تاند، پنجشنبه، د حمل ۷مه: عبدالله عبدالله د هیواد له سیاسي شخصیتونو وغوښتل چې رامخکې شي او د ده او ولسمشر غني ترمنځ روانه لانجه حل کړي.
ده نن پنجشنبه په کابل کې خبري غونډې ته وویل، د روان سیاسي کړکېچ د اواري لپاره که لږ تر لږه پنځه تنه مشران په ملي کچه ښکېل شي په لسو ورځو کې به له ولسمشر غني سره د ده مشکل حل کړي.
د ولسمشرۍ مدعي عبدالله زیاته کړې، د هېواد مشرانو چې په ملي کچه کوم ګام پورته کړی که نور درې څلور پنځه ملي شخصیتونه دې بهیر ته ور ګډ او یو لس ورځې وخت ور کړل شي، د خلکو د تشویش وړ حالات به ارام شي: (( دې لسو ورځو کې زه ډاډ در کوم څه چې زموږ له لاسه کېږي، ترې درېغ به یې نه کړو چې دې کړکېچ ته د پای ټکی کېښودل شي.))
عبدالله داسې مهال له ارګ سره د ده لپاره د منځګړیتوب غږ کړی چې له دې مخکې هم د حامد کرزي، عبدالرب رسول سیاف په شمول زلمي خلیلزاد له ارګ سره د عبدالله د جوړجاړي هڅې وکړې خو ولسمشر غني په ډاګه کړې چې عبدالله له اساسي قانون سره په ټکر کې تشکیلات غواړي او دی په قانون معامله نشي کولی.
ولسمشر غني ویلي چې عبدالله ته یې د سولې د پروسې د مشرۍ ترڅڼګ وړاندیز کړی چې د ده ملګروته به وزارتونه ورکړي خو عبدالله د اساسي قانون خلاف غوښتنې لری.
ادعا کېږي چې عبدالله ځان ته د صدراعظمۍ چوکۍ غواړي او وايي چې د هیواد په سلو کې ۶۰ چارې دې هم وروسپارل شي.
خو عبدالله وویل، ده انعطاف ښودلی خو اشرف غني نه دی ښودلی.
عبدالله وویل، پامپیو ورته وویل چې کومه طرحه یا حللاره پرې نه تپي بلکې باید اشرف غني او دی په خپل منځ کې د حل لار ومومي او کنې امریکا مرستې کموي.
ده وویل، پامپیو ورته وویل چې د کورونا وایرس په نړۍ کې خپور شوی دی او دا به پر افغانستان ژور اغېز ولری نو پکار ده چې افغانان اختلافات پای ته ورسوي.
ده دا هم وویل چې پامپیو ورته ویلي چې د یو ملیارد ډالره مرستې کمېدا یې لومړی ګام دی او که موافقه ونه شوه، نور اقدامات به وکړي.
ده د ولسمشر غني پر دې خبرې انتقاد وکړ چې ویې ویل د امریکا کمې شوې مرستې به له بل ځایه جبران کړي.
داسی اوازی او شکونه پیداشویدی چه ښاغلی عبدالله د کرونا په وایروس اخته شوی، او د ایران څخه یی د خصوصی کمک وړاندیز کړی دی.
عبداله خپل ېوه خصوصی ملګرې ته ویلی دی چه شاید د ….. وزیر لخوا دغه ویروس په تکتیکی سیستم ماته راتیر شوی وی.
که چیرته دغه اوازی او شکونه حقیقت ولری، شاید دغه ویروس د ښاغلی عبداله د جنیتیکی سیستم سره عیار جوړ شوی وی، او شاید ډیر خطرناک وی.
خدای دي وکړی چه دغه اوازه دروغ وی، ځکه دا به بل بحران وی
نور د خشونت لاره باید هیره کړو د جمهوریت او دیموکراسی کلچر باید مراعات شی ، خپل اساسی قانون ، ملی وحدت او ملی منافعو ته تر شخصی او ګروهی منافعونه ترجیح ورکړو.
نور په حکومت کی سهامی شرکت د افغانستان په ګټه نه دی ، باید اهلیت ، ظرفیت ، او ملی تعهد ته ته په استخدام کی ترجیح ورکړل شی نه ټیم ، تنظیم ، قوم ، ولایت اودسی نورفکتورونو ته . د لوړکاری ظرفیت اشخاص چه په هر قشر پوری مربوط وی خو ملی تعهد ولری او ملت د خداماتو د عرضه کولو لوړ صلاحیت ولری باید د استخدام د پاره ترجیح ورکړل شی . د ولسمشرغنی همدغه دیدګاه ده چه په کمپاین کی شعار هم دغه ؤ چه : حکومت د تقسیم د پاره نه د تصمیم دپاره ، حکومت سهامی شرکت باید نه وی ، حساب ورکوو او حساب غواړو ! باید د ولسمشر سره همکاری وشی ، ملی وحدت وساتل شی ، خو ملی وحدت باید څوک مشروط نکړی . ملی وحدت او تر یوه رهبری لاندی د افغانستان د امنیت او انکشاف سفر هیڅوک باید مشروط نکړی ، ترڅو دغه حکومت په کامیابی سره هغه پلانونه او پروګرمونه چه د امنیت ، او انکشاف د پاره لری په سرعت عملی کړی . د افغانستان په جامعه کی د رهبری د وړتیا مسئله د پخوا نه هم چه کله چا نه ده مراعات کړی د افغانستان ملت ته یی ډیره جدی صدمه رسولی . دتاریخ نه باید درس واخلو . اوس خو موږ د جمهوریت په فضا کی چه زعامت په انتخاباتوټاکل کیژی ، ډاکتر اشرف غنی هم لوړعلمی او کاری ظرفیت لری او هم یی اکثریت رایی راوړی . نو باید د جمهوریت فرهنګ سره ځان ته تطابق ورکړو ، او د زور ، زورګویی نتایج د هیچا په ګټه نه دی ، بلکه ډیر ضرر زموږ مظلوم ملت وینی . ولسمشر ته لکه د نورو خارجی هیوادونو ، ملل متحد د مبارکی پیغامونه رالیژی ، ټول کاندیدان ورته د نوی منتخب رئیس جمهور ّه توگه یو ځایی ورته مبارکی ووایی. اوپه خاصه توګه ټول آګاه او ملی متعهد شخصیتونه ددی زوریدلی مملکت د صلحی ، وحدت ، انکشاف او خودکفایی په لاره کی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی وکړی. ددی مملکت د چالشونو حل د افغانانو مسؤلیت دی .
حکومت ملت د خداماتو د عرضه کولو بستر دی نه د د تنظیمی، تیمی ، ګروهی فعالیتون د رقابت میدان . بنآ د حکومت په تشکیلاتو کی هغه مسلکی او د لوړ ظرفیت اشخاص د وزیر نه نیولی تر عادی مامورینو پوری حضور پیدا کړی چه صرف په ملی تعهد سره ملت ته بی تبعیضه خدامات عرضه او توسعه کړی . .
حکومت ملت د خداماتو د عرضه کولو بستر دی نه د د تنظیمی، ټیمی ، ګروهی فعالیتون د رقابت میدان . بنآ د د ولسمشر اشرف غنی د حکومت شعار چه د تقسیم نه د تصمیم حکومت ، سهامی شرکت چه په فیصدی سره چوکی ویشل کیژی دا په هیڅ کنج ددنیا کی منطق نلری او دغه ډول ترکیب د یوه ناکام او ډیر ضعیف حکومت داری سبب ګرزی.
د حکومت په تشکیلاتو کی هغه مسلکی او د لوړ ظرفیت اشخاص د وزیر نه نیولی تر عادی مامورینو پوری باید حضور ولری چه صرف په ملی تعهد سره ملت ته بی تبعیضه بهتره خدامات عرضه او توسعه کړی او بس .
ته پخپله یو بحران او ناسور یې ددې خاورې او خلکو لپاره. نړۍ اوزمونږ هیواد د کرونا د وژونکي وایرس سره په کشمکش کې ده او ته بې شرمه د خپلو ګټو او بې منطقه غوښتنو پورې نښتی یې.
د ډاکتر عبدالله پښېماني به اوس څه ګټه وکړي ؟
ماته ښکاري هغه کیسه شوه : کوم سړي خوب لیده چې بل څوک سپین زر ورکوي خو ده ویل نه سره زر راکړه . پدې کشمکش کې راویښ شو چې ګوري نه سره شته او نه سپین . نو سترګې یې پټې کړې اوغږ یې وکړ هغه سپین مې قبول دي ، را یې کړه.
د ټولو پکولوګډ ولسمشر اوس په خپلو خبرو اوکړو پښېمانه دی . د هېواد پداخل او خارج کې چا د ښاغلي عبدالله ملاتړ ونکړ . په هغه یار چې نازېده هغه هم لاس ترې واخیست او له موازي حکومت سره یې مخالفت وښود. خپلسری ولسمشر غواړي یوه دخټو پزه ځان ته جوړه کړي ، که کوم څوک پیدا شي چې له جلالتمآب ولسمشر سره خبرې وکړي او کومه څوکۍ خیراتي ورته وغواړي. ځکه د یو میلیارد دالرو مرستو د حذفولو مسوولیت هم د دغه جناب په غاړه دی.
