د دوه زره نهم کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې عبدالله عبدالله په اونیو اونیو اعتراضونه کول چې ظلم ورسره شوی دی. امریکایانو او د شکایتونو په کمیسیون کې دوو خارجیانو مرسته ورسره وکړه او د حامد کرزي رایې یې تر پنځوس فیصده ټیټې کړې چې دویم ځلې انتخاباتو ته لاره اواره شي. دغه وخت عبدالله عبدالله وویل چې انتخابات نه کوي.
په سږنیو انتخاباتو کې که څه هم د ده پاکې او ناپاکې رایې څوڅلوېښت فیصده دي خو په کابل کې اوازه ده چې عبدالله عبدالله د انتخاباتو دویم پړاو ته تیار نه دی. متل دی وایي تا نباشد چیزکی، مردم نه ګویند چیزها. ایا په دې اوازه کې وزن شته؟
که د دوه زره نهم کال تجربې ته وګورو نو عبدالله عبدالله به یو ځل بیا منصرف شي خو دا ځل چې د عبدالله رایې څوڅلوېښت فیصده دي، دی ولې باید انصراف وکړي؟
د عبدالله عبدالله د انصراف احتمالي دلایل دا دي:
یو، د ده اوسنۍ رایې تر ډېره حده تقلبي دي. د حمل په شپاړلسم ماخوستن د بلخ والي عطا محمد نور په میترا تلویزیون کې راڅرګند شو او په ډېر ویاړ سره یې وویل چې په بلخ کې په ځینو ځایونو کې ان د سهار په نهه بجې رایې ختمې شوې وې او د انتخاباتو کمیسیون باید خپل دې غفلت ته ځواب ورکړي. دغه خبره د عبدالله عبدالله نورو کسانو هم وکړه خو وروسته بیا د انتخاباتو د کمیسیون کسانو وویل چې یوه رایه شاوخوا یوه دقیقه وخت غواړي او په لس ساعته کې یوازې د شپږ سوه رایو د اچولو امکان شته نو په هر هغه ځای کې چې تر غرمې له مخه رایې ختمې شوې دي، زموږ ورباندې شک دی چې دا رایې به پټې شوې وي.
د عبدالله عبدالله د ډلې د تقلب ځینې نور ډولونه هم افشا شوي دي. مثلا ناظرینو او د کمیسیون مامورینو ته یې رشوت ورکړی دی او یو نیم ځای چې رشوت نه دی منل شوی، نور یې وهلي او ان وژلي دي. د کابل په واصل اباد کې د اشرف غني د ټیم کسان زخمیان شول او یو پکې ووژل شو. د هرات په روغتونونو کې اوس هم د انتخاباتو هغه زخمیان پراته دي چې د ډاکتر عبدالله کسانو سزا ورکړې ده.
د دوی یوه بله طریقه دا وه چې چېرته د نورو لوریو د حضور امکان نه و، یا ډېر کم و، هلته یې څو برابره رایې اچولي دي. پنجشیر، د نورستان ځینې ځایونه او د غزني په ځینو ځایونو کې همدا چل شوی دی. د بدخشان په ځینو ځایونو کې، په غور کې او د فراه پرچمن ولسوالي د دغه ډول جعل نور مثالونه دي.
د تقلب دغه میتودونه د عبدالله عبدالله د ډلې د څو کلن پلان او پروګرام په نتیجه کې جوړ شوي وو او دا به اوس ډېره مشکله وي چې په څو اونیو کې نوي کامیاب میتودونه اختراع کړي. که چېرې بیا انتخابات کېږي او عبدالله عبدالله د تېر ځل نیمې رایې هم نه ګټي نو هغه کانه به ورسره وشي چې وایي، هغه بوره هم بدنامه. هم به ناکام وي او هم به یې تقلب ثابت وي.
له بلې خوا عبدالله پوهېږي چې د انتخاباتي شکایتونو په کمیسیون کې به د ده نورې رایې هم باطلې شي او دا څوڅلوېښت فیصده به د څودېرش فیصده خانې ته راشي. دغه حالت عبدالله ته تشویش پیدا کوي او دی ممکن د حمل تر څلرویشتمې نېټې دمخه لا اوبه خړې کړي او په نتیجه کې یې له انتخاباتو تېر شي.
