تاند- د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله، په داسي حال کې چې ډېر پریشانه او غوسه ښکارېده، په یوه خبري غونډه کې څرګند شو او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د رييس ضیاالحق امرخېل د لېري کېدو غوښتنه یې وکړه.

امرخېل د شنبې په ورځ د کابل د امنیه قومندان له لوري سروبي ولسوالۍ ته د رایپاڼو له وړلو راوګرځول شو. د عبدالله عبدالله پلوي رسنیو لکه طلوع او یک تلویزیون پراخ تبلیغات پیل کړل چې ګنې د امرخېل له لوري د رایپاڼو وړل درغلي ده.

ښاغلي عبدالله په یوه خبري غونډه کې، چې اکثره وربللي خبریالان یې د ده له پلوي رسنیو سره تړلي ول، وویل: دی او ټیم به یې د انتخاباتو پایلې تر هغو ونه مني چې ضیا الحق امرخېل د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا له مشرۍ لېري شوی نه وي.

ده دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د اکثرو سیمو د رایو قسمي ابتدايي نتیجې څرګندې شوې او په هغو کې اشرف غني احمدزی په ډېر توپیر تر عبداله وړاندې ښکاري.

په پښتني ولایتونو، لکه خوست، پکتیا، پکتیکا، کونړ، ننګرهار، لغمان او کندهار کې تر تېر ځل په ټاکنو کې د زیات شمېر خلکو د ګډون راپورونه ورکړای شول.

د خوست، پکتیا او پکتیکا اوسېدونکو د انتخاباتو په ورځ رسنیو ته وویل چې د حمل د شپاړسمې نېټې د انتخاباتو درې یا څلور هومره زیاتو خلکو په انتخاباتو کې ګډون کړی دی. دا ځل د دغو ولایتونو ښځو هم خپلې رایې استعمال کړې او په یو شمېر سیمو کې طالبانو هم خلک له رای ورکولو منع نه کړل.

عبدالله عبدالله په پښتني ولایتونو کې، چې ده ناامنې سیمې وبللې، په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون هم د نه منلو وباله، ویې ویل، په ناامنو سیمو کې د رای ورکوونکو د شمېر زیاتوالی د پوښتنې وړ دی.

ده دا هم وویل، دا ځل په انتخاباتو کې پراخه درغلي شوې او امرخېل لاس په لسوتوڼي نیول شوی دی.

دا په داسي حال کې ده چې د کورنیو چارو وزیر د کابل د امنیه قومندان له لوري د امرخېل راګرځول تېروتنه بولي خو امرخېل په دې برخه کې د تحقیقاتو غوښتنه کوي، وايي هغه څوک دې د قانون منګولو ته وسپارل شي چې لسګونه زره خلک یې د رایو له حقه محروم کړي دي.

0 thoughts on “عبدالله وايي امرخېل دې لېري شي، د ناامنو سیمو رایې نه منو”
  1. بسم الله الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
    وَلَا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ ( و حق را به باطل مپوشانید و حقیقت را پنهان نسازید و حال آنکه (به حقانیت آن ) آگاه هستید). سوره بقره آیه41

  2. دا خو څه دده د نیکه کور نه دی چی هر څه به دده په خوښه کیږی. ضیاالحق یو افغان او ملی شخصیت دی او ددی ملت لپاره یی د ټاکنو د دارالانشا د رییس په توګه ډیر خدمتونه کړی او باید کورودانی یی وشی. په اصل کی باید دغه پنچیری جنرال چی د قانونی او سالنګی په واسطه د کابل امنیه قومندان شو له دندی څخه لری شی چی د کمیسیون په کار کی یی لاسوهنه وکړه او په زرګونه خلک یی د رای ورکولو څخه محروم کړل.‌
    بله کیسه داده چی تیر ځل ټاکنو کی خو د پښتنو میشتو سیمو ډیرو خلکو خپلی رایی و نه کارولی خو همدغه د شمالی ټولوالی او پیت پوزی محقق کسانو ویل چی دغه د د پښتون کاندید څخه مونږ ډیره رایه ترلاسه کړه چی دا د پښتنو د اکثریت ادعا ردوی.‌ نو ځکه دا ځل پښتانه په ډیر شمیر راووتل او د خپل خوښی کاندید غنی بابا ته یی رایه ورکړه او ان شاالله چی کامیابه به هم شی.‌ اوس ورته وایه درته پته ولګیده چی پښتانه د نفوسو په تناسب اکثریت دی او که اقلیت. دوستم هم په نره ښی ډیری رایی غنی بابا ته راټولی کړی.‌

  3. یوه طالب پلوه شخص راته وویل چې کله لومړي ځل کې عبدالله وړاندې شو، او دویم ځل ټولټاکنو کې پاکستان د عبدالله ننګه وکړه نو طالبان وپتیله چې که عبدالله بریالی شي، پاکستان ورسره وي نو ددوی حالت به سره له پښتنو خراب شي. ویل اعلان یې ځکه ونه کړ چې مشکل نه جوړو چې بیا د شمالې ټلوالې وفاداره ملي اردو او ملي پولیسو د طالبانو په نامه باندې د رای اچولو مخنیوی کړی و، اوس خو شمالي ټلواله ډاډه وه چې پښتون میشته سیمو کې طالبانو خلک رایو ته نه پریږدې نو بری ددوی دی.
    په بله معنی طالبان غوښتل سیاسي لوبه وکړي او غني بریالی کړي.

  4. د داکتر عبدالله د کنفرانس ژورنالستان هم بي پری ندي. څومره د تعجب وړ خبره ده، تاسو وګوری چی دا ژورنالستان هم د امرخیل صاحب ګوښه کولو ته چکچکې کوی فقط ددوی د مور واده وي. دا سور پزی حرمړنی دری پلاره فکر کوی هر څه چې دی غواړی همغسې کېږي. دوی خو لا پخوا د امر خیل صاحب پسې خپل تبلیغات پیل کړي وو. که مو په یاد وی د طلوع د تلویزیون د هغه نطاق پوښتنه له امرخیله او په امر خيل يي تور پوري کړ چي ګڼې دی ډیر متعصب سړی ده ددي تورونو شروع وه. دا ډیر بد سترګي او بی حیا خلک دي

  5. محترم عبدالله ، عبدالله ؟
    خه جه مي دليكنو ،او اوريدلوخ رسانو له لاري راتول كري بالا خره ديو أبرأ تيفي ،جنايء ،اوتحقيقاتي كاربوه به صفت مسولانه مسوليت به غاره اخلم او لأندي قرار وراندي كوم.
    دامرخيل نيوله او بدنامه وله كاملاء يوه ساختكي ديره خامه او بي أساسه توطئه ده زه دير دلائل لرم يو مثال لرم كه قبلي بلان نه وه خنكه كيداي شي جه به خو دقيقة كي قوماندان دشهر دواقعي محل ته خان رسوي او بررسي شروع كوي.
    لنده داجه دسروبي دخلكو شكايات او دهغوي غوشتني او مظا هري بخبله دامرخيل دبراءت لوي إسناد دي او دا إسناد دشهر دقومانداني ، دقو ماندان د محكوميت كواهي وركوي داجه دجا او كوم مقام به هدايت دا عملي إنجام كري هغه به دبعدي تحقيق به نتيجه كي معلو ميزي كيزي.
    دامر خبل به جوكي جه هر خوك وي دهغه كرفتاري صلاحيت يوازي ريس جمهور لري نه قوماندان شهر حتي نه وزير داخله دوي بشنهاد كولي شي او امرئ دريس جمهور خخه اخستلي شي أوبس داجه ريس جمهور مواقفه كوي اوكه نه دا هغه بوري تعلق لري

