د جولای په ۷ نېټه دافغانستان ددريمو ولسمشريزو ټاکنو د دوهم پړاو لومړنۍ پايلي اعلان سوې، چي له مخي ئې ښاغلی ډاکټر اشرف غني احمدزي څه باندي ۵۶ سلنه او ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله څه باندي ۴۳ سلنه رايي خپلي کړي وې . عبدالله عبدالله دتېري جوزا په ۲۵ نېټه ( تر ټاکنو يوه ورځ وروسته )، کله چي ئې دخپلو ناظرينو نه درايو د نتيجو (ريزلټ شيټونو ) کاپی تر لاسه کړې او هغه ئې وشمېرلې، نو اعلان ئې وکړ، چي په ټاکنو کي درغلی سوي دي او زموږ لپاره دانتخاباتو خپلواک کميسيون، دشکايتونو خپلواک کميسيون او هم ددې انتخاباتو نه ترلاسه سوي پايلي دمنلو نه وړ دي .

د دې لپاره ئې يو شمېر جعلي لاسوندونه او ثبت سوي ږغونه جوړ او درسنيو له لاري خپاره کړل . حال دا چي دوی بايد داټول اسناد که رښيني وای، دشکايتونو خپلواک کميسيون ته سپارلي وای او منتظر سوي وای تر څو دهغو لخوا وڅېړل سي . خو ددوی اصلي هدف دانتخباتو شفافيت نه، بلکي داوبو خړول او کبان پکي نيول وه. دوی په دې پوهېدل که انتخابات شفاف سي، نو بيا خو دوی ټاکني بايللي دي . دبله پلوه ښاغلي اشرف غني احمد زي هرکله دانتخاباتي کمپاينونو په لړ کي داژمنه کوله، چي دی به دملي مشارکت حکومت جوړوي، خو هيڅکله به دسهامي شرکت په بڼه حکومت جوړ نه کړي .

 دتحول او هم پالني ټيم، چي په دې پوه سو چي انتخابات ئې بايللي دي او دا هم ورته دمنلو وړنه وه، چي په راتلونکي حکومت کي به دوی ثابته ونډه نه لري، نو ئې دانتخاباتو ددې ټول بهير دګډوډولو، بدنومولو او لغوه کولو لپاره هڅي پيل کړې . دا څه مانا چي زه دټاکنو خپلواک کميسيون نه منم؟ دشکايتونو خپل واک کميسيون نه منم؟ دټاکنو پايلي زموږ لپاره مشروعيت نه لري؟ ددغه ډول څرګندونو مانا داده، چي په ټوليز ډول دغه انتخاباتي بهير نه منم .

ښه اوس چي دا ټول بهير نه مني نو دحل لار به څه وي؟ دټاکنو خپلواک کميسيون او دشکايتونو خپلواک کميسيون چي نه منې، نو آيا دادواړه کميسيونو بايد له سره جوړ سي ؟ که ځواب نه وي، نو خو دټاکنو قانوني بهير ته دي راوګرځي او که ځواب هو وي ، نو ددې مانا خو داده، چي دغه کميسيونونه بايد له سره جوړ سي . يعني بيا مدني ټولني سره کښېني او يوشمېر کسان دغه کميسيونو کي دغړي کېدو لپاره کانديد کړي، تر څو هغه وروسته بيا د يو بل لوړپوړي کميټې لخوا ۲۷ نفره ولسمشر ته معرفي سي او ولسمشر بيا دهغو نه ۹ نفره دانتخاباتو د خپل واک کميسيون کميشنران او بيا په عين پروسيجر دشکايتونو د کميسيون کميشنران تعين کړي، چي هغوی به بيا دخپل مېنځ نه ريسان، معاونين، وياندويان او نور ټاکي او په ضمن کي به پر هغو لايحو او مقررو هم دسره کارکوي او بدلون به پکښي راوړي، کوم چي مخکني کميسيونو جوړ کړي وه .

دغه راز کله چي داصلاحاتو او هم پالني ټيم ته کميسيونونه داعتبار وړنه وه، نو کومي ټاکني چي هغوی تر سره کړيدي، هغه هم دمنلو وړ نه دي . بناً نو ټاکني هم بايد له سره وسي . داهم موږ ته څرګنده ده، چي ددې ټولوپروسو لپاره ديو نيم کال نه تر دوؤ کلنو پوري وخت ته ضرورت دی، چي نوی ولسمشر وټاکل سي . اوس نو پوښتنه دا ده، چي آيا داشوني ده، چي يوځل بيا داټوله پروسه له سره تعقيب سي؟ داټول لګښتونه يو ځل بيا وسي؟بيا په سل ګونه سرتيري او ملکي وګړي ووژل سي؟ او بالاخره د دې تضمين چيري دی، چي دنوؤ ټاکنو پايلي به منل کېږي ؟ خو تر ټولو مهمه پوښتنه داده، چي آيا امريکا او ناټو اماده دي، چي دوه کاله نورهم دامنيتي تړون لاسليک ته انتظار وباسي؟ که دروان کال تر پايه امنيتي تړون لاسليک نسي، نو امريکا او ناټو خو بايد ګرسره دافغانستان نه ووزي . خو ټول شواهد دا ښيي، چي امريکا او ناټو تصميم نه لري، چي افغانستان دي پرېږدي او دا دافغانستان په ګټه هم نده، چي امريکا او ناټو له افغانستان نه ووزي . بناً داصلاحاتو او همپالني ټيم غوښتنه په بنسټ کي بې ځايه او دنه منلو وړ ده .

زه په دې متيقين چي داصلاحاتو او همپالني ټيم هم په دې پوهېږي، چي ددوی غوښتني نه يوازي دمنلو وړنه دي، بلکي عملي هم نه دي . ځکه نو موږ تراوسه پوري ددوی نه د اوسني بنبست نه دوتلو لپاره دحل داسي وړانديز نه دی اورېدلی، چي دمنلو وړ دي وي . دوی هرکله دا عامه خبره کوي، چي په ټاکنو کي پراخه درغلي سوېده او پاکي رايي دي دناپاکو نه بېلي سي .

اوس نو که خبره همدا وي، بيا خو نو هغه دی قانوني مراجع سته، چي پاکي رايي دناپاکو رايو نه بېلي کړي، خودوی بيا وايي، چي هغه زموږ لپاره دمنلو وړ نه دی . ولي سمه خبره هيڅ نه کوي، چي دوی څه غواړي؟ که کميسيونونه درته دمنلو وړ نه وي، نوبيا بل کوم قانوني مرجع سته ، چي هغه دي پاکي رايي دناپاکو رايو نه بېلي کړي؟ له بده مرغه رسنيو کي هم ما کله نه دي اورېدلي، چي چا دي د دوی نه په دغه ډول مشخصه پوښتنه کړې وي او دوی دي ځواب ويلی وي . ماته داسي برېښي، چي ددوی ددغه نارو سورو او دخلګو دبېرولو او ترهولو نه هدف دادی، چي په راتلونکي حکومت کي ثابته سهميه ( ونډه ) ولري .

زه دلته ددې خبري يادول هم ضروري ګڼم، چي داصلاح او همپالني ټيم هرکله افغان ملت په بحران، کورنۍ جګړې، ورانيو او آن تجزيې ترهوي . د ملت ترهول دترهګرو کاردی . يعني که دوی خلګ ترهوي مانادا چي دوی ترهګر او تروريستان دي . ځکه دتروريست او ترهګرتعريف هم دادی، چي يوڅوک او يا ډله خلګ، چي ملت او پرګنې وډاروي او په هغوی کي ترهه ګډه کړي، تروريست بلل کېږي . خوله بده مرغه په مطبوعاتو کي چا ددوی نه په دې هکله هم پوښتنه نه ده کړې، چي ستاسو لخوا دخلګو ترهول خويو تروريستي عمل دی .

اوس به بيرته راسو ددوی اصلي هدف ته . لکه څنګه چي يادونه وسوه، دوی هم په دې ښه پوهېږي، چي انتخابات دوی بايللي دي او دسره انتخابات شوني نه دي، ځکه چي امريکا او ناټو بايددافغانستان دنوي منتخب ولسمشر سره دروان کال دسپټمبر تر اخره، امنيتي قرارداد لاسليک کړي . داهم ديادوني وړبولم، چي عبدالله عبدالله چي څومره دافغانانو په وړاندي بې پروا دی، هغومره دامریکا او ناټو په وړاندي تابع او مطيع دی . په سياست کي داډيره مهمه ده، چي يوه ډله، سياسي ګروپ او يا سازمان وکړای سي ديوې مسئلې نه دخپل ځان په ګټه کارواخلي . دافغانستان په اوسنيو حالاتو کي دغه حساسه مسئله دامريکا دمتحدو ايالتونو سره دامنيتي قرارداد لاسليک کول دي .

دامريکا دمتحدو ايالتونو لپاره داډيره اړينه ده، چي ديو څو او يا اوږدو کلنو لپاره په افغانستان کي حضور ولري . ځکه نو دوی ډير علاقه لري، چي دغه سند هرڅومره ژر چي ممکن وي لاسليک سي . زما له نظره عبدالله عبدالله او نظار شورا ددغي موضوع دارزښت په نظر کي نيولوسره غواړي دامريکا دمتحدوايالتونو څخه په راتلونکي حکومت کي دونډي ( سهم ) لرلو په خاطر تظمين تر لاسه کړي يا په اصطلاح ئې تر خوږ ګوته نيولې ده .

دبله پلوه دتحول او تداوم ټيم په ځانګړې توګه ډاکټر اشرف غني احمدزی هم کولای سي دهمدې موضوع نه دځان په ګټه کارواخلي او امريکايان دې ته وهڅوي، تر څو پر ډاکټر عبدالله فشار راوړي، چي د انتخاباتو پايلو ته غاړه کښېږدي. خو زما له نظره دلته پرسياسي مهارت سربېره امريکا ته دهغوی دګټو په نظرکي نيول هم ډير مهم دي، ځکه نو فکر کوم، چي جان کيري شايد پر ډاکټر اشرف غني احمد زي فشار راوړي او دې ته ئې اړکړي، چي ډاکټر عبدالله او دده ډلي ( نظار شورا ) ته په حکومت کي تظمين سوی سهم ( ونډه ) ورکړي .

اوس نو دا په دې اړه لري، چي ښاغلی احمدزی او ټيم ئې څومره مهارت او ذکاوت لري، چي دجان کيري ترفشارونو لاندي را نسي، بلکي برعکس هغه ته قناعت ورکړي، چي په افغانستان کي دځواني ډيموکراسۍ بنسټونه کمزوري نه کړي، که نه نو په راتلونکي کي به افغانان په ډيموکراسۍ او انتخاباتو خپل باور له لاسه ورکړي . خو که چيري داسي وسول، يعني ښاغلی اشرف غني اړسو، چي دجان کيري فشار ته غاړه کښېږدي، نوزما هيله دډاکټر اشرف غني احمدزی دپلويانو نه داده، چي په دې کار سره دهغه نه خواشيني نه سي .

زه خپله دښاغلي اشرف غني احمدزي په وطن پالنه، ملي ګټو ته ژمنتيا، علميت او وفاداري باور لرم . خوپه سياست کي داسي حالات راځي، چي يو سياستوال مجبوريږي، چي داسي څه وکړي، چي زړه ئې نه غواړي او خوښ نه وي، خو لويي هيوادنی ګټي ايجاب کوي، چي داسي يو کار وسي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *