تاند، جمعه، د حوت ۱۶مه: د ثبات او همپالنې د ټیم مشر عبدالله عبدالله وايي، سولې ته د رسېدو لوی ګامونه اخیستل شوي خو دا لار سخته او اوږده ده.
عبدالله دا خبرې نن په کابل کې د عبدالعلي مزاري پنځه ویشتم تلین مراسمو کې کړې دي او ویلي یې دي افغانستان په یوه حساسه مرحله کې دی چې ټاکنیزو درغلۍ او د سولې هڅې د دغه حساسې مرحلې لامل دي: (( په داسې حالت کې زموږ د ټیم مؤقف واضح دی، موږ له سولې ملاتړ کوو))
نوموړي ویلي، ټاکنیزې درغلۍ نه مني او لا هم په دې دریځ ولاړ دی.
دغو مراسمو ته جنرال دوستم هم په استولي پیغام کې ویلي، چې د خلکو له حق او رایو څخه به دفاع وکړي.
جنرال دوستم ویلي، حق باید له باطل څخه جلا شي تر څو د افغانستان کښتۍ خپل منزل ته ورسېږي.
غونډې ته په وینا کې د نجات د جبهې مشر ذبیح الله مجددي بیا ویلي، چې ټول لوري باید د اوسنیو شرایطو اړتیا ته په پام سره یو شي او سولې ته کار وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې نن په همدغو مراسمو وسله وال برید کې د عامې روغتیا د ورکړیو شمیرو له مخې ۲۷ تنه وژل شوي او ۵۵ نور ژوبل دي.
عبدالله عبدالله او نور سیاسي مشران له دغه برید څخه روغ وتلي دي.

عبدالله او دده ټیم باید د ننی تروریستی برید نه یو درس واخلی او هغه داچه د افغانستان تاریخی دښمن تروریسم د ابزار په توګه په کمین کی کښینولی ، نه په سیاسیونو باندی رحم لری او نه هم په عامو خلکو د افغانستان ، بهتره ده د افغانستان د قوانینو مطابق د انتخاباتو نهاییی پایلو مطابق قوی حکومت جوړ شی او نور وخت په داخلی ډله بازیو کی ضایع نه شی ، د تروریسم په مقابل کی ضروری ده چه د افغانستان ملی وفاق ته کار وشی او د دوست او دښمن سره په یوه رسا اوواحد غږ خبره او برخورد وشی .