تاند، پنجشنبه د چنګاښ ۲۷ مه: اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، که طالبان رښتیا غواړي چې سوله وکړي نو په یو سراسري اوربند دې خپله دا خبره ثابته کړي.
ښاغلي عبدالله نن د سولې اړوند کابل کې یوې غونډې ته وویل، که طالبان د جګړې د پای غوښتونکي وي او یوازنی مشکل یې د بهرنیو ځواکونو وتل وي نو رادې شي اوربند دې وکړي.
نوموړي دغه راز ویلي، طالبان باید د سولې د نیت ښودلو لپاره افغانانو سره مخامخ خبرو ته هم حاضر شي: (( که طالبان وايي امریکا، ناټو او نړیوالو سره خبرې او اوربند کوو او بل چاسره حتی حاضر نه یوو، نو دا امکان نه لري.))
عبدالله زیاته کړې، د بهرنیو ځواکونو د وتلو او تروریستي ډلو په تړاو د امریکا او طالبانو خبرې مخته تللې دي خو په وینا یې د افغانستان برخلیک به پخپله افغانان ټاکي: (( باید چې د سولې خبرې اترې افغانستان کې په یو سراسري ثبات او ټیکاو پای ته ورسېږي.))
عبدالله وايي، د سولې پروسه باید د هیچا لخوا سبوتاژ نه کړای شي: (( که سوله راځي او زه اجرائیه رئیس نه یم خو ووایم چې راځئ سوله تخریب کړو، دا به راسره څوک ونه مني، افغانان باید پوه شي چې په واقعي سوله کې یوه شیبه ژوند د ملي وحدت حکومت له څلور نیم کالو څخه غوره دی.))
دا په داسې حال کې ده چې غونډه کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم ناست و، هغه څوک چې د سولې پروسه کې د تخریب او د خپلې ډلې د امتیازاتو د لټولو ګوته ورته نیول کېږي.
د افغان حکومت سرچینې وايي، د قطر د دوحې تېره لغوه شوې ناسته کې حامد کرزي له خپل ټیم څخه د ۹۰ کسانو، محمد محقق د ۶۰ کسانو لیست ورکړی و او له همدې کبله د سولې د غونډې په تړاو د کابل او قطر مشورې د غونډې په لغوه کېدو تمامې شوې.