تاند- د پخواني جهادي قومندان او د حامد کرزي د مرستیال محمد قسیم فهیم په لومړي تلین کې ولسمشر غني، عبدالله عبدالله، حامد کرزي او یو شمېر نورو پخوانیو جهادي قومندانانو ګډون وکړ.

په دې مناسبت غونډې ته، چې د لویې جرګې په خیمه کې جوړه شوې وه، ولسمشر محمد اشرف غني په لنډو څرګندونو کې وویل چې د فهیم تشه لا هم احساسېږي.

ده فهیم له تعصب او تبعیضه لیري وباله.

خو پخواني ولسمشر حامد کرزي د فهیم، چې ده د مارشالۍ رتبه ورکړې وه، د خاطرو د یادولو په ترڅ کې وویل چې فهیم د ډیورند کرښې د منلو په اړه د پاکستاني چارواکو وړاندیز رد کړ.

فهیم د حامد کرزي په دوهمه دوره کې د پنځو کلونو په مخه مرستیال ولسمشر و.

په دې مراسمو کې د سولې پر پروسې هم خبرې وشوې. اجرايي رييس عبدالله عبدالله وویل، که د دولت وسله وال مخالفان د سولې خبرو ته حاضر شول د افغانستان حکومت به یې هرکلی وکړي.

ده تاکید وکړ چې د سولې معنا به هیڅکله دا نه وي چې ښځې دې له خپل حقه بې برخې شي او افغانستان دې بیا تیارو وختونو ته ستون شي.

په وروستیو کې پاکستاني چارواکو افغانستان ته په پر له پسې سفرونو کې ژمنه وکړه چې طالبان به ژر له افغان حکومت سره خبرې وکړي خو داسي ښکاري چې افغان چارواکي لا هم د پاکستان پر وعدو باوري نه دي.

د عبدالله عبدالله په څرګندونو کې هم دې بې باورۍ ته اشاره وشوه، ده وویل:«که وسله وال مخالفان خبرې وکړي، که راغلل او معقولیت ته یې غاړه کېښوده، له جنګ او تاوتریخوالي یې لاس واخیستل، له تروریزم سره یې اړیکې پرې کړې، دا زموږ ټولو ګډ کور دی او هیڅوک بل څوک له خپل هیواده نه شړي چې د پردو د لاس اله شي او خپل کور ته اور ورته کړي. خو که څوک له شره د امتیاز اخیستلو د وسیلې کار اخلي، امتیاز ورته نشته.»

قسیم فهیم د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود له وژل کېدو وروسته د نوموړي ځای ناستی شو او د کرزي له واک ته رسېدو وروسته یې مهمې چوکۍ او امتیازونه په لاس کې لرل.

One thought on “عبدالله عبدالله: د سولې معنا هیڅکله دا نه ده چې افغانستان دې بیا تیارو وختونو ته ستون شي”
  1. ګران هيواد وال دي پدي ښه پوه وي هرڅومره چه طالبان او نور خطر ناک دي دا خلګ چه همدااوس په قدرت کي دي دطالبانو په پرتله ۱۰چنده خطر ناک دي . موږ ته معلومه ده چه طالب دښمن دۍ مګر څوک خبر ندۍ چه زموږ په لستوڼي کي خطر ناکه ماران دي په پارلمان کي دوئ دي په وزارتو کي دوئ دي په رياست جمهوري کي دوئ دي دتولو خارجي استخباراتو افتخارانه عضويت ددوئ دۍ دمځکو غضب ،دبانکو چور،اداري فساد،په لنډ ډول دټول افغانستان خلګ ئي اختطاف کړي دي.ترهغو پورې چه دا فاسد چارواکي دمنځه نه وي تللی دسولي امکان وجود نه لري سوله يوازي او يوازي زموز په سالمه اداره پوري آړه لري مګر داشۍ تر اوسه پوري وجود نه لري .تاسي وګورۍ ددا ۳۱ هزارګانو تښتول خپله دهزاه مافيا کار دۍ او دا پلان سوۍ کار دۍ اوس دطالبانو سره دسولي موضوع ده نشنلستي کړيو دخپل بقا لپاره دا ډرامه په کار واچوله او بل ددوۍ بيانيو ته ښه غوږ سي چه ددوۍ اصلي مطلب څه دۍ او څه غواړي ددوئ ګټه دافغآنستان دخلګو په تباهي کي ده داکارونه ټوله دخارجي اسخباراتو په دستور سرته رسوي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *