تاند- د بلوچستان اعلي وزیر وايي، په خپله صوبه کې د ملاعمر موجودیت نه شي ردولی ځکه چې بلوچستان ډېر لوی ایالت دی.
د بلوچستان اعلي وزیر ډاکتر عبدالمالک بلوچ، چې لندن ته تللی، له بي بي سي اردو څانګې سره په مرکه کې په خپل ایالت کې د کوټې د شورا د موجودیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، په ټول پاکستان کې طالبان شته، په بلوچستان کې هم شته خو په دې باب معلومات نه لري چې د کوټې شورا په دغه ښار کې شته او که نشته.
ده د طالبانو د مشر ملا محمد عمر په اړه بې خبري څرګنده کړه خو ویې ویل چې په دومره لویه صوبه کې هرڅوک په اسانه پټېدای شي.
د بلوچستان اعلي وزیر په عین حال کې وویل، داسي راپورونه لري چې ډېری سخت دریځي له پاکستانه د سوریې په لور روان دي.
له ډاکتر عبدالمالک بلوچ څخه بیا بیا پوښتنه وشوه څو د بلوچستان د خپلواکۍ هلې ځلې په بهر پوري وتړي او ویې غندي خو ده وویل«که په بلوچستان کې د بېلتون غوښتنې تاریخ ته وکتل شي، په دې هلوځلو کې بهرنیانو لاس نه دی لرلی.»
ده همداراز ټینګار وکاوه چې د خپلواکۍ یا د خپل هویت لپاره د بلوچانو د مبارزې غورځنګ له ۱۹۴۸ م کال راهیسي دوام لري.