تاند- عبدالله عبدالله نن د خپلوپلویانو یوې لویې غونډې ته په وینا کې منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي ته په انتخاباتو کې د بریالیتوب په خاطر مبارکي وویله او ژمنه یې وکړه چې د ملي یووالي په حکومت کې به ورسره همکاري وکړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د تېرې یکشنبې په ورځ اشرف غني احمدزی د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ خو د رایو د فیصدۍ اعلان یې وځنډاوه.

ښاغلیو غني او عبدالله د انتخاباتو د پایلو د اعلان په ورځ په خپل منځ کې د ملي یووالي د حکومت موافقه لاسلیک کړه چې پر اساس به یې عبدالله عبدالله د یوې نوې چوکۍ یعني د اجرايي چارو ریاست په غاړه اخلي.

ښاغلي عبدالله د لویې جرګې په خیمه کې خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل:«غواړم چې د افغانستان راتلونکي ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي ته مبارکي ووایم او د ملي یووالي د حکومت د جوړولو لپاره د سیاسي موافقې په برخه کې د ده د دریځ مننه وکړم.»

عبدالله عبدالله همداراز وویل:«دا سیاسي جوړجاړی چې د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو سبب شو تر ټولو ښه متبادل دی او د افغانستان د خلکو لپاره تر ټولو غوره انتخاب دی. که تاسي د افغانستان روانو حالاتو ته ځیر شئ تر دې ښه الترناتیف نشته.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *