تاند- عبدالله عبدالله له وروستیو جنجالي څرګندونو وروسته له خپلو پخوانیو متحدانو سره د کتنو په دوام کې د عبدالرب رسول سیاف کور ته لاړ.

ده پرون /شنبه/ د ولسمشر غني پر ضد د ګډ دریځ د غوره کولو لپاره له خپلو مرستیالانو او د نظار شورا له یو شمېر غړیو سره سلا مشورې وکړې.

په غونډه کې د اجرايي رييس د دوو مرستیالانو ترڅڼګ د جمعیت ګوند مشر او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدبن رباني، عطا محمد نور، امرالله صالح، بسم الله محمدي، د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور، د سیاسي موافقې د اجرا د کمیسیون رييس محمد ناطقي، د وزیرانو شورا د دارالانشا رييس نصرالله ارسلايي او میرویس یاسیني حاضر ول.

ده له امرالله صالح، بسم الله محمدي او یونس قانوني سره جلا هم وکتل.

ښاغلي عبدالله د دغو کتنو په دوام کې د پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف کور ته لاړ او په داسي حال کې چې د اوبو او انرژۍ پخوانی وزیر اسماعیل خان هم حاضر و، د ملي یووالي په حکومت کې یې د رامنځته شوي اختلاف په اړه له هغوی سره خبرې وکړې.

عبدالله عبدالله ته نژدې سرچینې وايي چې عبدالرب رسول سیاف د ملي یووالي د حکومت د موافقې د بشپړې اجرا غوښتنه وکړه.

عبدالله عبدالله وايي چې ولسمشر اشرف غني د ملي یووالي د حکومت موافقه نه عملي کوي.

نوموړی د ولسمشر له لوري د ده له مشورې پرته د ځینو چارواکو ټاکنې، د انتخاباتي اصلاحاتو په پروسه کې ځنډ او د الیکترونیکي تذکرو په وېش کې ځنډ د ولسمشر له لوري د ملي یووالي د حکومت د موافقې سرغړونه بولي.

د چارو ځیني کتونکي وايي چې عبدالله او پلویان یې وروسته له دې وپارېدل چې ولسمشر غني د اداري اصلاحاتو د ادارې ريیس ډاکتر مشاهد حسین، چې د برهان الدین رباني زوم دی، له دندې لیري کړ او نادر نادري یې د نوموړي پر ځای وټاکه. دا هم ویل کېږي چې عبدالله او پلیوان یې له دې خبر شوي وو چې ولسمشر د بلخ د سرپرست عطا محمد نور د لېري کولو اراده لري.

9 thoughts on “عبدالله له خپلو پخوانیو متحدانو سره د کتنو په لړ کې د سیاف لیدو ته لاړ”
  1. Salamooona
    Bayad rais jamhor de khpalo salahyatoono na kar wakhli de basoogi nikakh tre jor sho .
    Pa tarikh ke dumra speen stargy siasat madaran nashta laka osani khala de sayasat madarano pa noom pa har qemat che we bayad noor de balka lari kri pa hara khabara janjaloona kawe Afghanistan handagha dali wran kro tol e choor kro ghani bagher de kom fikar na malgari de zana lari kral os bayad malgari khpal kri ter so ghlo moqabil ke yaw qoowat majood we ter so dagha gran hewad wozhaghri yan wasatoo.allah de nor dagha ghla aw watan doshmanan taba aw barbad kri.

  2. په لنډه غرو پوره نه شوه ««»» اوس به ځولۍ په چپاولګرو (مرورو)ګرځومه!!؟ ګلمرجان سقاو زاده.

  3. دا نو میراثی حکومت شو که د ربانی زوم یا عطا محمد لیرې شول نو پّ افغانستان کې قحط رجال دی او یا باید بل څوک په دې میراثي څوکبو مقرر نه شي.

  4. کوم وخت چی د غلو، قاتلینو او خپلسرو خلکو ګټی په خطر کښی شی نو چیغی او سوری یی پورته شی اوس بیا ددی غلو او وطن پلورونکو منافع په خطر کښی دی بیا سره راټول شی چی (وادی روباه) جوړه کړی ورشی وزارت داخلی ته په زوره چیغی وهی چی د پروان او پنجشیر خلک یوه طرف ته شی او بیا د هغی کار اول خلاصیږی او نور خلک دی انتظار وی په شپو او ورځو بس دی نور د جهاد او مقاومت چیغی ډیر خسته کنی شوی دی او حان خلک تر استفراق کوی د دا ملک ددوی د پلار میراثی ملک ندی ای غلو او خاینینو بس به مووی داسی جنایت ندی چی تاسو د اسلام تر نامه لاندی نوی کړای خلک په وینو کښی لمبیږی تاسی چوکی در پسی ایلفی کړی دی لاړ سی خپلی پلارنی دندی مو تر سر کړی لکه: موچی ګری، د مسالی خرڅول، د اوبو وړل دهمزنګ غره ته، د منډوی جوالی ګری، او د لاری نیول کیله فروشی او داسی نور ځانونه مو په زوره مشران کړی یوه ولسوالی د ټولو تاجکانو نماینده ګی نشی کولای

  5. د جنګ ځپلي او کنډواله شوي افغانستان درونو مخورو سپینږیرو! ۲۴ کاله کیږی چې تاسو زمونږ د عزیزانو، ماشومانو د زړه ټوتې او وینو باندې دغه هیواد ولمباوه۰ بغیر له یوه ژوره درده تاسو موږ ته هیڅ رانه کړل، هغه چې لرل مو هغه مو رانه په بې انصافۍ او بې رحمۍ واخستل۰ تاسو د خپلو بچو درد ندئ لیدلئ او تاسو په غم نه پوهیږۍ چې درد څه دۍ۰
    دا ۲۴ کاله ډیر وخت دۍ چې تاسو د کابل د ښار پادشايان او وزیران واست۰ خبره دا ده چې تاسو اختیاروالو په دې هیواد کې نه، په دې واړه ښارکې کومه سوله ایزه، انساني، پوهنیزه ـ علمي، تخنیکي، طبي پرمختیاوې منځته راوړې دي۰ کوم د اوړه پټئ مو کرلئ او ریبلئ او کومه د ابو ژرنده مو جوړه کړې چې دې واړه ښارګوټي ته، په مړه ګیډه ډوډۍ ورکړي۰ ستاسو په وخت کې خو بې له غوړې ډیوې، موږ ګروپ نه پیژانده چې دا شیشي ناک څه دنده لري۰
    خدای ته وګورئ هغه چې تاسې ایمان په راوړئ نور ئې بس کړئ، هم موځان وشرماوه او هم مو موږ۰

  6. اشرف غني باید دا ګلمرجان د یوالي د حکومته وباسي. ګلمرجان د ملاقات لپاره هیڅ طرحه نلري او نه یې پخوا لرې ده. دده ېواځنۍ طرحه امتیاز دی او هر وخت غواي چې د شمال لنډغرو او خپلو غلو ته چوکۍ وغواړي. د ګلمرجان شعار دی چې امتیاز غواړم خو مسولیت نه منم.
    دولت داري داسې نه وي، باید د خلکو د هوساینې لپاره کله استعمال شي خو بدبختانه چې دا یې نه لري او صرف خپل ځان پيژني.

  7. دمنډو ترړو معلومیږی چه یو تعداد غواړی دا وطن مظلومان بیا فرار کړی بی کوره او مها جرت ته یی اړ کړی وطن بیا دبدو ستونزو سره مخا مخ کړی په رڼا ورځ اښکاره دیو او بل کورته زی او رازی دغه ډول خلک څه غواړی ؟ ایا اصلاخی تدابیر نیسی او که دبربادی او چور چپاول او تباهی تدابیر ملت دورباندی خبر شی نن خو بد ماشی ده هر طرف په واسلو سمبال دی دوی قدرتونه غواړی موږ ته دروند مالی او ځانی تا وانونه مخنیوی پکار ده ددغه ډول خا لاتونه دښمن استفادی زمینه مساعده بیا به نه تور اونه سپین ته ګوری سرونه بهیی پری کول کیږی لوی ناورین سره به مخامخ شو ای مشرانو ولی تباهی په لو ر روان یاست .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *