تاند- عبد الله عبدالله، چې پرون یې د حزب اسلامي د ارغندیوال له ډلې سره انتخاباتي موافقه لاسلیک کړه، نن د انتخاباتو خپلواک کمیسون ته مراجعه وکړه او رسماً یې ځان کاندید کړ.
پرون د حزب اسلامي د ارغندیوال د ډلې او اسلامي جمعیت ترمنځ د یوې موافقې پر اساس انجنیر محمد خان په راتلونکو انتخاباتو کې د عبد الله عبدالله د لومړي مرستیال په توګه معرفي شو.
عبد الله عبدالله، له بسم الله شېر وروسته دوهم کاندید دی چې د انتخاباتو خپلواک کمیسون ته مراجعه کوي او رسماً ځان کاندیدوي.
د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر د سنبلې په څلرویشتمه پیل شوی او د روان میزان تر څوارلسمې دوام کوي خو په داسي حال کې چې د نوم لیکنې د بهیر لپاره ټاکل شوې مودې ته یوازې پنځه ورځې پاتې دي له ښاغلیو شېر او عبدالله پرته بل چا ځان نه دی کاندید کړی خو پرون اشرف غني احمدزي اعلان وکړ چې ژر به ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړي.
عبد الله د ځان له کاندیدولو وروسته په یوه لنډه وینا کې وویل چې دی د جمعیت، حزب اسلامي او ملي ايتلاف د ګوندونو ګډ کاندید دی.
عبدالله وویل چې د فساد د مخنیوي لپاره به هلې ځلې وکړي او د ملت، دولت او نړیوالې ټولنې ترمنځ واټنونه به لږ کاندي.
په همدې حال کې د انتخاباتي اتحاد یوه ویاند فیض الله ذکي وویل چې د عبدالله له نومونې سره نور دا اتحاد له منځه تللی دی.
د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نومونې لپاره کاندید ته پکار ده چې د یولک تنو رای ورکوونکو کارتونه د ټولټاکنو کمیسون ته د خپل ولسي ملاتړ د ثابتولو په توګه وړاندې کړي او یو ملیون افغانۍ د دغه کمیسون بانکي حساب ته د ضمانت په توګه ادا کړي. که هر کاندید د ټولو اچول شویو رایو په سلو کې لس ترلاسه نه کړای شوې، ضمانت یې سوځي.
عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې(۱۳۸۸ل – ۲۰۰۹ م) له ولسمشر کرزي وروسته زیاتې رایې ترلاسه کړې وې خو کله چې ټاکنې دوهم پړاو ته وغځېدې، عبدالله عبدالله له دوهم ځلي انتخاباتو تېر شو او کرزی د یوازیني کاندید په توګه بریالی شو.
دمور شدی دی سه چی خپله دی ځان اعلاکړ اوس به معلوم شی چی کوم دنرزوی ولس مشرجوړیږی اوس باید هر افغان که دننه په افغانستان کښی وی اوکه بهر له افغنستانه وی باید خپل کاندید ته ځغرده اوخوحالی اونرتوب سره رایه ورکړی
زړی خبری به هیروی وړنو دتنظیمو په وخت کښی زموږ سره دومره فوج اوقوت نوو ځکه هر سړی خپله بابولاله ویل دنن اوهغه
وخت دانسانانو هم ډیر فرق شته هغه وخت کښی څومری هوصیله وه دنن زمانی انسانان په یوسوسته رسی کښی راګیردی دونیا وال غوبل په کوی که رسی بری سوه بیابه پرشل ټوټی سره تقسیم شو نوریوپبل ورورپوسی بوهتان پریږیدی تاسودنوروملکنو ولس مشران وګوری یوخت غل وی اوبدماش وی بل وخت ولس مشرټول خلګ یی احترام کوی چی څوک بد ورپسی ووایی خوله یی ورماتوی زموږ دافغانانوده په جوال قرآن ولی ده
هغو دری قصابانو چی د کابل ښار پنځه شپيته زره بیګناه انسانان په ګډه سره ووژل دادی بیا یی خپلی اصلی څهری د افغانستان مسلمان اوغیرتی خلکو ته ور وښودلی او دوی تیاری وښود چی دا ځل به د پنځه شپيتو زرو پر ځای شپږ نیم میلیونه نور بیګناه خلک ووژنی او د نړۍ د مشهورو سادیستانو او قاتلینو په جمله کی به خپل ریکارد ټینګ کړی.