تاند- پاکستاني رسنۍ د دغه هیواد د چارواکو په قول وايي چې افغانستان او پاکستان د ډیورند کرښې په دواړو خواوو کې د توندلارو پر ضد د ګډو عملیاتو پیلولو ته نژدې کېږي او ټاکل شوې ده چې د عملیاتو پر تفصیل د خبرو لپاره د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله ژر پاکستان ته سفر وکړي.
د پاکستان (دي نیوز) ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې دا موضوع د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او اجرايي ريیس عبدالله عبدالله سره د پښتنو ملتپالو ګوندونو د مشرانو په غونډه کې هم مطرح شوه.
محمود خان اڅکزي، افتاب احمد خان شېرپاو او افراسباب خټک په وروستیو ورځو کې په کابل کې د افغانستان له ولسمشر او د دولت له یو شمېر نورو چارواکو سره مفصلې خبرې وکړې.
پښتنو مشرانو د ډیورند کرښې د دواړو خواوو په پښتني سیمو کې د وینې بهېدا د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
ښاغلي شېرپاو د شنبې په ورځ دي نیوز ورځپاڼې ته وویل:«کابل ته زموږ د سفر اصلي هدف دا و چې د پاکستان په اړه د افغانستان د نوي حکومت پر دریځ او په راتلونکې کې له طالبانو سره د جوړجاړي پر امکاناتو پوی شو.»
ده همداراز وویل چې د کابل د سفر په ترڅ کې یې د افغانستان د سولې د عالي شورا له ريیس صلاح الدین رباني سره ګټورې خبرې وکړې.
ده زیاته کړه، افغانستان پوهېږي چې پاکستان د طالبانو پر اصلي مشرانو ژور اغېز لري او پخلاینې ته د طالبانو په حاضرولو کې مهم رول لوبولی شي.
شېرپاو د افغانستان د ملي شورا له غړیو، د مدني ټولنې له فعالانو او اجرايي ريیس سره خپلې خبرې صادقانه وبللې خو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دوی له افغانستان سره په دغه هیواد کې د هند د نفوذ یا له بلوچو بېلتون غوښتونکو سره د افغانستان له لارې د هند د ملاتړ په اړه خبرې وکړې او که نه، شېرپاو وویل چې دا موضوعات دوی مطرح کړي نه دي.