تاند- د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو د ټولو رایو د تفتیش له پیلېدو سره په یووخت عبدالله عبدالله وویل چې د افغانستان لپاره د ملي یووالي حکومت پکار دی.

عبدالله عبدالله په یوه خبري غونډه کې د رایو پر شمارلو تاکید وکړ، ویې ویل چې د افغانستان خلک باید یو ځل بیا باوري شي چې د دوی د رایو په نتجیه کې حکومت جوړېږي.

ده وویل چې د ملي یووالي د حکومت جوړېدا د دواړو خواوو غوښتنه ده او هیڅوک نه غواړي چې په دې برخه کې ستونزه جوړه کړي.

د عبدالله په وینا ولسمشر کرزی په شرایطو پوی دی او هیله لري چې ژر واک نوي ولسمشر ته وسپاري.

ده په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان دښمنان نه غواړي چې افغانستان امن وي خو افغانان غواړي چې په هیواد کې یې سوله، ثبات او عدالت موجود وي.

عبدالله عبدالله د شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په منځګړتوب تر موافقې مخکې اعلان کړی و چې موازي حکومت به جوړ کړي. د ده د انتخاباتي کمپاین غړیو وروسته وویل چې دوی غوښتل د ولسمشرۍ پر ماڼۍ او لږترلږه درو ولایتونو یرغل وکړي او په زوره یې ونیسي. (تفصیل)

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په مشرۍ د نړیوالو څارونکو په حضور کې نن د ۱۵ زره صندوقونو د رایو تفتیش پیل شو.

د انتخاباتو کمیسیون وايي چې هره ورځ به شاوخوا زر رایبکسونه وڅېړي او دا بهیر به په ۳ اوونیو کې پیل شي.

0 thoughts on “عبدالله وايي، افغانستان ته د ملي یووالي حکومت پکار دی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *