تاند: اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله په قطر کې د دوحې ناستې هرکلی وکړ، خو د طالبانو د وروستیو بریدونو په تړاو یې ویلي چې دا ډله په جنایتونو امتیاز نه شي اخیستلی.

عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا غونډې ته نن دوشنبه وویل، که څه هم د یو ټولمنلي پلاوي تشکیل او ترتیب مشکل کار دی خو بیا هم په دې برخه کې د جرمني او قطر هلې ځلې د مننې وړ دي.

عبدالله زیاته کړه، د قطر روانه دوه ورځنۍ غونډه د هېواد په ګټه ده او د ښو نتیجو تر څنګ یې دې ته په تمه یوو چې دا غونډه به مستقیمو بین الافغاني مذاکراتو ته لار خلاصه کړي.

ښاغلي عبدالله د طالبانو د کابل او غزني د وروستیو بریدونو په تړاو وویل، که طالبان دا بریدونه د سولې په میز د زیاتو امتیازاتو د اخیستلو لپاره کوي نو د بیګناه خلکو وژنه امتیاز نه بلکې د جنایت د مسوولیت پر غاړه اخیستل دي.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې له مختلفو افغان لوریو سره د طالبانو د غونډې نن دویمه ورځ ده.

افغان لوري ویلي له طالبانو څخه به د اوربند غوښتنه وکړي او نن د ورځې تر اخره کیدای شي چې ګډه اعلامیه هم خپره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *