۱۳۹۴/۶/۸

عبدالنبي: څلور زامنو څخه مې درې په بېلابېلو پېښو کې مړه او یو بل بندي شوی .

د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د ټوپ دښتې یوه سپین ږېږې عبدالنبي، چې د ولایتي شورا غړي عبدالوحید اکبرزوی او څو نورو مشرانو یې ملتیا کوله،نن د وږې په ۸ مه یې د میدان وردګو والي سره خپلې ستونزې شریکې کړې .

نوموړی وویل : ))  کله یې چې څلور زامن لویان شول،خوښ وو،چې د بې وزلې له ستونزو څخه په خلاص شي،په همدې موخه یې خپلې کرنیزې ځمکې او باغونه په ګرو ورکړل او په هغو پیسو یې زامنو ته د کاروبار جوړولو هڅې پیل کړې ((

هغه وایي خو دوه زامن یې په یادو پیسو ایران ته د مزدورۍ په موخه استول،چې د ایراني عسکر له لورې په شهادت ورسول شول او همدا راز یو بل زوی یې د موټر چپه کېدو په پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

شاوخوا ۷۰ کلن عبدالنبي زیاتوي یو زوی یې د نامعلومو جرم له امله ۱۳ میاشتي کیږي،چې د میدان وردګو ولایت په بند خونه کې د بند شپې ورځې تېروي .

ده وویل : ))  درې زامن یې شهیدان شول،یو زوی بندي شو،هیلې له اوبو سره لاهو شوې او د دې ترڅنګ چې د باغونو او کرنیزو ځمکو ګروي نشي خلاصولی،دوه سوه زره افغانۍ نور هم قرضداره شوو ((

دغه مشرانو د میدان وردګو والي څخه وغوښتل چې د نوموړی د بندي زوی چې یواځې دوه میاشتې د بند موده یې پاتې ده،په ازادېدو کې همکاري وکړي.

د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د یادو ستونزو په اورېدو خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه،خو عبدالنبي ته یې ډاډ ورکړ،چې پاک رب ج پخپلو کارونو ښه پوهیږي او هر څه هغه کوي او لارښوونه یې ورته کړه،چې هیڅکله هم مایوسه نشي .

نوموړی ډاډ ورکړ،چې په پوره توان سره به هڅه وکړي،چې د نوموړی بندې زوی له دوه میاشتني بند مودې تېرولو مخکې ازاد کړي خو که قانوني ستونزو شتون درلود،نو هیله یې ښکاره کړه،چې د جمهور رئیس د اختر د بخښنې په فرمان کې به له بند څخه ازاد شي.

عطاالله خوږياڼى

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *