تاند- اجرايي ريیس عبدالله عبدالله او انتخاباتي ټیم یې د مشورتي لویې جرګې له جوړېدو سره مخالفت وکړ.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم نن /یکشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ« له څه وخت راهیسې د سولې د مشورتي لویې جرګې د ناستې جوړولو په اړه تصمیم نیول شوی، چې د یوشمېر کسانو په توظیف کولو سره یې د تطبیقي پړاو ځينې برخې هم مخ ته وړي دي. موږ د ثبات او همپالنې ټيم، نه په دې ټیم کې د شاملو احزابو او سیاسي شخصیتونو او نه د حکومت په کچه، تر دې دمه د دې ناستې اړوند د مشورې طرف نه و او په عین حال کې د دې ناستې اړوند قانع کوونکي دلایل هم نه لرو.»

دې ټیم همداراز ویلي چې مشورتي لویه جرګه د افغانستان د اوسنیو ستونزو له حل کولو سره مرسته نه شي کولی.

«د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم د (سولې مشورتي جرګې) تر عنوان لاندې په ناسته کې ګډون نه کوي او دغه ناسته د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لپاره اغېزمنه نه بولي.»

تر دې وړاندې وسله والو طالبانو له دې لویې جرګې سره مخالفت کړی و او ویلي یې و چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت د دې جرګې په وسیله غواړي چې خپله نامشروع بقا یقیني کړي.

طالبانو همداراز ویلي چې دې ته ورته غونډې پخوا هم شوي دي«کابل اداره او ورسره د لویو جرګو تر عنوان لاندې بیلابیلې دسیسې په تیرو اتلسو کلونو کې د دې لپاره وي او دي چې د اشغال د بقا، په پراخ ادارې او اخلاقي فساد لړلې کاواکې ادارې د تداوم او د اشغال د موخو او تتیمو د تحقق لپاره ترې استفاده وشي.»

د افغانستان حکومت له یوې مودې راهیسې د مشورتي لویې جرګې د غړیو د انتخابولو لپاره هلې ځلې پیل کړي او ویلي یې دي چې له دوه نیم زره تر درې زره تنه به په دې لویه جرګه کې ګډون وکړي.

2 thoughts on “عبدالله عبدالله د مشورتي لویې جرګې له دایرېدو سره مخالفت وکړ”
  1. دا خو هر چاته معلومه ده چې عبدالله او ورسره ټوله ټلواله په افغانستان کې سوله خپله نابودي بولي، مګر اوس دا هم ثابته شوه چې دوی او وحشي طالبان هم نظري هم دي. تر څو چې د عبدالله په څير خلک چې د هیڅ نه دې حالت ته رسیدلي موجود وي او د اشرف غني په څير پڅ او د قدرت تږی ولسمشر وي په افغانستان کې دا لوبه پای نه مومي. په افغانستان کې د سولې، ثبات او ددې ناورین د ختمیدو یواځنۍ لاره د ملت بیادارتیا، د ملت حکومت او د ملت پاڅيدل دي او د هغې لپاره د ملت انقلاب ته اړتیا ده او که ملت همداسې ویده او په یوه ګوله ډوډۍ رسیدو د خوشحالۍ اظهار وي نو دا ۴۰ کلن ناورین تر ۴۰۰ کلن ناورین غزیږي. او بیا به همدا عبدالله، دوستم خلیلي او ددوی میلیاردر اولادونه د تل لپار د ملت په مرۍ ناست وي.

  2. عبدالله او شرکا یی وایی دا جرګه مشکل نه حلوی .
    حال داچی دی حضراتو منحیث خادم المفسدین د بن د معاملی نه رادیخوا ملت ته مشکلات زیږولی،لیوان یی چاغ کړی او همدا نن بده ورځ ددوی د جاهلی انحصار او میریت زیږنده ده ،فرصتونه ضایع شوی ،فساد ترویج شوی، نو آزموده را آزمودن خطاست او بیا لدی سوری نباید ملت وچیچل شی.
    ترڅو بل مناسب او افضل بدیل نه وی ثابت شوی ملت نباید اوسنی قیادت دلاسه ورکړی ځکه تر خلای قیادت او یا لیوانو دا بهتر دی او نظام او سالم قیادت د ملت لپاره حیاتی رول لری او ټول ازمایل شوی او هریو طوق لعنت پر غاړه او له ورایه د اظهر من الشمس دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *