تاند، جمعه، د ثور ۱۲مه: عبدالله عبدالله له اوږدې مودې اختلافاتو وروسته پر خپله فیسبوک پاڼه له ځانه د ولسمشر کلمه لرې کړې او ویې ومنله چې له ولسمشر غني سره توافق ته رسېدلی دی.
عبدالله عبدالله په ولسمشریزو ټاکنو کې له ناکام اعلانېدو وروسته دغه پایلې رد کړې او له دې سره سره چې ځان یې ټولشمول ولسمشر اعلان کړ، پر خپله فیسبوک پاڼه یې د خپل موقف په ځای کې د اجرائیه رئیس کلمه ایسته کړه او ولسمشر یې ځانته ولیکل خو اوس یې دا کلمه بیا بدله کړې او ځانته یې د (سیاستوال) کلیمه لیکلې ده.
عبدالله خپلو پلویانو ته تازه په تازه لیکلي چې د سیاسي بحران د هواري لپاره ملي شخصیتونو هلې ځلې کولې او له همدې کبله له ارګ سره په مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی.
عبدالله خپلو پلویانو ته ډاډ ورکړی دی چې په اصولو کې په ګڼو مسایلو توافق شوی دی خو اوس د دغې هوکړې په جزیاتو او نهايي کولو کار روان دی.
عبدالله هیله ښودلې چې د کورونا په سختو حالاتو کې د سولې پر لور د پراخو ګامونو د اخیستلو په خاطر د ارګ او سپېدار هوکړه ژر تر ژره وروستۍ شي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش هم خبر ورکړ چې عبدالله سره اختلاف حل شوی او نوموړی به ژر تر ژره د مصالحې شورا مشر وټاکل شي.
عبدالله عبدالله د میزان د ۶مې په ټاکنو کې ۳۹ سلنه رایې یوړې او ولسمشر غني ۵۱ اعشاریه ۶۴ سلنه رایې خپلې کړې چې عبدالله یې له منلو انکار وکړ او ځانته یې د همه شموله ولسمشر د خطاب تر څنګ د لوړې مراسم هم ونیول چې په هیواد دننه او دباندې له سختو نیوکو سره مخ شو.
وړمه ورځ د اروپايي ټولنې او ناروې سفیرانو له نوموړي سره په ویډیويي کنفرانس کې پر هغه فشار راوړ چې ژر تر ژره له ارګ سره خپل اختلاف حل کړي.
اشرف غنی بهتره ده استعفا ورکری نه چه دعبدالله احمقانه طرحه ومنی
پښتومتل: مه کړه هغه منډه،چې د کونه شی بربنډه.!
ښتو متل چې وایی: مه کړه هغه منډه،چې د کونه شی بر بنډه.
ښاغلی عبدالله عبدالله دسولی په بست کی مشرشو. خو مونږ د حکومت څخه احترامانه خواست کوو چه ښاغلی تورسن د ټوقو، ښکنځلو او قسمونو مشر، ګلبدین د شر، کبر او نفاق مشر، نبیل د پروپاګندی مشر او پدرام د پنجابیانو د … دلالانو مشر په نومونو سره فقط او فقط و نوموه. ځکه دغه خلک د دغه وظیفو اهلیت او کسب لری.
مهربانی به مو وی