تاند- د افغانستان اجرايي ريیس عبدالله عبدالله، چې د شانګهای د همکارۍ ټولنې په غونډه کې د ګډون لپاره د قزاقستان پلازمېنې الماتې ته تللی دی، نن /دوشنبه/ د روسیې له صدراعظم دیمیتري مېدوېدیف سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان او روسیې ترمنځ په راتلونکې کې د همکاریو د زیاتېدا هیله څرګنده کړه.
د ایتارتاس خبري اژانس د راپور له مخې د روسیې صدراعظم دیمیتري مېدوېدیف تر هر څه وړاندې عبدالله عبدالله ته د بري هیله وکړه.
تاس خبري اژانس عبدالله عبدالله د افغانستان صدراعظم بللی او وايي چې نوموړی سږ کال د افغانستان صدراعظم غوره شو. تر دې مخکې هم دواړو روسي خبري اژانسونو، تاس او انټرفکس، عبدالله عبدالله تل د افغانستان صدراعظم بللی دی.
مېدوېدیف وویل چې د شانګهای د همکارۍ ټولنې د غړیو هیوادونو د مشرانو غونډه ښه فرصت برابروي چې هم پر سیمه ییزو او هم پر دوه اړخیزو ستونزو خبرې وشي.
ده هیله څرګنده کړه چې روسیه او افغانستان به په خپل منځ کې ښې اړیکې وساتي او په راتلونکې کې به همکاریو ته دوام ورکړي.
په تېرو دیارلس کلونو کې روسیې له افغانستان سره د پام وړ مرسته نه ده کړې. یوازې یې د امریکا په مالي مرسته خپلې زړې هیلي کوپترې د افغانستان ملي اردو ته ورکړي دي.
روسیه د اوکراین د کړکېچ پر سر د امریکا او نورو لوېدیځو هیوادونو د بندیزونو له کبله تر سخت اقتصادي فشار لاندې ده او د روبل ارزښت پر له پسې کمېږي.
عبدالله د شانګهای د همکارۍ ټولنې په غونډه کې وویل چې هیواد یې لا هم د تروریستانو له لوري ګواښل کېږي او د ترهګرو د ستونزو د پای ته رسولو لپاره سیمه ییزو همکاریو ته اړتیا ده.
ده همداراز وویل چې د ترهګرو هدف یوازې دا نه دی چې د افغانستان ثبات او اقتصاد خراب کړي بلکې هغوی غواړي چې سخت دریځي په ټوله سیمه کې خپره کړي.
ښاغلي عبدالله د شانګهای د همکارۍ ټولنې دیارلسمې غونډې ته په وینا کې د روانې میاشتې تر پایه افغان امنیتي ځواکونو ته د ټولو امنیتي مسوولیتونو سپارل او د ناټو ځواکونو د جنګي ماموریت پای ته رسېدل مهم مخ په وړاندې ګام وباله خو ویې ویل چې لا هم د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو او په وسلو سمبالولو په برخو کې جدي اړتیاوې شته باید د اجرا کېدو لپاره یې هڅې وشي.
زړو یارانو په آلماتا کی سره ولیدل او د پخوانیو یادونو او خاطرو په باب یی خبری سره وکړی. یو بل ته یی صدراعظم وویل او یو بل ته یی د بریالیتوبونو غوښتنه یی سره وکړه.
روسان تر اوسه هم نه شرمیږی د افغانستان په چارو کی مداخله کوی.عبدالله تر اوسه نه صدراعطم دی او نه یی څوک د صدراعظم په صفت پیژنی. کله که لوی جرګی پریکړه وکړه او د اجرایوی ریاست چوکۍ یی پر صدرت واړول بیا د روسان ورته صدراعظم وایی ګنی روسان د په افغانستان کی افغانانو ته نور جنجالونه نه جوړوی.