ښاغلي ولسمشر جلالتمآب دوکتور محمد اشرف غني باید د خپل کرم او سخا په هکله باید ډېر محتاط اوسې چې کومه حساسه اداره دغو شومو عیاشانو او فساد پیشه ګانو ته ورنکړی.
داسی ښکاری چی ابدله لوده په جنګ کی نرخ معلوموی او داسی ښکاری چی په خالی (خو ویروونکی توپک) د تهدید تر څنګ ئی زاری او التماس او آبرومندانه ګدائی او ماهرانه پخلاینی ته لاس ور اچولی وی
ددی احتمال تر څنګ
هغه څه چی د ډیر تشویش وړ خبره ده دا ده چی
داسی نه چی د ابدوله د تحریک او منفی مقاومت شا ته د نورو سترو لوبغاړو خیرن لاسونه ښکیل او د ټول نظام د نړولو پلانونه تر لاس لاندی نیول سوی وی او د ابدوله جنجال خوشی یوه پلمه وی
ګل مرجانه هغه غوټه چې په لاس خلاصیږي ولې یې حاجت غاښونو ته کوې. دا په دې معنا چې ولې له نورو سیاسیونو څخه مرسته غواړې ولې ته خپله دومره وړتیا نه لرې چې ته خپله له غني سره یوې هوکړې ته ورسیږی. که دا کار په خپل مینڅ کې وکړي باور وکړه چې د افغانستان خلک به تل ستا ښه یادونه کوي او تل به د یوه سیاسي شخصیت په توګه د افغانستان په سیاست کې رغنده رول ولرې پرته له هغه به هم په دې دنیا او هم په هغه دنیا کې شرمیدلی وې. دا غیرت پیدا کړه چې یو خبري غونډه جوړه کړې او ووایې چې د افغانستان خلکو زه ستاسو د هوسا ژوند او د هیواد دژغورلو لپاره له خپل موقف څخه لاس په سر کیږم بیا به وګورو کې چیرې حکومت په دولت کې څای در نکړ بیا به ټول هیوادوال پوه شي چې اصلي ګرم څوک دی. وروسته له پینڅو کلونو بیا څان ولسمشری ته څان نوماند کړه حتمآ به یې وګتې خو اوس په دغه اساس وخت کې له لیونتوب څخه لاس په سر شه دا به معقول او ښه کار وي
سلام
وایی چې یوه ورځ دوه چر سیان به خبلو منځو کې په شخړه وه یوه سړی چې نوې بړستن اغوستې وه او دیر ور ته خوښ وه ښځه یی راغله او سړی ته وویل چې منډه کړه او شخړه خلاصه کړه سړی چې لاړ دواړوه چرسانو ښه وډباوه او بړستن یې هم ور نه یوړه سړی ښځې ته وویل چې ستاله لاسه بیا مې خبر نه کړې . په انسانی غلومو کې د هر چا ظرفیت د هغه پر شخصیت ، پوهه ،سابقه عمل او درایت د یوه عنصراو جوهر په توګه
پېژندل کیږی نه ابزار او چلوسی ب معیار
تاریخ پوهیږی او ۳۵ ملیونه خلک ددې شاهد دی چې اماتورچرګ د جان کری په پرېکړه په غنی بابا تحمیل شو بیا که پاوکم او یا چارک کم تاکنې به هر نوم چې وې خو اودلا ددموکراسۍ د فاتحې مخنیوی کاوه اوس پوښتنه داد ه چې غبرګ اودلا په خبله عریضه کې ذ امریکې له بهرنیو چارو وزیر مایک پام پیود اسلامی ، دموکرای او کوم بل نوم حکومت غوښتی؟ بل دا چې دا لیکنه د یو ې غوجلی له سویی نه ټیت دی که نړۍ توله فسبوکی شی بیا هم د سیاست او ادب بار یکی ماغزه او پوهه غواړی پوهه نه زر غواړی نه زور او خط کشی کړی کالی
خو په ټوله کې دا تول جنجالونه د بن له ککړې معاهدې راپیل شول ددې ملت نادان دوستان ډیر دی دشمن دانا بلندت میکند بر زمنت میزند نادان دوست
افغانستان زموږ ګډ کور دی
کوم بحران ؟ فعلآ خو افغانستان او نړی د د کرونا د ویروس سره مجادله کوی ، او دا په صحی وقایه حل کیږی .