د کاندیدانو د رایو په اوسنۍ اعلان شوې فیصدي کې یوازې هغه رایې شاملې نه دي چې په مرکز کې د انتخاباتو مستقل کمیسیون ناسمې وګڼلې. په دې فیصدي کې هغه رایې شاملې دي چې همدا اوس په ولایتونو کې قرنطین شوې دي. عبدالله په دې باریکي پوهېږي او په دې یې باید یقین وي چې له دې وروسته دی یوازې په شا راتلای شي.
دریم لوی عامل چې عبدالله عبدالله د دویم پړاو له انتخاباتو وېروي ، هغه دا دی چې دا ځل به د اتو کسانو تر منځ نه بلکې د دوو کسانو تر منځ سیالي وي. د نورو کاندیدانو رایې چې څو ویشت فیصده تشکیلوي، تقرییا ټولې هاغه رایې دي چې په دویم پړاو کې د ډاکتر اشرف غني صندوق ته لوېږي، نه د عبدالله عبدالله. په لومړي ځل کې والیان او قوماندانان یا د عبدالله پلویان وو او یا د حامد کرزي پلویان. د حامد کرزي پلویانو د ډاکتر زلمي رسول لپاره کار کاوه او څرنګه چې زلمی رسول باید د پښتنو په رایو کامیاب شوی وای نو دغو مقاماتو ټوله انرژي د ډاکتر اشرف غني په تخریب لګوله، خو دا ځل شرایط نور دي.
ځینې نور عوامل هم شته چې عبدالله عبدالله له دویم ځلي انتخاباتو وېرولای شي او دا اوازه باید بېخي بې بنیاده ونه ګڼو چې عبدالله ممکن هماغه چل وکړي لکه په دوه زره نهم کې چې یې کړی و.
پکار خو دا وه چې عبدالله د انتخاباتو د کمیسیون د وروستۍ فیصلې هرکلی کړی وای ځکه دی پکې تر ټولو مخکې شو، مګر ده وویل چې: « يوازې هغه پايلې به ومني چې د يوې شفافې پروسې له لارې اعلان شي» د دې خبرې معنا څه ده؟ معنا یې دا ده چې دی په عین حال کې له انتخاباتو څخه د انصراف په باره کې فکر کوي.
ډاکتر اشرف غني احمدزي د جوړجاړي خبره رد کړه او د دې خبرې معنا دا ده چې هغه په دویم ځل ټاکنو کې خپل بری ویني خو لکه څنګه چې مختلفو راپورونو څرګنده کړې ده عبدالله او یونس قانوني تر انتخاباتو په معامله باندې خوشحاله دي. داسې معامله چې وزارتونه، ولایتونه، سفارتونه او ان تر ګمرکونو پورې هره اداره پکې ووېشل شي او بس هره ډله خپل جېبونه ډکوي او د پوښتنې څوک نه وي. له جوړجاړي سره د اشرف غني مخالفت د ولس غوښتنه ده او د افغانستان ژغورنه یوازې په دې کې ده چې د قانون په اساس حکومت جوړ شي او قانون واکمن شي. د افغانستان د خلکو قاطع اکثریت د قانون تر سیوري لاندې اجتماعي عدالت غواړي نه دا چې یوې وړکۍ ډلې دې له ټول ملته غلام جوړ کړی وي. د افغانستان خلک غواړي چې ټول دې سره برابر وي نه دا چې یوه دره دې په ټول هېواد باندې باداري وکړي.
Dera shkale aw pa manteq walaka. Likana da. Doranay Saheb pa qalam mo barakat sha.
سلامونه اونیکه هیلی می ومنی – درانی صاخب خدای ج ۱۰۰ کلن کړه زما د زړه خبری دی کړی دی ډیره ډیره مننه
شاباس!
وروره دا ممکنه ده چی د عطا محمد نور دا ویدیویی کلیپ
چی ما هم واوریده چی د رایو پاڼی په ۹ بجی خلاصی شویدی تر څو
په فیسبوک کی ددغه درغل ګر او متقلب
کثیفه څهره وښیو۰
کاملا درست فرمودید. عبدالله به آسانی حاضر نخواهد شد به دور دوم برود. چون دشوار است برای عبدالله که هم ناکامی و هم بار سنګین بدنامی را یکجا بردارد. ولی چاره جز این هم ندارد و احتمالا تا یک ماه اینده در تلاش ایجاد شیوه های جدید تقلب خواهد شد. بناْ ضروریست تا پروسه نظارت دور دوم انتخابات از طرف رسانه ها، نهادهای مدنی و کمیسیون ها به شکل بهتر صورد ګیرد.