عبدالهادي عمري لیکوال ، ژباړن او شاعر

ښاغلي عبدالهادي عمري د الحاج محمدعمرقانع زوی د ملا میرحاتم لمسی دی په ۱۳۶۴ ه ش کال کي دجنوبي پښتونخوا دګردي جنګل په کمپ کي زیږیدلی دی لومړنی زدکړي يي دکلي دملاامام څخه پیل او دپيښور دسکندریه لیسي څخه يي ددولسم صنف شهادتنامه ترلاسه کړي نوموړي ددې ترڅنگ دینی تعلیم هم مکمل کړی دی چي د وړي دوری سند يي دپيښور دمنهاج العلوم او دلويي دوري سند يی دچمن دعلامه عبدالغني رحمه الله دمدرسي څخه ترلاسه کړی دعالی دارالمعلیمن ديني څانگه يي هم په پيښور کي لوستي ده نوموړی که څه هم اوس په اسلامي اوفرهنگي فعالیتونو بوخت دی خوددې ترڅنگ په اراکوزایا خصوصي پوهنتون کي دحقوقو اوسیاسي علومو دلومړي کال محصل دی . پلرنی ټاټوبی يې د افغانستان د هلمند ولایت مرکز لښکرگاه ښار شرقي لښکر بازار دی.

عبدالهادي عمري نږدې خپل ټول وخت په ليکوالي تيروي او په کافي اندازه شهرت په خپل اولس کې له دې وجهې لري چې له اولس سره پاته سوی تر اوسه يې ددې مجلو چاپونه کړې ده ،

۱۳ګڼې لښګرګاه مجله چآپ سوې ده ،صفار مجله دوه ګڼي چاپ کړل سوي ده بګړی وروستی دري ګڼی هم دده له لوري چاپ سوي دي تر دې مهاله يې دا لاندې کتابونه چاپ له ماشينونو څخه وتلي دي .

۱.نعتیه پلوشې

۲.د انوارو قافلې شعري ټولگې

۳.د میرمنو حقوق او د هغوي ارزښت ژباړه

۴.د حج او عمرې لارښود ژباړه

او دناچاپو اثارو لړليک يې په دې ډول دی

۱.د خاوند حقوق اودهغوی ارزښت

۲. د نعتونو یوه نوی ټولگه

ددې تر څنګ زموږ وطن خو په ژونديو کې ښه نه لري او په مړو کې بد نه لري موږ هميشه يوازې مړه ستايلي دي دا چې ښاغلي عبدالهادي عمري دژوند فرهنګي ټولنې مشر هم دی په دې ورستيو کې يې دهلمند ځيني ژوندي دکار سړي وستايل چې په دې ترتيب يې ښکاره کړه چې په افغانانو کې ژوندي دستايلو هم سته ددې تر څنګ ښاغلي عمري دهلمند په کچه دفرهنګي او ادبي هڅو پر ځمکه هرډول قرباني ورکړې چې دهلمند دادب لپاره يې په خپل ځای ، ځای نيولی دی هيله مند يم لاهم ستړی نه سي ځکه ددې وطن وجود لا ډير کار ته اړتيا لري.

بدلون اوونيزه/ لومړی کال (۳۱) ګڼه\ چارشنبه\ثور ۲\ ۱۳۹۴

2 thoughts on “عبدالهادي عمري لیکوال، ژباړن او شاعر”
  1. حدیث شریف
    خیرالناس من ینفع الناس
    بهتر دخلکو هغه دی چی خلکو ته یی ګټه ورسیږی
    زماپه نظر عمری صاحب یو له هغه کسانوڅخه دی چی دخلکو خدمت ته یی په ډیر اخلاص ملاتړلی الله پاک دی نورهم دافغان ولس دخدمت توان ورپه برخه کړی
    ستاسی کشر ورور همت یار

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *