تاند، دوشنبه، د جدي ۱۶مه: د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله نن د ایراني چریک جنرال او د قدس ځواک د مشر قاسم سلیماني د وژل کېدو د غمشریکۍ لپاره په کابل کې د ایران سفارت ته ورغلی دی.

عبدالله عبدالله د ایران سفیر ته د قاسم سلیماني د وژل کېدو د تسلیت ویلی دی.

همدا راز یې د قاسم سلیماني د خاطراتو په کتابچه کې د هغه په تړاو خپل یادښت لیکلی دی.

عبدالله تر دې وړاندې په اعلامیه کې هم قاسم سلیماني د افغانستان د مقاومت د جبهې یا د شمال ټلوالې قوي ملاتدی بللی و.

دا په داسې حال کې ده چې نن په کایل کې يو شمېر مدني بنسټونو هغه افغان سياستوال پر ملي خيانت تورن کړل، چې د قاسم سليماني پر وژنې يې د خواشينۍ پيغامونه خپاره کړي دي.

دوی نن په کابل کې د يوې اعتراضيه غونډې په ترڅ کې د افغان سياستوالو دغه اقدام وغانده او دغه افغان سياستوال یې ايران ته پر جاسوسۍ تورن کړل.

قاسم سليماني په سيمه کې د سپاه پاسداران د قدس ډلې مشري کوله او څو ورځې وړاندې په عراق کې د امريکا له لوري ووژل شو.

One thought on “عبدالله د سلیماني په مرګ د خواشینۍ لپاره د ایران سفارت ته ورغلی”
  1. افغانانو ته د شرم دی چی ايران ته ورزی او غمشريکی ورسره کوي او يا اویا قاسم سلیمانی شهید بولي او امريکا ملا ماته وی او دايران طرفداري کوي ځکه افغانستان اوس په سختو حالاتو کې ګیر دي قاسم سلیمانی د جنرال رازق نه شه ځوان نه وه او نه دی دجنرال رازق پر شهادت ايران څه اوويل او اویا کم ايراني افغانستان ته دغم شريکی لپاره افغانستان ته راغي ايران ته تګ يو ملي خيا نت دی داسي کار په داسي حساس وخت کې چي موږ دامريکا سره ټرون هم لرو او امريکا يان په افغانستان کي موجود دي دافغانستان مشکلات نور هم زياتيږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *