تاند- د اجرايي چارو ريیس عبدالله عبدالله نن /یکشنبه/ د کاپیسا ولایت له یو شمېر اوسېدونکو سره په کتنه کې وویل چې ژر به کابینه جوړه شي.
ښاغلي عبدالله وویل چې کابینه به د افغانستان د خلکو د ارادې ښکارندویه وي.
عبدالله دې ته په اشارې چې پر خپلو هغو ژمنو ولاړ دی چې تر انتخاباتو مخکې یې کړې وې، وویل چې د ملي وحدت د حکومت کابینه به د ټولو افغانانو د ارادې تمثیلوونکې وي او د ټولو قومونو استازي به پکې برخه ولري.
ده په عین حال کې د کابینې د غړیو په انتخاب کې پر لیاقت تاکید وکړ خو د خلکو همکاري او ملاتړ یې هم ضروري وباله.
ده د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې د اصلاحاتو د راوستلو اود اساسي قانون د بدلون یادونه هم وکړه، ویې ویل چې د لویې جرګې د جوړولو او د صدارت د چوکۍ د رامنځته کولو په لټه کې دی.
عبدالله عبدالله دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې اشرف غني احمدزی او لومړی مرستیال یې د عمرې د ادا کولو او د سعودي له چارواکو سره د خبرو لپاره سعودي عربستان ته سفر وکړ.
عبدالله عبدالله له کله چې د اجرايي چارو رييس ټاکل شوی د ګڼو ولایتونو له استازو سره کتنې کړي دي.
تېره اوونۍ واشنګټن پوسټ په یوه راپور کې د کابینې د غړیو پر سر د عبدالله عبدالله او د نوموړي د دوهم مرستیال محمد محقق د اختلاف یادونه وکړه، ویې ویل چې محقق خپل قوم ته د ۲۰ تر ۲۲ فیصده ونډې غوښتونکی دی خو عبدالله ورسره موافق نه دی.
همداراز ګنګوسې دي چې محقق د خپل قوم لپاره د دفاع یا بهرنیو چارو وزارت غوښتونکی دی. دا دوه وزارتونه د اشرف غني احمدزي او عبدالله ترمنځ د چوکیو په وېش کې عبدالله ته رسېدلی دي.