تاند- عبدالله عبدالله د ولسمشر غني خلاف سولې ته خوشبین نه دی او وايي چې طالبانو کومه داسې نښه نه ده ښودلې چې په سوله کې د دې ډلې جدیتوب وښيي.
عبدالله عبدالله، چې په یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره په پاریس کې دی، له فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل«په وروستیو کې د نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د امریکا د متحدو ایالتونو له لوري نوې هلې ځلې پیل شوي دي. موږ ژر د دغو هڅو په اړه قضاوت نه کوو، خو ویلی شم چې دوی تراوسه پورې کومه اراده نه ده ښودلې چې د سولې په خبرو کې جدي دي.»
فرانس پریس وايي، د عبدالله خلاف ولسمشر غني سولې ته زیات خوشبین دی. ده په وروستیو کې وویل چې د سولې په برخه کې خبره دا نه ده چې «که سوله کېده بلکې دا ده چې کله به موافقه کېږي.»
عبدالله عبدالله وویل چې نن /پنجشنبه/ به د فرانسې له درې ورځني سفره وروسته کابل ته ستون شي او ولسمشر غني به د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو د خبرواترو په اړه معلومات ورکړي.
عبدالله وویل، که د خبرو نتیجه هر څه وي، د ولسمشرۍ انتخابات باید ونه ځنډول شي.
«زما نظر دا دی چې باید په خپل ټاکلي وخت انتخابات وشي، ځکه چې انتخابات د نظام او سیستم برخه دی او د نظام مشروعیت ورسره تړلی دی.»
ده دا نظر رد کړ چې ګنې طالبانو د انتخاباتو د ځنډېدو وړاندیز کړی دی.