خبرپاڼه

 تاریخ: 20 ثور ۱۳۹4

کابل افغانستان – د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رییس نن د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د لوی کندهار و معلولینو او معلولیت لرونګیو وګړو ستونزې واورېدې.

د لوی کندهار لسګونه معلولیت لرونکیو وګړو په کندهار کې د هغوی پر وړاندې له شته ستونزو سر وټکاوه او له اجرایوي رییس نه یې وغوښتل چې د دوی د ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي.

په کندهار کې د معلیولیت لرونګو او فلج وګړو لپاره د یوه روزنځای جوړول، په لوی کندهار کې د معلولیت لرونکیو د درملنې لپاره د یوه عصري مرکز رامنځته کول، د معلولینود اقتصادي پیاوړتیا لپاره هغوی ته د کار پیدا کول، په حرفوي زده کړو روزل، د شهیدانو د ماشومانو لپاره د تعلیم د زمینې برابرول او هغوی ته د لنډمهال او اوږدمهاله پروژو پلي کول د معلولیت لرونکیو وګړو غوښتنې وې.

دغه راز هغوی غوښتنه وکړه، چې په کابل کې دې د معلولیت لرونکیو وګړو ته په وېشل کېدونکیو ځمکو او اپارتمانونو کې دې د کندهار معلولینونو ته هم پام وشي او په کندهار کې دې هم ورته د سرپنا د ستونزې د لرې کولو لپاره ښارګوټی جوړ شي.

معلولینو له اجرایوي رییس نه وغوښتل، د دې لپاره چې د معیوبینو درد په حکومت کې ښه درمان شي او حل لارې ورته ولټول شي، نو د کار، ټولنیزو چارو، معلولینو او شهداوو وزارت یو معنیت او په ولایاتو کې ریاستونه یې باید د معلولیت لرونکیو وګړو ته ورکړل شي.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازې شکېبا هاشمي په خپلو خبرو کې وویل: اړتیا ده چې د شهداوو د وارثانو او معلولینو لپاره د هېواد په کچه یو پوهنتون جوړ شي. هغې له اجرایوي رییس نه وغوښتل، چې د معلولینو د ستونزو په حل کې اقدام وکړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رییس جلالتماب ډاکټر عبدالله عبدالله د لوی کندهار له معلولیت لرونکیو وګړو سره ژمنه وکړه، چې د دوی ټولو ستونزو ته به رسیدګي کېږي.

هغه وویل: زموږ ژمنې ټاکنیزې ژمنې نه دي. تاسو په خپل حکومت او ټول ملت حق لرئ. دا زموږ ملي، انساني او دیني دنده ده او ستاسو خدمت ته مو ملا تړلې ده. تاسو له خپل هېواد، خلکو او عقیدې نه د دفاع په لاره کې خپل ځانونه قربان کړي دي. زموږ مسوولیت دی داسې زمینه درته برابره کړو چې هم ځان ته خدمت وکړئ او هم ټولنې ته خدمت وکړئ.

اجرایوي رییس ژمنه وکړه، چې معلولیت لرونکي وګړي تر هر چا ډېر خدمت ته اړتیا لري او د ملي یووالي حکومت به د دوی په ټولو وړاندیزونو او ستونزو غور وکړي، حل لارې به ورته ولټوي او د دې ژمنو پایلې به معلولین په عمل کې وویني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *