دريمه برخه –
یاران وایي بهاررنګ دی، دا خو سم د تورو جنګ دی
د غوټۍ لړمون سو څیري ، ګل په وینو کي غوټه سو
داسي ډېرلږ شاعران لرو چي یو دور یې بدلون ته مخامخ کړی یا اغېزمن ګرځولی وي یا دې کولو لپاره ډېري که نه وي دوې ، درې نوي خبري ولري ، د خلګو سترګي دي په ځان پسي راکږې کړي ، لوستونکي دې کتابونه لاس په لاس وګرځوي او یا دي د لوستونکو د بحث وړ موضوع وګرځي .
په پښتو معاصر شعر کي غني خان داسي څوک وو، چي په خپل شعر یې خپل دور څه راتلونکي څو دورونه اغېزمن وګرځول هم یې فکري بدلون ته مخامخ کړو، غني خان د پښتو معاصر شعر پېش منظر بدل کړو هم د لوستونکو تر منځ د بحث موضوع وګرځېدو.
عطايي ملا چي د غني خان (د جنون او جانان) په فلسفه پوه، د غني د راز او نیاز رندانه او قلندرانه مستیو بلد هم یې د شاعرانه باریکیو او رندانه ګوشه نشینۍ خبر د خپل دور حیرانونکی شاعر دی که څه هم عطایي ملا د غني خان په اړه داسي عقیدت څرګندوي :
(په یو قوم کي چي د ذوق پر میدان له نومونو او رسمونو بې پروا قلندر مست غني موجود وي ، کوم ناخبره ګنده او کلک خراب به د شاعري ادعا کوي ؟ او کوم بد ذوقه بې خبر یې د شاعرانه نفاق دقیل وقال خریدار وي ، او خوله به پې خوږوي )
عطایي ملا تر غني خان را وروسته د پښتو معاصر شعر په ډګر کي زیات اغېزمن نوم دی چي روغ بهیر یې د خپل نادر شعر په وسیله اغېزمن وګرځولو، هم یې د لوستونکو په ذهنونو کي پوښتني را پیدا کړې ، او د یو کامیاب ترین او لوی شاعر دا کمال هم بهترینه شناخت دی چي د خپلو شعرونو په وسیله د هرډول ړانده تقلیده خلاص شعرونو په وسیله د لوستونکو په ذهنونو کي پوښتني را پیدا کوي او د عطایي ملا شاعري له دې هنره او نوښته برخمنه هم پریمانه شاعري ده.
خر،قاضي، لېوه، چوپان سو، مېړه مړسو هجړه خان سو
پادري وخوت ومنبر ته ، خانزاده(!) زوی د فرنګ سو
څه بدبخته تراژیدي ده ، د دوستانو دښمني ده
لاس مي مات له خپله لاسه، سر پردیو ته قلنګ سو
یا دا
د رنګین خاطر شباب وو، وخته ستا مغولو لوټ کړ
ته به وایې جوړ کابل وو په بمونو ویرانه سو
نن سحر قاتلان راغله ، بېګانۍ ډېوې یې مړې کړې
ښه چي ژر دي ځان لمبه کړ، پروانې ! مرګ دي پرده سو
هسي عطایي ملا ته د ملا پیوند لګول د عادي ، روایتي ملایانو په عزت او شان کي اضافه کول او د هغو بدرنګه او په ولس کي بې باوره سوي څېرې بیرته د قبول وړ ګرځول که یې موخه وپاموو هغه یې هم ور پوره کړه :
د عطایي ملا د خولې د شعر په وسیله نوي خبري اورېدل ، د نوي زاویې نوي پوښتني را پیدا کول او په نوي اهنګ او نوي انداز د کاینات او فلسفې اساسي پوښتني د آرټ او ادب په چوکاټ کي مطرح کول، خپله د ملایانو مسخ سوي څېرې هنري کوي او د نیک نامۍ سبب یې ګرځي او کریډیټ یې ټول عطایي ملا ته ځي :
عطایي ملا د مسلک له پلوه ملا نه دی ، نه د ملا په روایتي لارو تر خپل خدایه د رسېدو لار انتخابوي ، د مولانا رومي په اند :
( تر خدایه د رسېدو ډېري لاري دي ، لاکن د خدای تر ټولو غوره لاره د (هغه ) د مخلوق سره د میني لار خوښه کړه ) :
عطایي ملا د شاعرانه جمالیاتي تصوف لاره پلي کوي د شاعرانه بصیرت او کایناتي مشاهدې په اساس مینه د خدای متبادل نوموي او حسن د پاکیزګۍ سره تشبیه کوي او قلندر وارانه یې اظهار هم کوي :
عطایي ملا یو مست صوفي ،تقوا داره عارف او دروېش مزاج څوک دی ځکه بې کچکوله قلندر شاعر ورته وایو .
قلندر له ښاره ووت د خودۍ کچکول په غاړه
څومره لوی سوې زما وجوده ،څومره تنګ سوه دا ښارونه
بدلون اوونیزه/ دوهم کال/ ۱۶ مه / پرلپسي ۶۸ مه ګڼه/چهارشنبه/ کب/ ۱۲ / ۱۱۳۹۴
———————-