سره له دې چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له خوا  د لومړنیو پایلو په  اعلانیدو سره دا څرګنده شوې وه چې د ولسمشرۍ ټاکنو هیڅ یوه نوماند پنځوس جمع یو رایې نه دې پوره کړې او ټاکنې دوهم پړاو ته ځي. خو بیا هم ښاغلي عبدالله عبدالله او د هغه د ټآکنیز کمپاین استازو دا نه منله او ټینګار یې کاوه چې باید ټاکنې په لومړي پړاو کې ددوی په ګټه پای ته ورسیږي. خو وروستیو پایلو د ټآکنو دوهم پړاو یقني کړ عبدالله  ځکه نوره سرپیچي نه شوای کولی چې ددوی تر غبرګون د مخه نړیوالې ټولنې، مدني ټولنو او ډیری افغانانو د دوهم پړاو هرکلی وکړ او د ټاکنو دوهم پړاو یې زړه نازړه ومانه. داچې عبدالله عبدالله ولې دوهم پړاو ټاکنو ته زړه نازړه دی ډیر دلیلونه لري چې دلته به یې وشمیرو:

د ۱۳۹۳ کال د حمل ۱۶ نیټې د ولسمشرۍ ټاکنو ته ۱۱ تنو ځانونه کاندید کړي و چې اته تنه یې د کرښې تر پایه ولاړل. عبدالله عبدالله حساب کړی و چې د بل مخکښ کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزي رایې ویشل کیږي د دومره کاندیدانو په منځ کې مشکله ده چې رایه ورکوونکي ټول یا زیاتره بل مخکښ نوماند ته ډیرې رایې ورکړي. نو کیدای شي په دې سردرګمي کې دده رایې زیاتې شي. او ترڅنګ یې د ټاکنو کمیسیونونه هم درغلۍ جدي ونه نیسي. خو داسې ونه شول سره له دې چې ډیرې په هنر درغلۍ شوې وې خو بیا یې هم یوه برخه له پاکو رایو بیلې شوې.

اوس چې ټاکنې دوهم پړاو ته تللې عبدالله عبدالله چې کوم حساب کړی دی پخپله بریا ډیر ډاډمن نه دی ولې؟ ځکه چې عبدالله عبدالله داسې کوم مشخص او واضیح پروګرام نه لري چې خلک دې پر هغه راټول شي. پروګرام یې د ځینو سره ورته ګوندونو د اساسنامې غوندې عمومي خبرې دي چې بل هر کاندید کړې دي. دده په برنامه کې یوازې یوه خبره له نورو بیله ده چې هغه د پارلماني نظام رامنځته کول دي چې ډیری افغانان ورته په ښه سترګه نه ګوري هغه له فدرالي نظام سره یو شان بولي او په افغانستان کې ترې د ګډوډۍ او آن تجزیې بوی احساسوي.

 د اویایمې لسیزې تنظیمي جګړو او د هغه وخت کمزوري تنظیمي حکومتوالي ته په پام سره د افغانستان خلک عبدالله عبدالله ماضي ته د بیرته ستنیدو سمبول ګڼي. ځکه ښاغلی عبدالله او ورسره ملګری ټیم یې ددې جګړې مهم لوبغاړي و. د ټآکنیزو شکایتونو د کمیسیون پخوانی غړی او ویاند او د کابل پوهنتون استاد احمدضیا رفعت پخپله یوه مقاله کې لیکي : ((…دبري په صورت کې به له هغو ډلو سره په نښتو واوړي چې پخوا یې له نظار شورا او اسلامي جمعیت سره چې دی پورې تړلی دی سختې جګړې کړې دي او تراوسه دغه دمخالفت لیدلوري پخپل ټول قوت سره پاتې دی.دبري په صورت کې به دعبدالله پلویان له ده څخه هغه امتیازات وغواړي چې دهغو وړتیا به ونه لري او دی به مجبور وي هغوی ته امتیاز ورکړي او په دې توګه به شایسته سالاري تر اوس زیاته هیره مقوله شي.دده په بري سره به د ځان پالنې او تاوتریخوالي فکر یوځل بیا را تازه شي.))

 افغانان نه غواړي بیرته دوه ویشت کاله مخکې زمانې ته ستانه شي په دې حساب عبدالله د خپل سیال مخکښ کاندید په مقابل کې چې په هره برخه کې حساب شوې علمي برنامه لري د بري چانس نه ویني.

بله خبره داده چې دغو ټاکنو وښودله چې افغانان بدلون غواړي عبدالله عبدالله سره له دې چې په وروستیو کلونو کې د نظام د مخالفت اکټ کړی دی خو ټول پوهیږي چې همدا حکومت هم د عبدالله عبدالله حکومت و د دوی په ټوله ډله کې یوازې پخپله ده په وروستیو کلونو کې په ښکاره په حکومت کې لوړ مقام نه درلود. نو خلک غواړي اوسنی حالت بدل شي او اداري فساد، ناکامې حکومتوالۍ، مصلحتي ادارې او د زورواکو بدمستیو ته د پای ټکی کیښودل شي.

بله موضوع چې له بده مرغه د ټاکنو په جریان کې هم ورته همدې کړیو لمن ووهله د قوم او سیمې پر اساس د رایې ورکولو موضوع ده چې په دوهم پړاو کې یې هم ویره شته. خو په دې برخه کې هم د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم پاتې راغلی. پرون ښاغلي همایون خیري پخپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي و: د عبدالله په ټاکنیزو غونډو کې آن یو ترکمن توکمه هم نه تر سترګو کیږي. ځینې نور افغان قومونه لکه پشه یي، نورستاني، بلوڅ او نور… هم همداسې در واخله. په دې برخه کې د پنجشیر خلکو ته د عبدالله عبدالله د ټاکنیز کمپاین وروستۍ شبنامې چې په ټولنیزو رسنیو کې په پراخ ډول خپره شوه د ټولو افغان قومونو سخت غبرګونونه راوپارول. دغې شپي پاڼې څرګنده کړه چې ښاغلی عبدالله یوازې د یوې سیمې او یوې ډلې په اړه فکر کوي نه د ټول افغانستان په اړه. په دې شبنامه کې اعتراف شوی چې دوی د پنجشیر د لوړتیا لپاره څومره کارونه ترسره کړي دي چې لا به پسې زیات شي او دا اعتراف هم شوی چې اوس د افغان حکومت د لوپوړو چارواکو تر ۳۵ سلنې زیات پنجشیریان دي چې دا په ښکاره د نورو افغانانو د حقونو د ترپښو لاندې کولو هڅه بلل شوې. خلک وایي چې اوس داسې ده که واک ته ورسیږي تر اتیا او نوي سلنې ددغې فیصدي د زیاتیدو ویره شته په دې صورت کې به ډیری افغانان د اوس په څیر په حکومت له برخې اخیستنې محروم شي او ټول واک به یوې وړې سیمې ته ولیږدول شي.

په لومړي پړاو ټاکنو کې ددغه ټیم زیاته پاملرنه د مسلکي درغلیو په لوري وه ځکه یو خو د ټاکنو کمیسیون هغه ۶۶۲ کارکوونکي چې د ۲۰۱۰ کال په ټاکنو کې د یوې ډلې په ګټه په پراخو درغلیو تورن پیژندل شوي و لا هم په کمیسیون کې پاتې و او د کمیسیون د پخواني ریس فضل احمد معنوي په لارښوونه یې په ډیری مرکزونو کې پراخې او مسلکي درغلۍ وکړې چې د ټاکنو په ورځ له نهو بجو مخکې په زیاترو مرکزونو کې د رای پاڼو تمامیدل یې یوه بیلګه بللی شو. خو په دوهم پړاو ټاکنو کې دا چانس لږ دی ځکه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ژمنه کړې ده چې خپل هغه کارکوونکي به له دندو ګوښه کوي چې په ټاکنو کې په درغلیو تورن دي او له کمیسیونه بهر به هم د درغلګرو لاسونه لنډوي.

په دوهم پړاو ټاکنو کې د پاتې راغلیو کاندیدانو ټولې رایې د عبدالله عبدالله د سیال مخکښ کاندید اشرف غني صندوقونو ته ځي. ځکه د هغو کاندیدانو رایې ټولې له هغو سیمو څخه دي چې هلته ښاغلی غني پراخ نفوذ لري. آن له عبدالله سره د یوځای شویو ناکامو کاندیدانو ټولو پلویانو او کمپاین کوونکو لا اوس له اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان کړی دی.

بل خوا په تیرو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله د کمپاین لګښت چې ویل کیږي پر ګاونډیو سربیره د بلخ د والي عطامحمد نور له خوا ورکول کیده، ډیر زیات و، آن ددغه کمپاین یوه غړي جبار شلګري اعتراف وکړ چې د نورو کاندیدانو له څارونکو څخه یې پاڼې په پیسو اخیستې دي. د طلوع نیوز تلویزیون له یوه وروستي رپوټ څخه څرګندیږي چې ښاغلي عطا د عبدالله عبدالله د کمپاین زیاتره لګښت د بلخ د مهم ګمرک له عوایدو څخه ورکاوه. د طلوع نیوز ددې رپوټ او همیانۍ ورځپاڼې د خبر له مخې د بلخ د ګمرک عواید د ټاکنو په درشل کې د دریو میاشتو په موده کې د ورځې ۳ میلیونه افغانۍ کم شوي دي چې ټول ۲۷۰ میلیونه افغانۍ کیږي. له دې رسوایي وروسته فکر نه کیږي چې د بلخ واکمن دې دومره لګښتونو ته بیا زړه ښه کړي.

