تاند، چهار شنبه، د دلوې ۳۰مه: وروسته له هغې چې نن د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله د کورنیو چارو وزارت ته په یو استولي حکم کې د ټاکنیزو کمېسیونونو ټول غړي او د دارالانشاء رئیسان ممنوع الخروج اعلان کړل، اوس د کورنیو چارو وزارت دغه حکم رد کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته په خبرو کې تایید کړه چې وزیر یې دغه حکم رد کړی دی.

نوموړی وايي، په دې تړاو یوازې ستره محکمه او لویه څارنوالي کولی شي دوی ته امر وکړي.

نصرت رحیمي وویل، دا د دواړو قانوني بنسټونو صلاحیت دی چې کورنیو چارو وزارت ته د چا د ممنوع الخروجۍ امر وکړي.

دا په داسې حال کې د چې عبدالله عبدالله د ټاکنو پایلې نه دي منلي او خپل موازي حکومت یې اعلان کړی دی چې د خلکو پراخ غبرګونونه یې پارولې دي.

2 thoughts on “عبدالله د ټاکنو کمېشنران ممنوع الخروج کړل، کورنیو چارو وزارت یې حکم رد کړ”
  1. هغه کیسه شوه ، کوم سړی چا په کلي کې نه پرېښود ، ده ویل آس مې د ملک کره وتړئ.
    ډاکتر عبدالله چې دا څلورم ځل په انتخاباتو کې ماته خورې ، داځل تصمیم ونیو چې په خپله ځان د افغانستان جمهور رئیس اعلان کړي.
    که د زور او قلدري خبره وي نو دا انتخابات او دومره مصارفات د څه لپاره وو؟
    د انتخاباتو مستقل کمیسیون او د شکایاتو کمیسیونونه د څه دپاره جوړ شویدي؟
    که احیانا دوی درغلي کړي وي ولي محاکمو او قانوني ادارو ته شکایت نه کوي او خپله عریضه نه وړاندې کوي؟
    که د خپل سر ګلمرجاني ریاست اعلانولو هرڅه بدې پایلي د افغانستان ولس ته متوجې وي مسوولیت به یې د عبدالله او شریکانو په غاړه وي.

  2. عبدالله جان بی خرچه شوی یوی نقدی معاملی باندی عادت شوی دی۰
    دا ځل به څوک هیڅ ورنکړی۰ مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *