تاند، شنبه، د میزان ۶مه: اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله وايي، د طالبانو لخوا د ټاکنیزې پروسې هدف ګرځول، داسې کوم کار نه دی چې طالبان پرې وویاړي.

نوموړي وویل، سولې ته ژمنتیا شته خو د بې ګناه وګړو په نښه کول او د یوې داسې ولسواکې ټاکنیزې پروسې ګډوډول چې ټولو منلې ده، طالبانو ته کومه ګټه نه کوي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، په دې خوشاله دی چې له ټول هېواد څخه په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون راپورونه ورته رسېدلي دي.

هغه د خبریالانو پوښتنې په دې بهانه ځواب نه کړې چې ګواکې بیا به یې څرګندونې په کمپاین بدلې شي.

ولسمشریزې ټاکنې نن سهار اووه بجې پیل شوې، خو عبدالله عبدالله او ولسمشر غني یو نیم ساعت وروسته په جلا جلا مرکزونو کې خپلې رایې وکارولې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *