دوهم تعقیب: تاند، یکشنبه، د سنبلې ۳۱مه: ټاکل شوې وه نن په ننګرهار کې د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله یوې کمپاینې غونډې ته وینا وکړي، خو  نوموړی سټېج ته له پورته کېدو او له وینا پیلولو وروسته د خلکو لخوا په کاڼو بوتلونو وویشتل شو.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ولایتي مسوولانو دا خبر رد کړی او دا یې د خپلو سیاسی رقیبانو تشه اوازه بللې ده.

د عبدالله عبدالله د کمپاین یوه ولایتي مسوول د نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته تایید کړه چې په غوڼده کې ګډوډي شوې ده، خو زیاته یې کړه ګوزارونه نه دي شوي.

دې سرچینې وویل، کوم تصویرونه چې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي، له غونډې څخه وروسته اخیستل شوي او د دولت سازې ټاکنیزې ډلې پلویانو خپاره کړي دي.

عیني شاهدان وايي، عبدالله عبدالله له وینا سره سم پر حکومت او اشرف غني نیوکې پيل کړې، خو لاندې ناستو کسانو ورته ویلي چې تاسې هم د حکومت شریک یاست، په لاسته راوړنو کې یې ځان شریک بولئ خو نیوکې پرې تر ټولو زیاتې کوئ.

ظهیرالله، چې له خوږیاڼو ولسوالۍ څخه دغې غونډې ته ورغلی و، وايي، خلکو توقع لرله چې عبدالله عبدالله به ورته پروګرام وړاندې کړي: «د عبدالله ناندرۍ موږ ډېرې واورېدې، په تېرو پنځو کلونو کې یوه ورځ هم ننګرهار ته نه دی راغلی نن راغی او له موږ رایه غواړي.»

ویل کېږي نن د ننګرهار یو شمېر فعالانو د عبدالله عبدالله غونډه له دې کبله هم ننګولې وه چې د ننګرهار د خراب امنیتي وضعیت په شپو ورځو کې په شکایت ورغلیو فعالانو ته یې ویلي وو چې ننګرهار ده ته رایه نه ده ورکړې او نه هم دا ولایت د عبدالله په سهم کې راځي.

نن یو شمېر ځوانانو عبدالله عبدالله ته په لارو کې بینرونه هم ځړولي وو چې دی یې د څلورو جلال ابادي وروڼو د بې ګناه وژنې په تړاو پوښتلی او ورته ویلي وو کوم امنیتي ځواکونه چې تاسو لنډه غر یادوئ، هغوی اتلان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *