تاند- د افغانستان د حکومت اجرايي رييس عبدالله عبدالله نن /سې شنبه/ وویل چې د ولسمشرۍ د هیڅ کاندید په ټکټ کې به شامل نه شي.
عبدالله عبدالله په کابل کې د یو شمېر مشرانو او ځوانانو غونډې ته وویل، د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو په اړه به وروسته له دې پرېکړه وکړي چې له خلکو سره سلامشورې وکړي.
مخکې ګومان کېده چې عبدالله عبدالله به د ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي مرستیال په توګه کاندید شي.
عبدالله په عین حال کې په خپل وخت د انتخاباتو د ترسره کېدو ملاتړ وکړ، ده دا نظر رد کړ چې انتخابات دې وځنډول شي.
ښاغلي عبدالله له دې جلا د امریکا له سفیر جان بس سره په کتنه وویل، د سولې مسله له انتخاباتو جلا ده. سفیر ښاغلي بس هم وویل چې د امریکا متحد ایالتونه په خپل وخت د انتخاباتو د ترسره کېدو ملاتړ کوي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د راتلونکي کال د حمل ۳۱ نېټه د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره ټاکلې ده.
نن د امریکا وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه راپور کې وویل چې امریکا غوښتنه کړې چې د ولسمشرۍ انتخابات دې وځنډول شي خو ارګ دا خبره رد کړ، ویې ویل چې امریکا داسې کومه غوښتنه نه ده کړې.