تاند- د افغانستان اجرايي ريیس عبدالله عبدالله وايي له ولسمشر اشرف غني سره یې د نوې کابینې پر جوړولو زیات کار کړی او هڅه کوي چې کارنده، وړ او مسلکي کسان د وزیرانو په توګه معرفي شي.

ښاغلي عبدالله نن د ارګ په سپېدار ماڼۍ کې د مدني ټولنې له یو شمېر غړیو سره په کتنه کې د هغوی د نظرونو تر اورېدو وروسته وویل، نوی حکومت پلان لري چې په راتلونکو پنځو کلونو کې خلک په دې ډاډه کړي چې نور نو یو عادي افغان کومې دولتي ادارې ته تر مراجعې مخکې خپل جېب ته نه ګوري، له رشوت ورکولو پرته یې کار کېږي او ټولو افغانانو ته په یوه سترګه کتل کېږي.

1ده همداراز وویل چې د قانون تطبیق ته به سمه توجه کوي او هرکله چې قانون پر ټولو یو ډول عملي شي، هغه مهال ټول افغانان له یو بل سره مساوي کېږي او هیوادوال د خوندیتوب احساس کولی شي.

ښاغلي عبدالله د مدني ټولنې د غړیو د غوښتنو په ځواب کې وویل، حکومت جدي کار کوي څو د خلکو غوښتنو او هیلو ته مثبت ځواب ووايي او د امنیت، حکومتدارۍ، اقتصادي پرمختګ او ځوانانو ته د کار او ښځو ته د خوندیتوب شرایط برابر کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *