تاند- د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم د رهبرۍ د شورا غړی او ۳۵ مدني ټولنو نن د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د کاندید اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.
د ښاغلي عبدالله د مشرتابه د شورا غړي عبدالرضا رضايي وویل چې له ډېرو مشورو او څېړنو وروسته یې پرېکړه وکړه چې د ولسمشرۍ په دوهم پړاو کې د اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړي.
ښاغلي رضايي په یوه غونډه کې وویل:«دا ټیم مې د څو میاشتو له مشورو وروسته غوره کړی، سر له ننه مې د اصلاحاتو او همپالنې له ټیمه استعفا کړې او د بدلون او تداوم له ټیم سره یوځای شوی یم.»
د عبدالله عبدالله ویندوی فضل سنچارکي له خپل ټیمه د رضايي وتل تایید کړل ویې ویل چې نوموړی د دوی د رهبري شورا غړی و.
تر دې مخکې تېره اوونۍ د عبدالله عبدالله د ولایتونو او ولسوالیو په لسګونو ټیمونو له اشرف غني سره ملاتړ اعلان کړی و.
په داسي حال کې چې دوهم ځلي انتخاباتو ته یوازې لس ورځې پاتې دي نن ګڼ شمېر نورو ټولنو او یوه ګوند هم د اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ.
په ملاتړ کوونکو کې د طالبانو پخواني چارواکي هم شامل دي.