تاند- د عبدالله عبدالله یو ویاند وايي چې د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د رایو په شمېر کې تفاوت دې لږ کړای شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ښاغلي عبدالله د انتخاباتي ټیم یوه ویندوی مجیب الرحمن رحیمي رویټرز خبري اژانس ته پرون وویل، هر ډول نتیجه چې په هغه کې د ګټونکي او بایلونکي کاندید د رایو ترمنځ تفاوت زیات وي، کېدای شي چې د بایلونکي کاندید پلویان وپاروي او د یوې بلې بې ثباتۍ سبب شي.

رحیمي همداراز وویل:«ټولنه وېشل شوې او هرراز داسي نښه چې وښيي یو لوري بایللې ده، ممکن ترینګلتیا رامنځته کړي. په بېلابېلو نظرونو خبرې روانې دي څو د کړکېچ مخه ونیول شي.»

رویټرز خبري اژانس ته یوه دولتي چارواکي، چې د دواړو کاندیدانو د سې شنبې د خبرو بشپړ حال یې درلود، ویلي چې عبدالله د رایو په نتیجه کې د لاس وهلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې نتیجه دې داسي ترتیب شي چې د ګټونکي د رایو تفاوت له بایلونکي سره زیات نه وي. د عبدالله په باور په دې ډول به خپلو پلویانو ته قناعت ورکړای شي.

رویټرز خبري اژانس وايي چې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم یوه بل غړي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، هم دا موضوع تایید کړه.

د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم یوه غړي طاهر زهیر د چهارشنبې په ورځ وویل:«له موږ څخه وغوښتل شول چې د انتخاباتو نتیجه په لږ توپیر ومنو. خو موږ ورسره موافقه ونه کړه. موږ له انتخاباتي کمیسیونونو غواړو چې حقیقي نتیجې اعلان کړي.

 د شکایتونو کمیسیون وايي، تر جمعې به خپل کار بشپړ کړي

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي چې ژر به د رایو د تفتیش او شکایتونو په اړه خپله څېړنه بشپړه او د خپل کار نتیجه به د انتخاباتو خپلواک کیسیون ته ولېږي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویندوی نادر محسني رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د انتخاباتي شکایتونو کار به د جمعې تر ورځې بشپړ شي او بیا به د خپلې څېړنې نتیجه د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته واستوي څو د انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان کړي.

په همدې حال کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی نور محمد نور پرون وویل چې ژر به د انتخاباتو نتیجې اعلان کړي.

ښاغلي نور وویل، که دواړه کاندیدان په خپل منځ کې موافقه وکړي یا ونه کړي، دوی نتیجه اعلانوي.

خو ښاغلي نور د نتیجو د اعلان لپاره دقیقه نېټه ونه ښوده.

11 thoughts on “عبدالله د خپل سیال بری مني خو د رایو د تفاوت د کمېدو غوښتونکی دی”
  1. طاهر زهير ديره شه او قانوني خبره كري خه جه واقيعت وى بايد منخته راووخي.
    جعل كاري بكارنه ده
    ددي خبري لاندي جه نتيجه دي به كم توفير اعلان شي ددي خبري لاندي بلي كومي تو طيه ته خاي وركرل شوي دا يو امتحان دي به دوارو انتخاباتو كميسينو بأندي جه بالاخره دتقلب كاري عاملين به جهان او جهانيانوته وروبيزني
    دا استخباراتي لوبي دي بايد تول ديته متوجه او هوشيار أوسي

  2. عبدالله په هر شی کی چیناق دلخواه غواړی. ډیر د شرم ځای دی چی د ملت په رایو هم سیاسی تجارت کوی. حقیقت د خدای ج نوم دی او څوک چی له حقیقت نه سترګی پټوی. له اسلام او خدای نه منکر دی.
    مګر ښاغلی عبدالله له استخاری منکر نه شو او په هغه یی ملنډی ونه وهلی؟
    د پښتنو ، تاجکو، هزاره ګانو ، ازبکانو او نورو ملیتونو رایو ته باید درناوی وشی. که څوکی یوځل د الله ج په قهر ګرفتاره شو بیابه ښه ورځ ونه وینی.

  3. له ګلمرجانه خو ځناور هم ښه دی، په ووشه،کشې، خې اوازونوخوپوهېږي. ګلمرجان خو له هر څه معاف دی

  4. اوس مالومیږي چې اصلي جعل کار او درغل څوک دی. غبرګ عبدالله چې اوس یې ټولې دعوې ناسمې وختلې او اصلي څیره یې آن خپلو پلویانو ته بربنډیږي چې هسې یې غوره ډبې کولې غواړي د ټاکنو په رښتینو پایلو کې درغلي وشي او پایله په لږ توپیر اعلان شي. دا هم په خپل ذات کې یو ډول درغلي ده چې په ډیره بیشرمۍ د ټاکنو له کمیسیون څخه یې تر سره کول غوښتل کیږي. غبرګ عبدالله باید په دې ښکاره درغلۍ د محاکمې میز ته راکش کړای شي او نور یوې ناندرې ته پرېنښودل شي.

  5. داسې ښکاري چې د اشرف غني صاحب ټولې هغه خبرې او ژمنې سرچپه خېژي، دا سمه وه چې په لومړي سر کې به د عبدالله رايې ډېرې وې، خو چې يو نوماند هم د ۵۰+۱ رايې تر لاسه نشوې کړای او نتيجه کې يې ټاکنې دوهم ځل ته وغځېدې او په نتيجه کې يې پاتې ناکامه او پاتې نوماندانو د عبدالله او اشرف غني په ملاتړ او حمايت ورګډ شو، او چې خلکو وليدل چې ملي غلو او فسادګرو ټولو عبدالله نه حمايت وکړ پلويانو يې ټولو د اشرف غني بريا ته رايې ورکړې او په نتيجه کې اشرف غني د دوهم ځل ټاکنو بهير کې د عبدالله څخه دوه ميلونه او درې لکه رايې مخکې شو او عبدالله ته چې پته ولګېده نو په بېلابېلو دسيسو او بهانو يې پيل تر اوسه جاري ساتلی دی، په افغانستان کې ټاکنې وشوې او اشرف غني صاحب د خلکو په رڼو او پاکو رايو سره بريالی دئ، دا څنګه کېدای شي چې يو څوک دې په خپله بريا کې خپل سيال سره نيم په نيمه د حکومت نه سهامي شرکت جوړ کړي بيا ددې ټاکنو اهميت څه شو د ټاکنو پرته دې سره يو ملي حکومت او سهامي شرکت جوړ کړی واي. د عبدالله ټولې ادعاوې غلطې او جعلي ثابتې شوې ځکه هرڅه د نړيوالو او کورنيو څارونکو لخوا تعقيب شوې. عبدالله دې خپله ماتې په ورين تندي ومني او اشرف غني صاحب دې دخپلو رڼو اوپاکو رايو په نتيجه کې خپل حکومت جوړ کړي او چا سره دې حکومت نه شريکوي او د خپلو رايو دفاع دې وکړي.

  6. د مامور صيب واده په ډېر شاندار ډول روان وو ، د کلي ترڅنګه يو خپلوان په ټوپک د خوشالۍ ډزې کولې ، د مامور صيب کاکا په غوصه راغئ او شروع ېې وکړه ، خدای مو بیښ اوباسه چې خاما ښا ډزې کوۍ نو لږې په کراره خو ېې کوۍ ـ داکتر صيب عبداله وايي چې ټاکنې خو داکتر اشرف غني وړيدي ، داد تفاوت شمیر ېې راکم کړۍ چې زما انډيوالان خوشاله شي اودنيا پوه شي چې مونږ هم يو لوی طاقت يو، که نه نه ېې منم

  7. د دغه بایلودونکي ټیم اصلي موخه دا ده تر څو عامه ذهنتیتونه د راتلوونکو ټاکنو لپاره سر له اوسه داسې تیار کړي چې ګواکې دوی په لږ توپیر سره دوی بایللې او یا هم تقلب شوې خو دوی دې په دې هم پوه شي چې ملت د اصلي او حقیقي وړونکي څخه د ټاکنو په لومړۍ ورځ پوه شول او ټول ملت وویل چې ښاغلي غني ټاکنې وړي دي، اوس زه د یوه افغان ځوان ژورنالیست په توګه د ښاغلي ډاکټر صاحب اشرف غني څخه په درنښت غواړم چې د دوی (بایلودوونکي) ټیم دغه مغرضانه غوښتنه رد کړي، دغه ټیم تل هڅه کړې چې د ملت په سترګو خاورې واچوي او له چل سره مخ ته ولاړ شي او د راتلونکي لپاره داسې پلانونه جوړوي.

  8. داعبدالله له ځانه څه شی جوړکړی دی ؟ عبدالله هم فکرکوم پډی ډاډه شوی چه سیال خو می له زورنه کارنه اخلی خو راشه چه هرڅه په خوله درځی وایه یی پدی طریقه سره به هم دزورواکانو غلو مافیاووقدرت یوڅه دوام وکړی امریکا هم څه نه ورته وایی چه سړی شی خو سیال یی باید نورهیڅ ډول فرمایش ونه منی او واک ترلاسه کړی اوبیا خوله ماتوونکی ځواب ورکړی دادټولو افغانانو غوښتنه ده

  9. د خدای په خاطر نور عبدالله او ددی پلویانو دی خلکو څخه څه غواړی، دا مرداره او شرمیدلی ډله ولی نه ورک کیږی ولی خلک ورسره مقابله نه کوی؟ دا هغه بی ناموسه خلک دی چی دی کی هم کوم چل دی چی نتیجه سره نژدی اعلان کړی ترڅو دوی دپاره قانونی لار برابر شی چی حکومت سره نیمایی کړی الله دی عبدالله او د هغه سره ولاړ هغوی چی دی یی تحریک کوی هلاک او تباه کړی او دا مظلوم ولس دی ژر تر ژره له دی میکروبونو څخه خلاص کړی

  10. داد كوچنيانولوبه نه ده! دا دملت اوخلكو رأيي دي ،هيڅوك حق نه لري چې په دي كې در غلي وكړي.عبدالله له يوه اړخه چيغې او نارې وهي چې هله در غلي وشوه ،له بله اړخه زارۍ كوي چې در غلي وكړۍ خو د رايو تفاوت كم كړ ي. څومره بي شرمي او ټيټوالى !؟داكار بايد څوك ونه كړ ي ! د خلكو رأيي پا كي دي او بايد د پاكو رايو پايلې اعلان شي.دا مهمه نه ده چې كوم نوماند ډ يري رأيي و ړ ي دي!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *