دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې –
د ۲۰۱۴ ز کال د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله ولې پرون حاضر شو د خپلو سلګونو پلویانو په منځ کې سیاسي انتحار وکړي؟
له شلو ورځو راهیسې د پایلو د اعلان پرسر جنجالونه ولې دومره وغځول شول، چې عبدالله عبدالله د موازي حکومت اخطار ته مجبور شو، هغه څه چې په اوسنیو شرایطو کې دی هم پرې باور نه لري، خو د پلویانو د رام کولو لپاره بل بدیل هم نه لري.
د لومړي بدیل پټه کیسه د ډاکتر عبدالله له هغو پرونیو څرګندونو جوتېدای شي چې د خپلو پلویانو ترمنځ یې له خورا تاکید سره، سره هم موازي حکومت اعلان نشوای کړای او پدې تړاو یې د تصمیم نیولو وخت وغوښت.
د وخت غوښتلو هدف داو چې یوازې پرون وکولای شي خپل پلویان رام کړي، پداسې حال کې چې عبدالله عبدالله له وړاندې له بهرنیو نهادونو د خپل ټاکنیز کمپاین د لګښت په نوم ډالر ترلاسه کړي دي.
د عبدالله عبدالله لخوا د موازي حکومت تر اعلان وړاندې د کابل د تنکي سهار په وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري پیغام خپور کړ، چې موازي حکومت ورته په هېڅ معنی د منلو ندی او دا به له افغانستان سره د امریکا د مرستو د قطع کېدو په معنی وي.
له تېرې یوې میاشتې راهیسې عبدالله عبدالله له بهرنیانو او په ځانګړي ډول امریکایي استازو سره په جدي مذاکراتو اخته وو، خو چې د امریکا ځواب ولې رد وو؟
امریکا په یو حقیقت پوهېږي او هغه دا چې که عبدالله عبدالله ولسمشر شي، نو د طالبانو مخپټی او صحرایي حکومت به رسمي بڼه پیدا کړي او طالبان به د هغو پښتنو او یو شمېر غیر پښتنو لپاره په یو رسمي پناه ځای بدل شي، چې د عبدالله عبدالله په حکومت کې خپل ځای نه ویني.
همدا ډول د سولې د نیمچه خبرو اترو په اساس رامنځته شوی نیم نیمکله سمسمکی به هم له منځه ولاړ شي او ددې ټیم د غړو هغه ترکیب طالبانو ته د سولې په چوکاټ کې سر له اوسه د رد ځواب دی چې د کمپاین پر مهال یې له دې ډلې سره د پخوانۍ دښمنۍ د تازه کولو اخطارونه هم ورکړي وو.
په همدې دلیل له امریکایي استازو سره د ډاکتر عبدالله عبدالله د هرې غونډې لاسته راوړنه منفي ارزول کېږي او هېڅ ونتوانېد چې تر وروستۍ شېبې ـ وړم ماښام پورې چې د دویم دور ټاکنو لومړنۍ پایلې پکې اعلان شوې ـ له امریکایي استازو مثبت ځواب ترلاسه کړای شي.
پردې دلایلو سربېره یو شمېر نور دلایل هم شته چې د امریکا، بهرنیو استازو او په کور دننه یو شمېر ډلو لپاره اصلاحات او همپالنې ډله غوره ټیم نه و.
په اوس وخت کې د مهم او اساسي ضرورت په توګه د اقتصادي برنامې ندرلودل بل هغه لوی دلیل و، چې ولس دغه ټیم په اکثریت رایو انتخاب نه کړ.
په ټاکنو کمېسیون کې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د څلورو کمېشنرانو د پلوۍ کیسه هم تر مطبوعاتو ورسېده، چې ددې کمېسیون لپاره یې تر وروستۍ شېبې چانې و وهلې.
د عبدالله د سیاسي انتحار سرچینه د هغه د ټیم هغه ناسم مشاورین او غړي دي، چې د پایلو د اعلان پرسر یې یو شمېر بهرنیو او کورنیو بنسټونو ته د امتیازاتو غوښتلو شرط وړاندې کړ.
د اصلاحاتو او همپالنې په ټیم کې د امرالله صالح او یونس قانوني په ګډون د کابلبانک ډلې موجودیت هم دې ته لاره هواره کړه، چې د امتیازاتو ترلاسه کولو پرسر پرې کورني او بهرني بنسټونه بې باوره شي.
د همدغو ټولو ټاکنیزو جنجالونو په دوام کې له ټولو فشارونو سره، سره د ټاکنو کمېسیون بالاخره مجبور شو د سرطان په ۱۶ ماښام د دویم دور ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي، چې اشرف غني پکې په غوث اکثریت مخکې شو.
عبدالله عبدالله چې د ناسمو مشاورینو د غلطو مشورو ښکار شو، وړم ماښام د لومړنيو پایلو د چېلنج کولو په ځانګړې غونډه کې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د موازي حکومت په اعلان ټینګار کاوه، خو پخپله عبدالله عبدالله او د ټیم یو څو نېږدې غړي یې لکه امرالله صالح د دغسې حکومت د اعلان توان او امکانات نه ویني، خو اوس مجبور دي له پلویانو د تصمیم نیولو په بهانه د وخت غوښتنه وکړي.
په ټاکنو کې ګټه او بایلات وي، خو هغوی چې سیاسي مبارزه د یوې اوږدمهالي مسوولیت په توګه مطرح کېږي د ناکامۍ په وخت هم سیاسي مبارز د احساساتو تر غلبې لاندې نه راځي.
د لویې جرګې په تالار کې د عبدالله عبدالله پرونۍ غونډه او د هغه د پلویانو سپک غبرګون هغه څه ول چې دغه ټيم یې په راتلونکي کې د سیاست له ډګره حذف کړ.
سیاسي رهبر د خپلو پلویانو د رام کولو بشپړ توان لري، هغوی چې ددې مشرۍ ادعا کوي او په عملي ډګر کې د یو میلیون کسانو د ملاتړ امتیاز هم له ځانه سره لري، نو لکه د اصلاحاتو او همپالنې ټیم په شان سپکې کړنې نه ترسره کوي.
عبدالله عبدالله د خپلو خبرو پر مهال دومره د احساساتو تر غلبې لاندې و، چې د سر او پای خبرې یې نه غوټه کېږي او سیاست له قهره ډېر لرې دی.
د واک نیول وسیله بولي، خو په عین وخت کې اخطار ورکوي چې په یوه اشاره یې افغانستان په بل مخ اوړېدلی شي او سیاست یې له اندازې ډېر د قهر تر سیوري لاندې وو.
پدغسې شرایطو کې چې څوک پخپل ځان واکمن نه وي، منطق او اخطار یې لکه ځمکه او اسمان هومره توپیر ولري او د ډیموکراسۍ پدې دور کې اوس هم په یوه اشاره په بل مخ د افغانستان اړولو فکر لري، نو تر سیاسي انتحار پرته بله لاره هم نه لري.
خو دا سیاسي انتحار تر بدني انتحار ځکه کم ندی، چې یوازې پرون که چا له عامو افغانانو پوښتلي وي، نو ټولو یې څرګندونې ضد و نقیض بللې او پدې کار عبدالله عبدالله هېڅکله هم په راتلونکي کې یو سیاسي رهبر نشي پاتې کېدای او د تل لپاره له سیاسي صحنې حذف شو.