ډاکتر عبدالله ! ته یوطبی ډاکتریی دا وخت دی چه د خپلو خلکو د خدمت د پاره د وقایی په برخه کی د صحت د وزارت د کارمندانو تر څنګ په هلو ځلو پیل وکړه ، دطب دزده کړو په مقابل کی چه د افغانستان د خلکو په پیسو دی کړی دی حد اقل دومره د وطن قرض داره یاست چه اوس د خلکو د وقایی په برخه کی د صحت وزارت سره په ګده وقایوی خدماتو ته ځان وقف کړی .
دسیاست په میدان کی خو د ۳۰ کاله کومه لاسته خاصه لاسته راوړنه او ابتکار متآسفانه حاصل نشوای کړلای او ملامت هم نه یاست ځکه سیاست ستا تحصیلی مسلک نه ؤ ، که ته دا وایی چه جهاد ، جهاد تر ډیره هغو خلکو کړی چه یا شهیدان دی او یا اوس په غربت کی شپی روځی تیروی
له بده مرغه په دی اخرو ۵ کلونو کی او بیا په تیره ددی انتخاباتو په پای کی د بعضو مغرضو او د افغانستان دملی منافعوته غداره عناصرو په لمسون دی د افغانستان ملی وحدت او ملی حاکمیت ته جدی زیان ورساوه د داسی غلطی او جرم مرتکب وګرزید چه هیڅ توقع در څخه نه کیدله . ددی اشتباه او جرم جبرانیدل په ملی مشرانو او سیاسیونو نه کیږی ، بلکه باید په خپله یی جبران کړی داسی چه حق ، حقدار ، قانون اساسی او د افغانستان علیا منافعو ته تر خپل شخصی سلیقه او هوسونو په شجاعت تیر شی .
افغانستان یو بل مشکل چه ته یی ممکن بحران وبولی ( ځکه د بحران اصطلاح اوس ډیره مروجه ده ) هغه د طالبانو سره مذاکرات او صلحی ته رسیدل دی ، دادی د فغانستان نوی منتخب رئیس جمهوربه مدبرانه رهبری سره د حل خواته روان دی ، البته طالبان تر اوسه په خپل قول او عمل کی تضاد نه دی پریښي او په آینده کی به وکتل شی چه ددوی تعامل څومره د صلحی په وړاندی صادقانه او د بهر نه مستقلانه دی .
نورنوکه په افغانستان ظاهرآ د غربت او اقتصادی ودی کمزورتیا ده چه دا هم د پخوانیو حکومتونو او چارواکو د نا اهلی په نتیجه کی بختانه په میراث پاته ده ، خوخوشبختانه بیا افغانستان اوس هم ډیر قوی پوتانسیل د طبیعی زیرمو ، جغرافیایی موقعیت او بین المنطقوی او بین المللی اړیکو په لحاظ در لودونکی دی او ددی نه بیا ډیره د امیدواری خبره داده چه په تاریخ کی د اول ځل دپاره د یوه قوی ، مدبراو جهانی مفکر( داکتر اشرف غنی ) تر رهبری لاندی دولت د امنیت ، توسعی ، خود کفایی ، ملت سازی او ښی حکومت داری خواته په چټکی سره قدمونه اخلی ، ستا او زما او د ټول ملت وظیفه ده چه ددغسی رهبری تر چتر لاندی د افغانستان د پرمختګ دپاره ملا وتړو او نور نو د چوکیو او شخصی ګټو ، ګروهی منافعو نه د وطن په مقابل کی تیر شو .
هغوی چه په دی ۴۰ کاله کی یو بل ته د حق او حقدار په نه منلو نه تیریدل انجام یی دغه ننی دردونه دی چه ته او زه او ټول ملت یی تیروو ، که نه په هغو کی هم اهل او نا اهل مشخص ؤ خو د د پردیو او داخلی خودغرضواو لنډه غرو عناصروپه لمسون به شاګرد راولاړ شو د استاد سره به یی د رهبری منفی رقابت کاوه ، او ته ( داکتر عبدالله ) په خپله ددغه خودخواهیو شاهد وی . نو بس دی د تاریخ نه درس اخیستل په کار دی .
ملت بیدار افغانستان با رهبری آګاه اکنون در قلب آسیا بسوی یک کشورعزتمند ، یک پارچه ، متحد ، کوشا ، پویا ، شاد ، آباد ، مستقل و خودکفا در حرکت است ، موفق باشد ، زنده باشد و پاینده !