تاند: د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس هم د ولسمشر غنې د شانګهای سازمان د ۱۹ غونډې د څرګندونو په نقش قدم سیمه د ترهګرۍ ضد مبارزه کې خپلمنځي همکارۍ ته رابللې ده.
عبدالله د تاجکستان په کوربه توب سیکا د ۲۷ اسیایي هیوادونو سازمان ۵ مې غونډې ته وویل، د سیکا غړي باید افغانستان او سیمه کې د ترهګریزو ګواښونو او د ترهګرو د ځالو له منځه وړلو او سولې ته د رسېدو په خاطر په خپلو منځو کې همکاري ډېره کړي.
عبدالله عبدالله زیاته کړه، روان کړکیچن امنیتي وضعیت د پراختیا او اقتصادي همکاریو مخه نیسي، ځکه نو ستونزو او ګواښونو ته د رسیدا پخاطر ګډو هڅو او همکاریو ته جدي اړتیا ده.
سیکا سرمشریزه هرو څلور کالو کې یو ځل جوړیږي، ۲۷ غړي هېوادونه او اته څارونکي لري او تر ډېره د سیمې په وروستیو پرمختګونو او ننګونو په کې بحثونه کېږي.
افغانستان د دې سازمان بشپړ غړی دی او نن غونډه کې افغانستان د غړو هیوادونو د بحث مهم ټکی هم و، حسن روحاني د ایران ولسمشر یو وار بیا کنفرانس ته وینا کې د امریکا په سیاستونو نیوکه کړې ده.
نوموړي ویلي، سیمه کې د امریکا ناسمو سیاستونو د افغانستان په څېر هیوادونه بې ثباته کړي دي.