  6. عبدالله جانه ته خو د دا خپلی خبری یوځل ولوله چی څه بد دی کړی دی،
    آیا پښتون میشته سیمی خلک د رایی ورکولو حق نه لری او ته غواړی دوی د برده په شان وساتی دوی به ستا نوکران اوته به امرونه ورکوی. ګرانه ته لا قدرت ته نه یی رسیدلی او بیا د امرونه ورکړل چی امرخیل د نه وی ، انتخابات نه منم او …
    قربان د شم ته به دا خوبونه رښتیا نه کړی . ته باید متقابل احترام پښتنو او ازبکو اونورو قومونو ته ولری. اوس د خلکو ملی شعور او احساسات را ژوندی شوی دی. داګز او دا میدان زه اوس هرڅه ته درته ولاړ یم. تاسو خو پښتانه په یوه او بل نوم سره وژل کله به د دطالب او کله به د اسلامی حزب په نوم وژل. دادی ماهم دا پرونی مرضونه تداوی کړل او اوس د هیواد دسرنوشت خبره ده . ته حق نه لری چی امرخیل د کاره لری شی . مونږ ستا جنرال ظاهر ظاهر نه منو هغه باید محاکمه شی چی د انتخاباتو په کارو کی یی مداخله وکړه او په زرګونه خلک یی له رایی ورکولو محروم کړل. هغه د هیواد والو په احساساتو لوبی وکړی او د ورونو قومونو تر منځ یی بی باوری او اختلاف واچاوو، که کوم مشکل یی له انتخاباتو کمیسیون سره وو نو مطبوعاتو ته د ولی خبره ورسوله . دلته قانون شته او که پولیس ځان د قانون مدافع بولی باید اول قانون په خپل ځان تطبیق کړی. د محکمی له حکم نه پرته ټول افغانان د اساسی قانون په اساس بری الزمه او آزاد دی .
    ښه به دا وی چی ښاغلی داورزی د کابل ښار شریر او بی باوری اچونکی امنیه قوماندان له دندی لری کړی. دومره خیانت تر اوسه نه طالب کړی و نه حزب اسلامی او نه حزب وحدت. د هغه دا عمل نه تنها د کابل ولایت اوسیدونکی له رایی ورکولو محروم کړل بلکه زمونږ ملی احساسات یی جریحه دار کړل . ډاکتر عبدالله د افغانستان د ولس یوی لوی پرګنی او خلکو ته توهین کړیدی له ده نه هم باید قانونی پوښتنی وشی. هیڅوک حق نه لری د افغانستان خلکو ته اهانت وکړی. ته خو غواړی چی جنګ اوږد او ته خپلی مزی چړچی وکړی. د افغانستان خلک به ستاسو د دی بی مسوولیته خبرو په وړاندی سخت اعتراضونه وکړی ، ته پوه شوی چی بریالیتوب د په نصیب نشته اوس شاته خاوری باسی او بهانی لټوی. مونږ افغانان له شماله ته جنوبه او له ختیزه تر لویدیزه سره یو او متحد یو زمونږ ورورګلوی به تل وی .ژمی به تیر شی او د مخ تور والی به یی سکرو ته پاته شی.
    د افغانستان خلکو قضاوت کړیدی. په تا کی دومره لیاقت نه وو چی له خپل رقیب سره مناظره وکړی بلکه تا غوښتل تقلب ته لاره اواره کړی د ایران باد راوړی دالرونه هری خواته وشیندی او د خلکو رایی په دالرو او رشوت تر لاسه کړی. ودی لیدل چی خلکو خپل تصمیم ونیو. د افغانستان خلک سوله او اقتصادی پرمختګ غواړی . مونږ نور آزمویل شوی نه آزمویو. ستاسو د واکمنی په مهال تر اویازرو زیات خلک شهیدان او په میلیونونو کډوالی اومهاجرت ته اړکړل شو. د کابل ښکلی ښار په کنډوالو بدل شو. دافغانستان سل کلنه ملی اردو ویجاړه او تر څلور سوو زیایت جنګی جت الوتکی ویجاړی او یا بهرنیو هیوادونو ته یووړل شوی. د آریانا ملکی مسارفروړونکی الوتکه مشهد ته یووړل شوه او په پنځه دیرش زرده ډالرو خرڅه شوه. د زمرودو او یاقوتو او لاجوردو معدنونه بهرته قاچاق شول. خلک نه غواړی بیا ستا پورتنی ظلمونه په ځان ومنی.
    داځل د افغانستان مجاهد ولس د خپلو هوښیارو سیاسی مشرانو تر قیادت لاندی سره راټول شول او دوی ټولو خپل راتلونکی ولسمشر انتخابولو لپاره خپله ژمنه د سر په بیه تجدید کړه. او خپل زړه سواند ، پوه او ملی شخصیت ته یی رایه ورکړه. ښاغلی داکتر صاحب ستا تحصیلات او ستا د رقیب تحصیلات مونږ سره مقایسه کړل. ستا د لومړی مرستیال توهین آمیزه او کوڅه ډبه خبری مونږ واوریدی . ستاسو تیښته له مناظری نه هم مونږ ولیده نو ته مه خفه کیږه داځل خلکو بل چا ته رایه ورکړه او ته یی د ښاغلی حضرت صاحب صبغت الله مجددی په قول لازم ونه بللی. ځکه د هیواد قیادت علم او پوهی او تجربی ته اړتیالری. که ته ټول ټاکنی نه منی مونږ د افغانستان ولس تا او ستا ملګری نه منو ستا ظاهر خان خو بلکل نه منو.

  7. ﻣﺎ ﺍﻭﺭﯾﺪﻟﯽ ﭼﯽ ﺩﺍﺭﺩ ﺩﺍﮐﺘﺮ ﻋﺒﺪﺍﻟﻠﻪ ﻟﻮﺭ ﺍﻭ ﺩ ﺩﻩ ﺳﻮ ﻣﺨﮑﺶ ﻧﺎﺯﺭﯾﻦ ﺩ ﺩﺭﻏﻠﯿﻮ ﭘﻪ ﺗﻮﺭ ﻧﯿﻮﻟﯽ ﺩﯼ .

  8. داکتر صيب عبداله ! څومره به ښه وای چې انتخابات يواځې په پنجشیر کې شوي وای ځکه پخوا يوازې د پښتنو سیمې نا امنه وې اوس د هیواد شمالي برخه مخصوصا د ازبکو سیمې هم نا امنه دي

  9. زه د وردک صاحب خبره تایدوم ځکه چی د پکتیا ولایت په بعضی نا امنه سیموکی همداسی وشول چی طالیبانو پخپله رایی استعمال کړی.

  10. ډاکتر صیب عبدالله دا خو ستا دی بدماشی او درغلیو نتیجه ده چی دی ټولو پښتنو دماغونه دی ور ګرم کړو او دی ځان په خلاف دی سره یوموټی کړو .ستا له له دی پالیسی یو جهان مننه . چی تیت پرک پشتانه دی سره یو کړو مخته چی به پښتانه پورته نه شوائ درته کتلی خو نن بدی هر پښتون په خوله کی په سوک ووهی . پښتون قوم چی سره یوسی بیا نو کونه تیرکاږه توره مه کاږه دی پښتانه سره سر وهل دی زمری په خوله کی لاس وراچول دی . دا به شه وی چی له شه شرافته او نرمښته کار واخلی او شه ائیډیالوژی وچلوی نه زور واکی . ډاکټر صیب دی یوه افغان مخکښ کاندید په صیفت حترام درته لرو چی خفه نشی .

    وسلام

  11. وزیر یم او زه ویاړم چی د لویی پکتیا سره تعلق لرم

    امرخیل یو ملی شخصیت دی او ده یوه دسیسه وه د امرخیل په وړاندی.لکه څنګه چی پخواه د طلوع تلویزیون له خواه دته دسیسه جوړه شوی وه چی دی ولی په پښتو خبری کوی،اوس نو دوی غواړی چی یو ملی شخصیت په درغلیو تورن کړی.او دا حق مونږ هیچاته نه ورکوو.
    امرخیل صیب ټول ولس درسره دی
    او د طالبانو نه په مننی چی زموږ دردیدلی ولس ته یی اجازه ورکړه چی خپله رایه وکاروی.
    د یو سرلوړی افغانستان په هیله او د پښتون ملت د یووالی په هیله

  12. عبدالله اوس په دې پوه دی چې لوبه یې بایلودلې نو بله چاره نشته فقط یوه بهانه جوړوي ځکه دا متل دی چې اوبو وړی ځګ ته هم لاس اچوي زه له دوکتور اشرف غني څخه هیله کوم چې دغه غداران چې اوس ښه راته معلوم شوي پریږ نه دي دا د دې هیواد د بچیو قاتلینو ته درندې سزاوې درکړي ملت چې په دومره سختو شرایطو کې تاسې ته رایه درکوله هغوي امیدونه لري خدای دې وکړي چې دغه امیدونه یې پوره شي

  13. دوستانو سلامونه او نیکی هیلی می ومنی
    ملګرو هغه د پښنو متل کی یاد شو چی وایی (اوبو اخیتی څک ته لاس اچوی) ویترنر عبدالله به اوس خود د امرخیل د ګوښه کیدو غوښتنه کوی ځکه د کرزی د حکومت مهم پوستونه د شمالی ټلوالی د پلار میراث دی او دا د دوی صلاحیت دی چی هر څه کوی کولای یی شی اوس نو انشاالله د د وخت را نږدی دی چی نور به د شمالی ټلوالی د ظلم او استبداد لړی ټوله شی او دا خودسره جنرالان به یی په خپل کور او کلی کی جنرالی کوی
    اول شخصا ما په لومړی پړاو ټاکنو کی برخه وانه خیسته مګر کله چی می د واوریدل چی عبدالله تر ډاکتر صبب مخکی شو نو له ځان سره می وپتیله چی حتما به په دوهم ځل ټاکنوکی برخه اخلم او همهغه وو چی خپله رایه می ډاکتر صیب ته ورکړه جالبه خو لا دا وه چی ډیرو هغه خلکو چی عبدالله ورته پیسی ورکړی وی او په ظاهره یی د عبدالله کمپاین کولو خو کله چی د عمل ساحه راغله د پښتنی غورو له امله یی وجدان ونه منله چی د یوه پښتون په خلاف د یو شمالیوال ته رایه ورکړی داسی یو کس چی بیله تعصب ورانکاری څخه بله هیڅ تجربه نلری نو بناء پښتون ولس چی هرڅومره بی اتفاقه دی خو بیا هم الحمدالله داسی موضوعاتو ته ډیر ځیر دی او نه غواړی چی د پښتون قوم دغه 250 کلن تاریخ له لاسه ورکړی د چا چی پلار او نیکه ملک تیرشوی وی د هغه به زوی او لمسی هم انشاالله چی ملکان کیګی( ګورګ زاد خواهد ګورګ زاد) نو تاسو اوس وګوری چی د عبدالله پلار ملک وو که یی نیکه

