تاند، جمعه، د سنبلې ۲۲مه: اجراییه رئیس د ولسمشر د هغه حکم په مخه کې خنډونه اچولي دي چې د بهرنیو چارو وزارت په چوکاټ کې یې د فساد او قومي ګمارنو په تړاو یې د پلټنو امر ورکړی دی.
عبدالله دا مهال په بهرنیو چارو وزارت کې د ولسمشر غني د امر له مخې پلټنې درولې او څېړونکی پلاوی خپل کار ته نه پرېږدي.
څه موده وړاندې د میک په نوم یوې پلټونکې ادارې وویل، په بهرنیو چارو وزارت کې ۴۰ سلنه ګمارنې د فساد، واسطې او قومي اړخ له مخې په غیر قانوني ډول شوې دي.
له دې وروسته ولسمشر امر وکړ چې د دغو ادعاو پلټنه دې وشي، ځکه په ټولنیزو رسنیو کې د خارجه وزارت یو ډیپلوماټ هم وکتل شو چې اروپا کې مشاور ګمارل شوی و خو انګلیسي یې ناسمه لیکلې وه.
بلخوا اجراییه ریاست په دې تړاو تاند ته له څه ویلو ډډه وکړه، ولې یې د دغو پلټنو مخه نیولې ده؟ خو د ارګ ویاند صدیق صدیقي ټینګار کړی چې په هر صورت به د ولسمشر امر پلی کېږي : (( هره اداره کې چې وي د چارو د سمون لپاره به پلټنې په کې کېږي.))
د بهرنیو چارو وزیر چې د اجراییه ریاست په سهم کې ناست دی دوه نیم کاله وروسته ولسي جرګې سلب صلاحیت کړی دی، خو نوموړی نه یوازې د حکومت مخالف بلکې له افغانستان څخه یې په بهرنۍ استازولۍ هم کلکې نیوکې موجودې دي.
رییس جمهور باید اول توفاله شوی صلاح دین ربانی ایسته خطا کي، مګر داکار نشي کولی، ولې یې نشي کولی؟ له سقوي عبدالله ویریږي، واکویش پردیو کړی، او هرآینه د پردیو په لاس تپل شویو حکومتونه همداسې وي