بلخوا ویل کیږي له ځینو ناکامو کاندیدانو سره د عبدالله عبدالله معاملو او ایتلافونو نوموړي ته د ګټې پر ځای زیان رسولی دی. ځکه همدې کاندیدانو په تیرو ټاکنو کې د کمپاین د لګښت له اخیستلو سربیره له ښاغلي عبدالله څخه نورې زیاتې پیسې اخیستې دي چې د نوموړي کمپاین یې له مالي کړکیچ سره مخ کړی دی. همدا اوس د عبدالله عبدالله د کمپاین دفتر یوشمیر رسنیو ، ځینو مطبعو  او نورو قراردادیانو ته پیسې نه دي ورکړې. ناکامو کاندیدانو ته ځینو وعدو هم د اصلاحاتو او همګرایي ټیم متحدین ناراضه کړي دي. له عبدالله عبدالله  سره د ګل اغا شیرزي د یو ځای کیدو په غونډو کې د حاجي محمد محقق نشتون په نوموړي تیم کې د درزونو د راپیدا کیدو خبره تاییدوي.

له بلې خو په لومړي پړاو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله لومړي مرستیال محمدخان یوازې ۲۵ زره رایې ددې ټیم په ګټه خپلې کړې دي چې ویل کیږي زیاتره یې تقلبي دي ځکه محمدخان چې په تیرو پارلماني ټاکنو کې ولسي جرګې ته کاندید و په هغو ټاکنو کې هم ناکام شو نو اوس د ۲۵ زرو رایو راټولول یوه معجزه بریښي.

خو په مقابل کې حاجي محمد محقق د عبدالله عبدالله د ټیم په ګټه د هزاره وروڼو ډیرې رایې خپلې کړې دي. ښاغلی محقق اوس له عبدالله عبدالله څخه د ډیرو امنیازونو غوښتنه کوي. ځکه چې دده رایې ټاکونکې وې. په ټولنیزو شبکو کې دا خبره ډیره خپره شوه چې ښاغلي حاجي محمد محقق له عبدالله عبدالله څخه د افشارو د ناورین د تاوان غوښتنه کړې ده او په همدې ترې خواشینی شوی هم و چې بیا وروسته دالاسا شوی او وعده ورکړل شوې وه چې له ټاکنو وروسته به د افشارو تاوان ورکوي. د یادولو وړ ده چې د استاد رباني د حکومت په وخت کې افشارو کې چې هزاره میشته سیمه ده ټولوژنه وشوه. عبدالله ته ډیره ستونزمنه ده چې هم خپل نوي موتلفین او هم د خپل ټیم غړي خوشحاله وساتي او ټول په اتفاق سره د ټآکنو دوهم پړاو ته ولاړ شي.

د ټاکنو په لومړي پړاو کې د بل مخکښ کاندید اشرف غني احمدزي د کمپاین ټول پام زلمي رسول ته و او آن عبدالله یې خپل سیال هم نه باله ځکه عام تصور داو چې د ټاکنو په دوهم پړاو کې به اشرف غني او زلمی رسول سره سیالي وکړي. دغه راز د نورو کاندیدانو زیات پلویان هم په هغو سیمو کې و چې د ډاکټر اشرف غني د رایو سیمې بلل کیدې نو نورو کاندیدانو هم د خپلو تبلیغاتو تیره څوکه همدې کاندید ته متوجه کړې وه.

د ټاکنو په دوهم پړاو کې د ډاکټر غني په وړاندې دغه ستونزې نشته. عبدالله ته به ډیره سخته وي چې په دوهم پړاو کې سیالي وکړي. د ټاکنو په لومړي پړاو کې که په درغلیو وې که له نورو لارو د عبدالله عبدالله رایې نسبتآ زیاتې وې. ښاغلی عبدالله عبدالله ویره لري چې ممکن دا ځل د همدې رایو نیمایي هم په لاس رانه وړي نو هغه وخت به نه ورته څوک د جوړجاړي وړاندیز کوي او نه به هم کوم بل امتیاز په لاس راوړلی شي. آن په دې توګه یې د افغانستان له سیاسي صحنې د وتو ویره شته نو ښاغلی عبدالله عبدالله به هڅه وکړي چې دوهم پړاو ته له تلو ډډه وکړي او یوه بله لاره غوره کړي.

ویښ افغان

0 thoughts on “عبدالله عبدالله ولې دوهم پړاو ټاکنو ته زړه نازړه دی؟”
  1. هغه خوك جه دكور ، كلي ،قريه اولسوالي أودّ ولايت به سطح نه غواري جه به شريكه توكه دخلكو به كته به يوه خله تصميم ونيسي خبل أفغانيت او خبله بشتو به دا لرؤ خرخه وي داسي اشخاص بايد تجريداوننكرهارته د داخيليدل أجازه ور نه كري شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *