تاند، دوشنبه، د میزان ۸مه: د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله ادعا کوي چې د ۲۰۱۹ کال ولسمشریزې ټاکنې دویم پړاو ته نه ځي او دا وار ټاکنې یې په غوڅ اکثریت ګټلې دي.

 ښاغلی عبدالله وايي، تېر ځل د ۲۰۱۴ کال ټاکنې یې هم ګټلې وې، خو د ملي منافعو په خاطر یې ګډ حکومت ومانه.

نوموړی چې نن ماسپښين په خبري کنفرانس کې ډېر ډاډه ښکارېده وايي، ټاکنې یې ګټلې دي او له پاکو رایو پرته بل هیڅ شی ورته د منلو نه دی: (( بې بایومتریکه رایې باطلې دي، تېر ځل مو د مصلحتونو له مخې قرباني ورکړې وه او یو لوی دروغجن او درغلګر پنځه کاله د افغانانو په سرنوشت لوبې وکړې. ))

عبدالله عبدالله زیاته کړه، د ولسمشرۍ ټاکنو ته ګواښونه زیات وو، خو بیا هم د خلکو د ګډون مننه کوي: (( که افغانانو ته شرایط برابر شي، دوی د زعیم د انتخاب لپاره یوازېنۍ لاره ټاکنې ګڼي.))

عبدالله عبدالله چې تېرو دوه دورو په ولسمشریزو ټاکنو کې د یو جنجالي نوماند په ډول مطرح و، دا ځل یو وار بیا په داسې حال کې د نه منلو ګواښ کوي چې ولسمشر غني ویلي دي، که دا وار بریالی شي، اجرائیه ریاست به په هیڅ شان ونه مني، ځکه دغې نسخې افغانستان ته ګټه ونه کړه .

3 thoughts on “عبدالله: په غوڅ اکثریت بریالی یم، پر ملت د یو لوی درغلګر او دروغجن لوبه نوره ختمه شوه”
  1. د ښاغلي عبدالله د بې ثباتي او همجنسګرایی ټیم کې معمولا جنجالي ، بې مسوولیته ، جنګسالاران ، لنډغران او اوباشان راټول شویدي. د طلوع او آریانا تلویزیون او د آزادو انتخاباتو غیر دولتي او بې بندوباره سازمان د دغو بې مسوولیته ډلو ټپلو لودسپیکرونه دي.
    پدې ګروپ کې د افغانستان د یولوي قوم هېڅ استازی تشریف نه لري.
    عبدالله عبدالله د تاجیکو د قوم په استازیتوب د پنجشیر له ولایت نه د جمعیت استازی د ولسمشرۍ څوکۍ ته
    بابر فرهمند د ازبکو د قوم په استازیتوب د جنبش اسلامي غړي د لومړي مرستیال په توګه او
    اسدالله سعادتي د هزاره قوم په نمایندګي د حزب وحدت اسلامي غړی د دوهم مرستیال په توګه کاندید شویدي.
    هغه ګروپ او ډله ټپله چې د نورو قومونو او خصوصا د پښتنو استازیتوب ونشي کړای ، د افغانستان شریف ملت ته د منلو نه دي.

  2. دومره خوا دا په خپله لنډغر دی ، چې په خپلو خبرو کې د هیواد زهیر ولسمشر ته چې په غوڅه توګه ډیرۍ ولس ته محبوب او قدرمن دی ، او دا یې په وړاندې دومره سپکه خوله د رسنیو په مخکې په دومره سپین سترګۍ کاروي . دا د عبدالله بې سنده او بې تجربې او تش په نامه ډاکټر له د شرم ځای دی . هیره دې نه وي ، چې هغه جنګي مجرم چې د کورنۍ جګړې پر مهال یې د خپل هیواد د وګړو وینې تویې کړې دي د هغه انسان پر وړاندې چې د هیواد او ولس د عزت او سرلوړوالي لپاره مبارزه کوي او وفاداره دی ، پر وړاندې ټولټاکنې وګټي .
    هیڅوک حق نه لري چې د افغانستان ولسمشر ته بد او یا سپکاوی وکړي .
    افغاني ملت ته داسې د یو سپک شخصیت د ولسمشرۍ په چوکۍ کښیناستل د منلو وړ نه دی ، ګینې دغه ټولې لاسته راوړنې به په سیند لاهوو شي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *