اجرائیه رئیس وايي، لا هم د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره شوې هلې ځلې کافي نه دي بلکې دې برخه کې لا زیات کار ته اړتیا ده.
عبدالله عبدالله د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډې ته وویل، د کډوالو د ستونزو حل د ملي وحدت حکومت لومړیتوب و، خو په دې برخه کې شوي کارونه لا هم د قناعت وړ نه دي.
عبدالله عبدالله زیاته کړه، افغانستان تر ټولو زیات کډوال او بې کوره شوي وګړي لري او په دې برخه کې کار لپاره اړتیا ده چې نړیوال بنسټونه د کابل لاس تر ډېره ونیسي.
عبدالله عبدالله جګړه، ناامني، فقر، کوکنار او بې کاري د کډوالۍ د بحران له زېږېدو سره مرستندوی بولي او وايي، حکومت به په دې برخه کې د ستونزو د اواري لپاره لا زیات کار وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې کډوالۍ سازمان تازه اعلان کړی چې ۲۰۱۹ کې تر دې دمه ۱۱۰ زره افغانان له ایران او دوه زره ۲۲۵ افغانان له پاکستانه راشړل شوي دي.
