تاند- داسي ښکاري چې عبدالله عبدالله لا هم حاضر نه دی چې د انتخاباتو پروسې ته حاضر شي.
ښاغلي عبدالله نن د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د رييس ضیاالحق امرخېل له استعفا وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل، باید هغه څوک چې د انتخاباتو په بهیر کې یې پراخه درغلي کړې ده قانون ته ځواب ووايي.
ده وویل چې انتخاباتو پروسې ته د بېرته ګرځېدو لپاره یې د امرخېل استعفا شرط ایښی و خو نور شرطونه هم لري:
«په افغانستان کې ۸ ملیونه رایې نه دي اچول شوي، په دې پوهېږم. باید دا ځواب راکړای شي. په هغو مرکزونو کې چې رایې نه دي اچول شوي د هغو رایې نه منم. له سره دې رایې واخیستل شي او یا که بل هر څه کېږي ودي شي. د نوې خبرې په اړه چې اوس مې واورېده (د امرخېل استعفا) زیات څه نه وایم خو دومره وایم څوک چې په انتخاباتو کې د پراخې درغلۍ مسوولیت په غاړه لري، باید د قانون په وړاندې ځواب ووايي.»
عبدالله په عین حال کې د امرخېل استعفا یو ګام وباله، ویې ویل دا سم لور ته یو قدم په وړاندې دی خو لا هم تیار نه دی چې د مشروع نتیجو په برخه کې د انتخاباتو پر کمیسیون باور وکړي.
ده وویل:«اوس د شرطونو او وضعیت په اړه د انتخاباتو له کمیسیون سره خبرو ته لار پرانستل شوې ده، دا به له پروسې سره مرسته وکړي.»
ښاغلي عبدالله وویل چې دوی خپلې غوښتنې د ملګروملتو استازي او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته وړاندې کړي دي.
ده په دې اړه نور څه ونه ویل.
تر دې مخکې ضیاالحق امرخېل نن په یوه خبري غونډه کې د خپلې استعفا د اعلانولو په ترڅ کې وویل چې د یوه کاندید نامشروع غوښتنو ته یې منفي ځواب ووایه.
ده وویل چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لومړي پړاو کې ورته د دولتي چوکۍ او زیاتو پیسو وړاندیز وشو څو د هغو په بدل کې یوه کاندید ته پنځوس فیصده جمع یو رایې برابرې کړي خو ده دا وړاندیز رد کړ.
مونگ باید پری نگدو چی د د انتخابات شفافیت تر پوختنی. لاندی راشی حکومت تا پکار دی چی عملی گامونا واخلی او د هر چا غیر قانونی خوشتنو تا. خوس زواب ورکڑی
ګل مرجان یی نه منې.
چا چی شرم او د حیا سترګی خوړلی وی . چا چی د 72000 بیګناه افغانانو وینی بهولی وی او چا چی خپل آمر او قوماندان د یوڅو دالرو په بدل کی وژلی وی. هغه ته ملی ګټی او افغانیت هیڅ اهمیت نه لری. مه کوی داسی لجوجو او بی همتو ته هیڅ امتیاز مه ورکوی . د وی له لاسه هیڅ هم نه دی پوره. هسی لافی وهی . یو دوه سرزوری لکه امرالله او غیر قانونی غوږونه او لکۍ تری پریکړی نور یی ټول په ځای کینی.
ربنا مه ګنهکارنا، یک چند خانه چور نا، صد دو صد راکت فیرنا، هزار ده هزار قتل نا-
ربنا و لیکن این همه ګذشت نا، حالا اصلاح نا، همګرایی نا،
ربنا همګرایی امریکایی و روسی نا، پاکستانی و هندی نا-
ربنا در عین وقت ایران پدر نا
ربنا مه ره زنم طلاق نا، عین سرم عرض نا، بین الدول بدنام نا
ربنا مه جهاد فروخت نا، اسلام ابزار نا، مسلمان شرماند نا،
ربنا حالا اصلاح نا، پکول پس نا، دریشی نا، نکتایی نا
ربنا این چند بار است نا، مره توبه نا، وعده میتم مردمه خوشحال نا، مرداره قول نا،
ربنا چندم بار نا، کاندید نا، هر بار ناکام نا
ربنا امبار مردمه توفیق که بسم الله نا، نام الله نا، رای به عبدالله نا
ربنا بخشش نا و اتنا چوکی ارګ نا، قدرت نا، شهرت نا، پول و دولت نا، که دریشی و پایپ بسیار قیمت نا، ساعتم ده دست چندین هزار دالر نا
یا ربنا یا ربنا دعایمه قبول نا، یک فرصتک نصیب نا، خیر نا از تو چی میره نا، مصیب ما ارګ نا، اګه نی دیوانه میشم نا – ربنا تو غفور نا، رحمینا، قادرنا، غنی نا- یا ربنا یا ربنا!!!!
د ټاکنو دخپلواک کمیسیون څخه غوښتنه کوو چې د ولسمشريزو ټاکنو د دوهم پړاو د قسمي پايلو په اعلان کې نور ځنډ رانه ولي او ژر يې اعلان کړي. او کمیسین باید خپله خپلواکې وساتی او د عبداله خیلو په فرمایشاتو پسی نور قدم اونه وهی، په دی هیواد کې اوو ۷ میلینو خلکو رایه ورکړی او هیواد وال غوښتنه کوی چې قسمی پایلی اعلان کړی، او نږدی ده د ولس د صبر کاسه په ډکیدو ده او هیڅکله په د چا فرمایشات او نه منی دا هیواد د ټولو افغانانو ګډ کور دی یواځی د عبدالله دی او د ولس غوښتنو ته باید ځواب وویل شی او هر څوک چې څه شکایات لری نو خپل شکایتونه دی د شکایتونو خپلواک کمیسین ته راجع کړی ترڅو یی د قانونی لارو څخه د خپل شکایت ځواب واوری. او حق حقدار ته وسپاری او نور ملت د جفا د زغملو توان نه لری همکرایان دی په دی پوهه شی. مننه

که دا انتخابات څومره وشاربل شی اوڅومره کته اوپورته شی باالاخره به نتیجه دغنی بابا په ګټه وی او وروستی نتیجی که ګل مرجان ته دمنلو وی اوکه نه وی غنی بابا به دروژی میاشتی نه وروسته ددی ملک چاری په خپل لاس کی نیسی اوګل مرجان شاید خپل اصلی ټاټوبی یعنی کولاب ته ولاړشی