تاند- د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم مشر او د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید عبدالله عبدالله وویل چې د انتخاباتو نتیجه نه مني خو د هیواد ثبات او کراري ورته مهمه ده.

ده چې نن /دوشنبه/ په کابل کې خپلو یو شمېر ملګرو ته خبرې کولې، ویې ویل چې د «تقلب» په اساس جوړ شوی حکومت د یوې ورځې لپاره هم مني. ده په خپلې وینا کې ټینګار وکړ چې د افغانستان د ستونزو او مشکلاتو په خاطر یې نرمي وکړه. ده د موازي حکومت جوړولو او بغاوت ته هیڅ اشاره ونه کړه او دا یې هم نه وویل چې د انتخاباتو د نتیجو په خلاف به مدني مبارزه کوي. ده خلکو ته بیا بیا بلنه ورکړه چې ارام دې وي.

 عبدالله عبدالله له ملګرو ملتونو مننه وکړه او البته ګیلې یې هم لرلې چې په تخنیکي پروسه کې یې وړاندیزونو ته غوږ ونه نیول شو. ده ولسمشر حامد کرزي ته هم اشاره ونه کړه او اشرف غني یې هم په ښکاره یا غیرمستقیم ونه غانده خو د تقلب شکایتونو یې تکرار کړل. عبدالله عبدالله د څو اونیو په نسبت ډېر نرم و او دا خبره یې څو ځله وکړه چې د افغانستان د خلکو په ګټه به فیصله وکړي.

0 thoughts on “عبدالله: نتیجه نه مني خو کراري ورته مهمه ده”
  1. دا خو روشانه او څرګنده شوه چي داکترعبدالله عبدالله په انتخاباتو کشي شرميدونکي شکست خوړلي .
    داد سياسي تفاهم او ملي وحدت حکومت يا داجراييوي څوکۍ دليلونه ټول تاکتيکي فشارونه دي PRESSURE TACTICS
    دي دومره مذبذب دي چي په دي فيصله نشي کولاﺊ چي انتخابي پروسي ته ارزشت ورکړي او که ملي مشارکت ؟
    د حيرانتيا وړ خو داده که ﺊ اعتراض په پروسه د انتخاباتو واقعت درلوداﺊ نو ﺊ ولي ټينګار په شفاف شميرلو و ؟ او دا جهاني ناظرين احمقان دي ؟
    اصلأ ده تضاد او خصومت اختيار کړ له داکټرصاحب اشرف غني سره , چي که زه نشوم نو ته هم نشوي . فقط دا ﺊ هدف دي . اما په مجموع کشي خسارمند هم داکتر عبدالله او تيم

  2. Why Abdullah clearly tell his followers and workers that because of power greed he is inducing the people for revolt and insurgency not for regging of election.which in today, s scenario of afghanistan is catastrophic for afghanistan. So plz I request all afghan to remain calm and peaceful.

  3. کاش چه اشرف غني کښې غۍرت وي.لکه څنګه چې موږ د لویه پکتیا دخلکو رایی ورکولو که د پاڅون غږ وکړو د راقم یه د عبدالله او عطا د مجرمینو د ډلو سره د جنګ غزه غږ کړي وي.
    بغیر د ملي پوځ د کومک نه عبدالله او عطا او دې هغو لنډغرانو ډلو ختمول څه ګران کار نه وي.
    کابل د ژوند نه صرف پښتون خوند نه اخلي اکثریت یه پنشریان خوند اخلي.د قلعه جنګي د دشت لیلی زخمنو زموږ نه هیریږي.بس صرف د افغانستان د آینده په خاطر د جمهوریت یهودي نظام ته موږ غاړه کی خودله.

  4. Northern Alliances and so called Shorai Nizar do not respect constitution. They want to, intentionally, create problems and chaos so they can deposit more donated dollars into their accounts.
    Country and people means nothing to them.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *