عبدالله عبدالله

تاند- اجرايي رييس عبدالله عبدالله د سویس په دافوس کې وویل، د افغانستان د سولې په پروسه کې لا هم ستونزې شته.

عبدالله، چې د دافوس په نړیواله اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره سویس ته تللی؛ وايي، د امریکا پالیسۍ په تېرو کلونو کې منسجمې نه وې، کله به یې له طالبانو سره د خبرو اجازه نه ورکوله او کله بیا یوازې په خپله له طالبانو سره خبرې کوي.

ده همداراز وویل، مهمه دا ده چې د سیمې هیوادونه په افغانستان کې تروریزم د خپلو ګټو د حصول لپاره تعریف نه کړي او دا په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره ډېر مهم دی.

که څه هم د افغانستان له اساسي قانون سره سم، عبدالله عبدالله باید له دې کبله له دندې استعفا وکړي چې ځان یې کاندید کړی خو له دې سره سره د افغانستان د حکومت په استازولۍ د دافوس په غونډه کې د ګډون لپاره سویس ته تللی دی.

په دې اقتصادي غونډه کې د نړۍ د یو شمېر ولسمشران، صدراعظمان  او د څه باندې ۳ زره موسسو استازي او نور دولتي چارواکي ګډون کوي.

د افغانستان د اساسي قانون د ۱۵ مادې پر اساس له ولسمشره پرته نور دولتي چارواکي د کاندیدو په صورت کې باید دولتي دنده پرېږدي.

له همدې کبله یو شمېر حقوقپوهان له ښاغلي عبدالله څخه غواړي چې له اجرايي ریاسته استعفا وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *