې چې د مشکوکو محلونو رایې به د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د غړیو له لوري څېړل کېږي.
د عبدالله عبدالله څلورمه غوښتنه دا ده چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د پخواني رييس ضیاالحق امرخېل پر ځای دې نوی رييس وټاکل شي.
خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي چې کافي وخت نشته چې د امرخېل پر ځای د دارالانشا نوی رييس وټاکي.
په همدې حال کې ویل شوي چې عبدالله وړاندیز کړی چې د انتخاباتو پخوانی ريیس فضل احمد معنوي دې د امرخېل پر ځای وګومارل شي.
د عبدالله ټیم رسماً په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د ښاغلي عبدالله پنځم شرط دا دی چې د دواړو کاندیدانو د انتخاباتي ټیمونو له لوري بشپړ صلاحیت درلودونکي پلاوي دې وټاکل شي چې د انتخاباتو پروسه، او د انتخاباتو نتیحه وڅاري او د پرېکړې او ویټو واک دې ولري.
د انتخاباتو کمیسیون ویلي چې اوس هم ټوله انتخاباتي پروسه د دواړو کاندیدانو د استازو په مخکې پرمخ بیايي او نتیجې هم د دواړو کاندیدانو د استازو په وړاندې اعلانوي. مګر چا ته د ویټو او پرېکړې واک نه ورکوي.
د عبدالله عبدالله وروستۍ یا شپږمه غوښتنه دا ده چې د درغلیو د قضیو د څېړلو لپاره دې یو نوی میکانیزم جوړ شي. خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د درغلیو د شکایتونو د څېړلو مسوولیت د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مسوولیت دی.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د عبدالله ټولو غوښتنو ته یې د انتخاباتو د قانون په رڼا کې ځواب ویلی، له هغو غوښتنو سره یې موافقه کړې چې د انتخاباتو له قانون سره په ټکر کې نه وې خو هغه غوښتنې یې، چې د انتخاباتو د قانون خلاف وې، رد کړي دي.
Why hasn’t Dr. Abullah Abdullah Abdullah put forward one condition instead of 6 conditions and that would be to make me the president of Afghanistan.
Tanks
عبدالله چې د امرخیل په ځای د معنوي د تقرر غوښتنه کوي نو دا ثابته شوه چې مخکې یې هم درغلي کړې اواوس هم درغلي کول غواړي.
دا ارمان به ګورته یوسی !
تاسو فکر کوی چه خلک دتاسو غلامان دی او تاسویی باداران تاسویی با یلی تاسو ژوند اوزنداګی مزی او چړچی پالونه قورمی فانتاګانی پیپسی ساړه هوا کنډیشنونه او دخلکو لوونه او غوبل ګرمه هوا داقضاوت افسوس صد افسوس ستاسو په حال .
دیوه ډندوری دبل سقوط
په شرعه کی سقوط دقبولی په معنی ده داشرف غنی سقوط څه معنی ورکوی ؟ موږ خویی ستړی کړو تر کومه سقوط په والله دغه سقوط ضرر پیښوی نوره نږدی ده چه په اوګږ راسپور شی دخدای په خا طر ویښ شه مه ډاریږه څان دمعلوم کړه .
د انتخاباتو د کمېسیون غواګۍ د بل په اشاره لږ سر غورځوي ، او لږ لږ لغتې هم وهي ، خو بیا هم پۍ لږ لږ پرېږدي . د شمالي ټلوالې مېرمن ښه پرې بلده ده . لوشلی یې شي . آخر یې حاصل د شمالي مېرمنې دﺉ . غم مه کوۍ . د کوډګرو او جادوګرو منتر او تعویذ ته څه حاجت د آجت نه شته .
Brother, he is fucken stupid asshole. He doesn’t have any idea about politics.
ښاغلی ګل مرجان وایی چی زه فقط غواړم د افغانستان ولسمشر شم . یواځی د په هغو ځایونو کی انتخابات وشی چی هلته زما پلویان وی
د هغو خلکو رایی د باطلی شی چی ماته یی رایه نده راکړی.
د امرخیل پر ځای د ملا معنوی د تقلب جوړولو پلار او استاد مقرر شی او بیابه وایی چی غیر له عبدالله بل څوک د افغانستان د ولسمشری مقام ته خواب است و خیال است و جنون.
دوی وایی که زه جمهور رییس نه شوم نو د انتخاباتو د پروسی او نتایجو د ویتو حق لرم .
دوی وایی د ده د ټیم مخالف سمت ټول انتخاباتی مرکزونه باید داسی عیار شی چی د ده طرفداران وکولای شی پراخی درغلی وکړی او لکه په تیزین کی چی د ده د ګروپ خلک ناست او ژرژر دغه ښاغلی ته صندوقون ډکوی او کله چی رایی پاڼی کمبودی شی نو د سروبی خلکو ته د رایی پاڼو د لیږلو لپاره دی د امرخیل په شان یو وطندوسته انسان هم له دندی لری شی.
مګر دی فکر کوی چی خلک ړانده او کاڼه دی خو دی هوښیار.
دی نه پوهیږی چی د افغانستان سیاسی ، نظامی ، امنیتی اوضاع ورځ په ورځ تغییر کوی. ستاسو د ملګرو او حامیانو په ملاتړ نن په کونړ بیا ګولی اوریږی . په ازره کی بیا ستا ملګری په انسان وژلو شروع کړیده او په هلمند کی خو د جګړی سور تنور اور بل دی او هره ورځ د لسګونو بیګناه خلکو جنازی خاورو ته سپارل کیږی.
په هر حال د ګل مرجان فرمایشونه کوم ځای نه نیسی که دوی تخریب اومظاهری کوی ، دوی خوخپله ټوله وسه وکړه او کوی یی په مقابل کی به د افغانستان د واقعی دوستانو عکس العمل هم ووینی. په دوی به هم داسی ورځ راشی چی نه به په غره کی ځای ورته پاته وی اونه په آباده کی. د ظالم او متکبر ، مکار او قاتلینو کور به آخر وران شی.