تاند- د افغانستان اجرايي ريیس عبدالله عبدالله نن /پنجشنبه/ په یوه علني غونډه کې پر ولسمشر محمد اشرف غني انتقادونه وکړل.
عبدالله ولسمشر غني ته په اشارې وویل«څوک چې د بحث او د خبرو د اورېدو حوصله نه لري، د ریاست لیاقت نه لري.»
ده د ولسمشر غني له لوري د اداري اصلاحاتو د کمیسیون د نوي ريیس په توګه د نادر نادي پر ټاکلو اعتراض وکړ، ویې ویل چې نوموړی د ملي یووالي د حکومت د موافقې خلاف ټاکل شوی دی.
عبدالله نادري بې تجربې وباله.
عبدالله د ولسمشر له لوري د نورو چارواکو پر ټاکنې هم نیوکه وکړه ویې ویل چې ولسمشر یې په یو اړخیز ډول یعني بې له دې چې له ده سره مشوره وکړي، ټاکي.
عبدالله په عین حال کې وویل، د انتخاباتي سیالیو د دورې یو شمېر همکاران پرې انتقاد کوي چې ولي د ځینو پرېکړو په وړاندې چوپ دی.
عبدالله، چې د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډې ته وینا کوله، وویل چې لومړنی کس و چې د ولسمشر مشروعیت یې تایید کړ خو په ۳ میاشتو کې حتي د ۲ یا ۳ ساعتونو لپاره ولسمشر نه شي لیدلی.
عبدالله عبدالله زیاته کړه، لویې او عمومي غونډې یې تحریم کړي او تر هغو به په دغو غونډو کې ګډون ونه کړي چې پر اساسي مسایلو متیجه نه وي ترلاسه شوې.
ده د سقاو زوی حبیب الله کلکاني د قبر د موندلو او بیا خښولو، د تابعیت د تذکرې، انتخاباتي اصلاحاتو، د میډالونو وېش او ځینو نورو مسلو یادونه هم وکړه چې له ولسمشر سره پرې اختلاف لري.
اجرايي ريیس همداراز وویل چې د شنبې په ورځ له ولسمشر غني سره ویني او پر دغو موضوعاتو ورسره خبرې کوي.
ده په دې اړه څه ونه ویل چې له ولسمشر غني سره تر خبرو مخکې یې ولي لومړی دا موضوع په عام محضر کې اعلان کړه.
د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو راوروسته هیڅکله هم عبدالله د ولسمشر خلاف دومره توندې نیوکې نه وې کړې.
هسی له ولسمشره اضافی امتیازات غواړی دا د لیوه زوی. د سقاو مدافع د ربانی مدافع. همیشه یو حنډ دی او افغانستان همدوی بدبحتیو ته ور ټیل واهه. هم دولت امتیازات اخلی او هم نیوکی کوي دا د سقاو زامن.
اصلا دده مشروعیت ختم دی د ځان په غم کی دی او دوستم ورته د لمړی معاونیت پست نه پریژدی.
د تذکری موضوع هم همدی جنجالی کړی ده چه نه افغانیت او نه اسلامیت پکی پریژدی.
دده بله ګیله دا ده چه ولسمشر ورسره نه ګوری، دا کومه ښیګنه یا نوښت لری چه ولسمشر ورسره وګوری بغیر له دی چه درد سر وي.
د مسعود د ورځی پر سر په ملیونه افغانی له دولته اخلی، د ربانی د ورژی پر سر بیل احلي د فهیم د ورزي پر سر بیل اخلی او اوس غواړی چه د بچه سقاو پر نوم هم باج واخلي. کومه ټپه غبضه کړي کوم پوهنتون او چها راهی یی پر نوم ونوموي او هر کال د تجلیل ورز په نوم یی باج واخلي.
ټول غلامان (سقاو ربانی مسعود) یی قهرمانان کړل او په شمول د امان الله خان اتل ته شکنڅل کوی او بد پسی وایی.
خدای دی دوی هلاک کړی چه دا وطن یی دی حالت او دربدری ته ورساوه.
د دوامداره جنجالونو له وجی ممکن د امریکایانو لحوا سر وخوری.
د تاند بریشنا پاڼي څخه هیله کوم چه زما کمینت نشر کړی چه تر څو د حلکو غوږونه أز بیدار شي. او وپوهیژی چه اصلی قصه څه ده.
واه سُفرای خارجهیا! ماش تان دو چند، چوکی تان امو چوکی ــ دا د حضرت سقاو د لمړۍ بیانې خبره ده چې د انګلیس اسعتمارچیانو ته ئې وکړه۰
حبیب کلکاني(بچه سقو)قهرمان ملي نې بلکې یک دزد و خاين ملي بود۰ یک دزد و خاین نزد پروردګار عالم ګنهګار شمرده میشود۰ یکې از فجایع بربریت بچه سقأ یا زردپوشان کشتار دسته جمعي مردم بیګناه کابل، واسکت بریدن مردم ( قاضي عبدالرحمن) و به توپ پراندن طرفداران شاه امان الله خان غازي بود۰ وهمچنان کشتار ۳۰۰۰۰ سی هزار زن توسط معاونش بنام سید حسین درشهر مزاراست که سینه های زنان را بریده وبه ګفته خودشان به تناب ها جیل کرده ودر شهر مزار به نمایش ګذاشته بودند۰
دزد وخاین سزاوار جزاست نه مدال صداقت افغانی۰ شاید لیاقت مدال انګلیسی را داشته باشد۰
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دغه خلک ټول د قدرت او نوم ونښان لیونیان دي۰ خپله ئې د بیت المال په غلا انبارونه جوړ کړل، مونږ خپل ژوند ته نه پریږدي۰
د محترم ډبل عبدالله خبری وګورو هغه همیش تش په نوم باندی قراردادونه چی خپلو غلو ته یی ورکړی وو هغه هم ددوی خلک وو چی رئیس جمهور یی په وړاندی ودرید او د وزارت دفاع د محترم بشقل صاحب غلا ګانی چی کړی یی دی نو دی خو ضرور د هغوی مدافع دی فساد کاران دوی دی باید فساد و ساتل شی ، نن چی لږ ګنګوسه ده چی عطا ګی یی هم ګوښه کړی نو دا ضروری خبره ده چی د هغه چا سره خبری وکړی چی سلیم عقل ولری
د ډبل عبدالله تاریخی کړنی چی دی وزیر د خارجی وو چی تر نن پوری یی جنګ ژوندی ساتلی هغه قرار داد وو چی د امریکایانو سره یی کړی وو چی کولی شی د خلکوکورونو ته ورشی د شپنی عملیات وکړی ټول غله سره ملګری دی چی هر وخت د ملت لپاره کوهی کنی خدای د دوی پکی واچوی انشاء الله خدای به مو تری خلاص کړی
د اجرائيه ریاست ګټه اوکارکرده ګي او ګټه تر نن ورځې پورې څوک په ګوته کولی شي ؟
پرته له ملیونو ډالروحیف میل څخه