  14. دیته وایی با بولالی دیته وایی شکست دیته وای جنون او لیوانتوب دیته وای نا کامی سړی چه ناکام شی حتما یی اعصاب خرابیږی او با بو لالی وای امر خیل با ید لیری شی او که ناکام عبدالله ؟ صبعا عبدالله با ید له میدانه ووزی څکه دسروبی خلکیی درای له نعمته محروم کړیدی امرخیل تلاش در لود چه پا ڼی ورسوی ولی بد بختا نه دعبدالله قومندان امنه دده ما نع شو په سنګینه جازه با ید محکوم شی

  15. لنډغر ټول افعانستان کی ۲ مستقل کارکونکی نشی منلی ، نور ملت او قومونه به له ځان سره څنګه تحمل کړی .
    خپله د ټاکنو کمیوسون وایی چه پاڼی مو هغه چا ته لیږد ولی چرته چه پاڼی خلاسی شوی وی ، خو دنظار او جمیعت وطن پلورنکی ډلګیو دیوی پلان شوی طوطیی په رڼا کی په امرخیل تورونه پوری کړل.
    – عبدا لله لمړی لاړ شه دسینګار خونه کی میک اپ وکړه بیا دی قانونی ، محمدی ، عطا ، د کابل امنیه قومندان ، او په زرګونو دجمیعت او نظار بی سواده جنرالان او د ولایاتو امنیه قومندانان له دندو وشړه په ځای یی دملت مسلکی وګړی وټاکه بیا دارنګه تورونه لګوه .
    – تاسی سرطانی دانی چه ۳۵ کلونه ټول ملت برمته کړی دی کله یی په ایران پاکستان پلوری او کله یی په مسکو او اروپایانو بیا هم قناعت نکوۍ .
    – دا ځل ملت هوډ کړی چه ټوله کچره ( غله جاسوسان غداران بیسواده قاتیلین لنډغر مافیا فاسد او فاجر) چه د خون او قتل پالنی ټیم کی سره راټول شوی دی د تاریخ په توره کچره دانۍ کی ګاربیج کړی او دابد لپاره یی دفن کړی ، نوځکه کله تنکی ماشومان وژنی او کله دامرخیل دشړلو چغی وهی او کله کله دشوک مر حله کی خپلو ملګرو ته هم جاسوسان غله بی ناموسه او بی وطنه وایاست . ریښتیا هم چرګ د هلالو مرحله کی ډیری لغتی وهی.

  16. د ده منل یا نه منل مهم نه دی منل ګټل او بایلل دی دی خو د همدي غلا لپاره ناست دی ده خو د کرزی په وارهم پوښې خرنډ وهلی او خپله ماتې يه نه منله خو تر دې چې خارجان یو څو روپی ورکړي ، بیا نو غلی د غلو غوندی کینست
    یعني تاسو اوس و دی بی منطقه خبری ته ګوې چې په نا امنه ولایتنو کي ولې خلګ رایوته تللی، که وطن دوستې وی خو باید خوشحاله شی چې خلکو ګډون کړي دی خو دا په تقلوب او غلاو روږدی خلګ اوس په دی خپه دي چې ولی هلته خلک را غلی او له خپلې رایه څخه يي کار اخستې دی. دا پخپل هغه توره او ناوړه څیره چې په ظاهر یوڅه په باطل بل څه را ښکاره وي

  17. Every king was once a crying baby but I thing double abdullah is still like a crying baby. For keeping secrete all his unfair action in election now is abusing other. Abdullah’s side people did a great job in election: killing annocent people, like eng ghafar kukled an annocent baby and score injured, hazrat ali in dara noor did a great job of corruption in election nd so forth bt they are not arrested nor abused bt in contrary amer kheil sahib is abusing coz he was deliverying election papaers to pashtoon areas. If he did same to northern area then he would be a gud hero

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *